شاته

پخوانې ښځینه پوځیانې: د طالبانو تر واک لاندې د اندیښنو او ستونزو ډګ ژوند لرو

یو شمیر پخوانیو ښځینه پوځیانو چې په پخواني رژیم کې يې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په تشکیلاتو کې کار کړی وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند یې له ستونزو او اندیښنو ډک دي.

سلما ( مستعار نوم) چې دمخه یې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوله امریکا غږ ته وویل، چې د پخواني رژیم د ړنګیدو وروسته د افغان ښځینه پوځیانو راتلوونکي ناڅرګنده ده.

هغې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ددغې ډلې له خوا د اعلان شوې "عمومي عفوې" ته په اشارې وویل، چې د طابانو ژمنه درواغ وه او اوس پخواني پوځیان د سختو اقتصادي او روحي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دغې میرمنې وویل: "پخواني پوځیان واقعآ له پامله غورځیدلي دي، په تیرو دوو کلنو کې مونږ پوځیانو د شلو کلنو په اندازه درد، ستونزې، لوږه او بې کورۍ ګاللي دي. پوځیان د طالبانو د واکمنۍ لاندې د اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دي او څوک یې اواز نه اوري".

ددغو میرمنو په وینا چې په پخواني رژیم کې یې د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې کار کړي اوس د اقتصادي ستونزو سره مخ دي، په داسې حال کې، چې ددغو ښځینه پوځیانو اکثریت یې د خپلو کورنیو لپاره د روزۍ ګټونکې دي.

سلما وویل: "نن ورځ د فقر او لوږې سره لاس او ګریوان دي. نه چیرته د تللو لپاره کومه لار په مخ کې لري او نه هم په افغانستان کې هغوی ته د پاتې کیدو او ژوند د تیرولو لپاره کوم ځای شته دی".

سلما د نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د پخوانیو ښځینه پوځیانو مرستې ته راودانګي او هغوی د دغه ستونزمن ژوند څخه وژغوري.

فریده ( مستعار نوم) یوه بله د پخواني رژیم د امنیتي او دفاعي ځواکونو کارکوونکې ده وايي، چې د پخواني رژیم پوځیانو ژوند ته د طالبانو تر واک لاندې ګواښونه شته دی.

فریدې د دوو پخوانیو پوځیانو د وژل کیدو یادونه وکړه او ویې ویل، چې دغه دوه نارینه همکاران یې د طالبانو له خوا په صحرايي محکمه کې په ډزو وژل شوي دي.

فریدې وویل: "طالبان وايي، چې عمومي عفوه یې اعلان کړې ده ‎، کومه عفوه هره ورځ د پولیسو (پخواني) دروازې مخ ته راځي او په هره بهانه یې وژني، هیڅ عمومي عفوه نشته دی، ټول دروغ دي".

دغې پخوانې پوځي میرمنې وویل، چې نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه او ستر نړیوال قوتونه دې طالبانو ته مالي او سیاسي ملاتړ برابر نکړي د خبرو په میز ورسره کښینني او په رسمیت یې ونه پیژني.

د پخوانیو ښځینه امنیتي منسوبینو وضعیت

په عین حال کې پخوانیو پوځیانو د ملاتړ یوې کمیټې او د ارغواني شنبې د ورځو د ښځو خوځښت په یو ګډ راپور کې د پخواني امنیتي ځواکونو د یو شمیر ښځینه کارکوونکو سره خبرې کړي او په راپور کې یې د هغوی د ژوند بیلابیل اړخونه څیړلي دي.

د ارغواني شنبې د ورځو د ښځو خوځښت مشره مریم معروف اروین امریکا غږ ته وویل، چې پخواني ښځینه او نارینه پوځیان په دې کمیټه کې شامل دي.

میرمن اروین وویل، چې له دوو کلنو څخه زیاته موده کیږي، چې پخوانیو پوځیانو وضعیت ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او دغه کمیته د ارغواني شنبې د ورځو د ښځو د خوځښت سره یو ځای غواړي و چې ددغو پخوانیو ښځینه پوځیانو غږ پورته کړي او د هغوی غږ شي.

په دغه ګډ راپور کې ویل شوي: "دغه ښځې نه یوازې د فقر او لوږې سره لاس اوګریوان دي، بلکې د پام وړ امنیتي ګواښونو سره هم مخ دي. پرته له شک څخه ددغو ښځو روحي سلامتیا د هغو ترخو تجربو چې ورسره مخ وې په ګواښ کې ده".

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان په څیر په یو جنګ ځپلي هیواد کې په اردو او پولیسو کې کار کول کولی شي د ډول ډول روحي ناروغیو سبب شي. ددې راپور له مخې د واک ناڅاپي بدلون او د طالبانو له خوا د غچ اخیستلو اندیښنې کیدای شي د ښځینه پوځیانو روغتیايي سلامتیا ته لا زیان ورسوي.

