شاته

انوار الحق کاکړ: پاکستان به د بنياد پرستۍ، توندروۍ او عدم برداشت پرضد جنګيږي

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ويلي، "پرون په وزيرستان کې لس پوځيان وژل شوي، او که د چا دا خيال وي چې مونږ به د ترهګرۍ ضد جګړه کې ستړي شو په دې غلط فهمۍ کې دې نه اوسي".

په کراچۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې نوموړي وویل، "پاکستان به په هیڅ صورت د بنياد پرستۍ، توندروۍ او عدم برداشت په وړاندې سر ټيټ نه کړي، مونږ به جنګيږو که هر څه وي".

پرون د افغانستان سره په پوله پرته بر جنوبي وزیرستان ضلع کې د پوځ په قافله وسله وال بريد شوی، پوځ ویلي وو، د وسله والو سره نښته کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي او د څلورو ترهګرو د وژل کېدو دعوه هم شوې وه. تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې وه.

انوارالحق زياته کړه، "که څوک په دې غلط فهمۍ کې وي چې په داسې حرکتونو به زمونو حوصلې ماتې شي او ستړي به شو نو دا غلط فهمي دې لرې کړي، مونږ خپلې قربانۍ نه هېروو او قربانۍ به ورکوو".

نوموړي وویل، "څوک چې د محمد عربي [ص] د دين په نوم ناامني جوړوي دغو خارجيانو ته مې پېغام دی چې دوی به د يو وخت پورې وجنګيږي خو د اوږدې مودې پورې نه شي جنګېدی، د دوی اندازه غلطه ده".

هغه زياته کړه، "مونږ یې له خودکش بریدګره نه ويريږو، دوی د جهنم سپي دي. د دغو بې لارې شوو پرضد به جنګيږو".

انوار الحق کاکړ دغه خبرې پرون د خېبرپښتونخوا په بټګرام ضلع کې په يو چېرلفټ کې د ايسارو شوو کسانو د ژغورولو په حواله څرګندونو وروسته وکړې. هغه وویل، ځايي خلکو، ضلعي انتظامیې او پوځ په ګډه هڅو ماشومان ژغورل شوي دي.

او زياته یې کړه، "خو په ټولنيزو رسنیو مې ځينې داسې وليدل چې د پېښې د اصل روح نه د مخ اړولو هڅه شوې کوم چې نه وو پکار".

پرون په چيرلفټ کې د ايسارو شوو کسانو د ژغورولو دپاره پوځي هيلي کاپټرو عمليات کول خو وروسته بيا ويل شوي وو چې د ځايي خلکو په مرسته ايسار شوي کسان ژغورل شوي وو.

په ټولنيزو رسنیو ځينو کسانو نيوکې کړې چې که د ورځې ځايي خلکو ته اجازه ورکړل شوې وه نو په څو ساعتو کې دننه به په ډولۍ کې بند پاتې شوي کسان راکوز کړی شوي خو وایي پوځ ټوله ورځ هسې په هوا کې هیلي کاپټرې چورلولې او پاکستاني میډيا یې ستاینې کولې.

په ټولنيزو رسنیو بیا ځینې داسې ویډیوګانې هم خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي د شپې په تیاره کې د ځايي خلکو تر څنګ پوځیان هم د ماشومانو د ژغورلو په هڅو کې بوخت دي.

پرون د بټګرام په الايي تحصيل کې سهار د اووه او اته بجو مینځ کې يو چير لفټ يا ځانګو د رسو يا مزو شلېدو له امله په يو تار ايساره شوې او په ځانګو کې د ايسار شوو کسانو دپاره پوځي هيلي کاپټرې تللې وې او د شپې نزدې په 11 بجې بيا ویل شوي وو د ځايي خلکو په مرسته ټول اته واړه ايسار شوي کسان روغ رمټ ژغورل شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00