شاته

پاکستانۍ روپۍ نوره هم غورځېدلې، يو امريکايي ډالر تر 300 روپیو زيات ګران شوی دی

په پاکستان کې په انټربېنک مارکيټ کې نن د پاکستاني کرنسۍ قيمت 0.15 فيصده راکم شوی او د ډالر په مقابله کې 299.45 روپیو ته رسېدلې ده. تېره ورځ په انټر بېنک مارکيټ کې يو ډالر په 299 روپۍ وو.

د ځايي رسنیو ترمخه په پرانستي مارکیټ کې د ډالر بيعه 306 روپو ته رسېدلې او د دې ترڅنګ ويل کیږي په درېم يا غېرقانونه مارکيټ کې د انټر بېنک د بيعې څخه ډالر نور د 15 نه تر 20 روپو پورې ګران دی.

تېر د جولايۍ په میاشت کې د نړیوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] سره د درېو اربو ډالرو د پور لوظنامې وروسته پاکستانۍ روپۍ يو څه باثباته شوې او د ډالر بيعه 275 روپو ته راکوزه شوې وه. خو له دغې وروسته ډالر بيا نزدې 300 روپو ته رسېدلی دی.

پاکستان کې د پېسو بدلوونکو د اتحادیې جنرل سيکرټري ظفر پراچه وايي، په ملک کې د ډالر په ځای نه ودرېدو او پرله پسې روپۍ بې قدره کېدو څو علتونه دي بنيادي علت یې په ملک کې د ډالرو کمی دی او بل په ملک کې د ډالر سمبالولو کوم سم انتظامات نشته د تېرې يوې مودې نه يو حکومت هم کوم سم انتظام نه دی کړی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په ملک کې نه د صادراتو او نه د وارداتو کومه کوټلې يا کره تګلاره شته.

هغه وويل، زمونږ د خپلو ملکي ناسمو پاليسيانو له امله ډالر په ځای نه ودريږي غېر قانونه مارکيټ جوړ شي او ډالرې هلته لاړې شي. د بهر نه پېسې راتلل کم شوي او که کومې راځي هم هغه په غېر قانونه لارو راځي او بهرنۍ پانګونې هم نشته.

هغه زياته کړه، په ملکي پاليسیانو کې تضاد دی، او اوس چې کوم نګران حکومت راغلی دا هم د تېر حکومت په لار روان دی او دا اندېښنې موجودې دي چې په راتلونکو ورځو کې د تېلو، بجلۍ او ګېسو قيمتونه نور سېوا شي.

د نوموړي په خبره حکومت ټېکسونه يواځې په تنخادارو لګوي او په هغو برخو لکه کرکيله چې د جي ډي پي يا مجموعي قامي امدنۍ 20 فيصده جوړيږي او ريټېل سېکټر يا کاروباريان هم د جي ډي پي 20 فيصده دي 25 لکه دوکانداران دي او ټېکس يواځې 20000 دوکانداران ورکوي پکار ده چې په دغو برخو کې ټېکسونه ولګول شي او واخستل شي.

د نړيوالې مالياتي ادارې سره د پور د تړون وروسته د پاکستان حکومت په درامداتو يا وارداتو بنديزونه لرې کړي او کاروباري بېنکونو ته یې اجازه ورکړې وه چې درامد کوونکو ته ډالرې ورکړي.

خو تجاران وايي په بېنکونو کې د ډالرو کمی دی او زياتره هغوی د پرانستي مارکيټ يا غېر قانونه مارکيټ څخه ډالرې ترلاسه کوي او هغه ورته ګران پرېووځي.

د پاکستان مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] وايي تېر د جولایۍ په میاشت کې درامدي بل د جون د درې اعشاريه يو ارب ډالرو په مقابل کې څلور اعشاریه دوه اربه ډالرو ته سېوا شوی دی. او په دې کې يو ارب ډالره اضافه شوې ده.

له دې وړاندې مرکزي بېنک ویلي وو، چې د تېر مالي کال 2023 د جولايۍ په میاشت کې کرنټ اکاونټ خساره صفر اعشاريه اته اربه ډالرو ته راکوزه شوې او د کال 2022 د جولايۍ په میاشت کې يو اعشاريه درې اربه ډالره وه.

تېر حکومت دعوه کړې وه چې په مالي کال 2022/23 کې مجموعي کرنټ اکاونټ خساره یې د 17.5 اربه ډالرو څخه دوه نيم اربه ډالرو ته راکوزه کړې وه.

خو اقتصاد پوهان وايي د هغې نېغ په نېغه اثر د پاکستان په اقتصادي پرمختيا شوی او د مالي کال 2022 دپاره ټاکل شوې اقتصادي پرمختيا د شپږ فيصدو څخه 0.29 فيصده ریکارډ شوې وه.

د مرکزي بېنک د شمېرو ترمخه په تېر مالي کال کې غېر ملکي ترسيلات زر يا بهر څخه راتلونکې پېسې او غېر ملکي نېغ په نېغه پانګونې او د پاکستان صادرات راکم شوي وو، کوم څه چې د پاکستان په وارداتو کې مهم رول لري.

خو روان مالي کال پاکستان ته د غېر ملکي ادايګيانو په برخه کې د 25 اربه ډالرو بيرته ورکولو ضرورت دی او پوهان وايي د ډالر ګرانېدل د پاکستان مشکلات نور سېوا کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00