شاته

کېر انټرنېشنل: د طالبانو له بندیزونو وروسته د افغانستان 80 فیصده نجونې له تعلیمه محرومې دي

د پاملرنې په نوم نړیواله مرسته کوونکې اداره (کېر انټرنېشنل) وايي، په افغانستان کې د هغو نجونو چې عمرونه یې سکولونو ته د تلو دي او پېغلو چې په اوس وخت کې له تعلیمه محرومې دي شمېر 80 فیصده یعنې 2.5 میلینه ته رسیږي.

کېر انټرنېشنل د اګست پر 21مه په خپل یو رپوټ کې ویلي، افغانستان په نړۍ کې یواځینی هېواد دی، چې پکې د نجونو او ښځو پر تعلیم بندیز لګېدلی دی.

دې ادارې سکولونو ته د نجونو او پېغلو پر زدکړو د طالبانو د حکومت بندیز د افغانستان لپاره 5.4 ارب ډالره اقتصادي‌ زیان ښوولی دی:

"د 2021م کال په ستمبر کې د [طالبانو] واکمنو چارواکو تر دوولس کلنۍ پورته نجونو ټول رسمي تعلیم وځنډاوه، چې له کبله یې 1.1 میلین [11 لکه] نجونې او پېغلې له رسمي زدکړو محرومحې شوې".

کېر انټرنېشنل وايي د طالبانو حکومت له دې پرېکړې وروسته د تېر 2022م کال په دسمبر کې په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو تعلیم تر بل امر پورې وځنډاوه، چې وایي په سرکاري او غیرسرکاري پوهنتونونو کې تر یو لک 100,000 زیاتې ښځینه زده کوونکې یې اغېزمنې کړې:

"له هغه وخته راهیسې نجونې او تر 12 کلنۍ پورته پېغلې مجبوره کړل شوې چې په کورونو کې کښېني او د خپلو سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو بیا پرانیستلو ته انتظار کوي".

د پاملرنې نړیواله اداره وايي، جګړې، شخړو، مهاجرت، بې ځایه کېدو او قدرتي پېښو په افغانستان کې اوسنی زیات غربت او د خلکو محرومیت لا زیات کړي دي او تعلیم ته لاسرسی تل د ټولو ماشومانو لپاره یو لوی چېلنج اوسېدلی چې په ځانګړې توګه د نجونو لپاره دا حالت لا ستونځمن وو:

"دلته نیژدې 40 فیصده نجونې هیڅکله په ابتدايي تعلیم کې نه دي شاملې شوې".

خو د طالبانو د تعلیم وزارت چارواکو د ګل- دوشنبې په ورځ «ملت ته د حساب ورکولو» په نوم پروګرام کې وویل، دوی شاوخوا لس میلینه زده کوونکي لري، چې وایي‌ په هغوی څلور میلینه نجونې دي، خو دا یې نه دي ویلي چې په دغو نجونو کې څومره په سکولونو او څومره په دیني مدرسو کې زدکړې کوي.

کېر انټرنېشنل هغو نجونو ته چې هیڅکله سکولونو ته نه دي تللې د تعلیم په برابرولو کې کلیوالي سکولونه مهم بللي او ویلي یې دي چې ډېرو دغسې نجونو ته په کلیوالي ښوونځیو کې لومړنیو زدکړو اسانتیا برابره شوې ده.

د پاملرنې ادارا له 1961م کال راهیسې په افغانستان کې کار کوي. دا اداره وايي په روان 2023م کال کې یې تر اوسه د اووه لکه 58 زره ښځو او نجونو په ګډون له 1.15 میلینه مجبوره افغانانو سره مرستې کړې دي.

د طالبانو حکومت وايي لا هم تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تعلیم د اسانتیا د برابرولو او د ښځو د پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره یې تګلارې لا نه دي بشړې شوې.

په افغانستان کې دننه او بهر افغانانو، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو ادارو، د اسلامي‌ همکارۍ سازمان، امریکې او نورو هېوادونو په تېر یونیم کال کې له طالبانو په وار- وار په ټینګار سره غوښتي چې که د ښځو تعلیم او نور حقونه پر ځای نه کړي حکومت به یې په رسمیت ونه پېژندل شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00