په دې ګډ راپور کې ټینګار شوی، چې ددغو ښځینه پخوانیو پوځیانو روحي درملنې اړتیا باید د نړیوالې ټولنې په فوري ملاتړ کې شامله اوسي.

د پخوانیو پوځیانو د ملاتړ یوې کمیټې او د ارغواني شنبې د ورځو د ښځو خوځښت د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د ښځینه کارکوونکو د ستونزو او امنیتي ګواښونو په اړه دا راپور په داسې حال کې خپور کړې، چې تیره ورځ افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" په یو راپور کې ویلي، چې طالبانو په تیرو دوو کلنو کې له دوو سوو څخه زیات د پخواني رژیم ملکي او پوځي کارکوونکي د محکمې د پریکړې پرته وژلي دي.

یوناما راپور

یوناما د سه شنبې په ورځ اګست ۲۲ ( زمري ۳۱) په دې راپور کې ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې یې د بشري سرغړونو په برخه کې تر اتو سوو پورې پیښې مستندې کړي دي.

راپور کې ویل شوي: "په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له دورې څخه د غیر قضایي وژنو، خپلسري نیولو او توقیفونو، شکنجې او ناوړه چلند او د جبري ورکېدو لږ تر لږه ۸۰۰ پېښې شوي دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پخواني حکومت او امنیتي ځواکونو سره تړاو لري."

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر ویلي، چې دا سرغړونې په داسې حال کې شوي، چې د واکمنو چارواکو ( طالبانو ) لخوا د پخواني حکومت چارواکو او د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پخوانیو غړو ته د "عمومي بخښنې" اعلان شوی دی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر والکرت رک وایي: "د یوناما راپور واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د افغانستان د پخواني حکومت د غړو او امنیتي ځواکونو سره د تړاو لرونکو کسانو سره د چلند یو زړه بوږنونکی انځور وړاندې کوي. پر دې سربیره، دوی ته ډاډ ورکړل شوی چې نه به په نښه کیږي، دا د خلکو له باور سر ه خیانت دی."

هغه زیاته کړه: "زه له واکمنو چارواکو غواړم چې د دې راپور موندنې په دقت سره په پام کې ونیسي او د نورو سرغړونو د مخنیوي او مرتکبینو سره د حساب کولو په برخه کې د نړیوال بشري حقونو له قانون سره سم خپل مکلفیتونه ترسره کړي."

په هغو مرکو کې چې د یوناما له خوا ترسره شوي، اشخاصو د شکنجې او ناوړه چلند مثالونه ورکړي چې د حاکمو امنیتي ځواکونو د غړو لخوا پرپایپونواو کیبلونو د وهلو سربیره لفظي ګواښونه او ناوړه چلند پکې شامل دی.

یوناما د ځینو کورنیو له غړو څخه هم اوریدلي چې خپلوان یې نیول شوي یا تري تم شوي دي او مړي یې څو ورځې یا حتی میاشتې وروسته موندل شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "په ځینو مواردو کې، اشخاص هیڅکله ندي موندل شوي. د هرات د ښځو د محبس پخوانۍ مشره، عالیه عزیزي د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په دویمه له کاره هیڅکله کور ته راستنه نه شوه. د ۲۰۲۳ کال د اګست تر ۲۲ پورې، د هغې د ځای په اړه هیڅ معلومات نه دي تر لاسه شوي."

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر ویلي، چې تر اوسه پورې، د یوناما په راپور کې د یادو شویو پیښو اړوند د څیړنو او عاملینو ته د سزا ورکولو لپاره د حاکمو چارواکو هڅې خورا محدودې دي.

د یوناما راپور په حاکمو چارواکو غږ کوي چې د عمومي بخښنې شرایط روښانه کړي، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې عمومي بخښنه پلې کیږي او همدارنګه د پخوانیو حکومتي چارواکو او د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د غړو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو اړوند باوري او روښانه جرمي تحقیقات ترسره کیږي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اوتنبایوا وویل: "په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له خوا د عمومي بخښنې اعلان یو ښه ګام و، خو په دوامداره توګه دغه بخښنه په بشپړه توګه نه پلې کیږي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو د سرغړونو معافیت شتون لري .

طالبانو د ښځینه پخوانیو پوځیانو په اړه دغو دوو افغان بنسټونو راپورته لا غبرګون نه دی ښودلی خو د یوناما راپور یې بې بنسټه بللی دی او ویلي دي چې کوم مواردو ته چې په د یوناما په راپور کې اشاره شوې حقیقت نلري.

طالبانو غبرګون

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس ټولنیزې شبکې کې د یوناما راپور ته په غبرګون کې په خپله پاڼه لیکلي چې د طالبانو د حکومت عمومي بخښنه په ټولیزه توګه عملي شوې ده.

ښاغلي مجاهد ویلي: "البته د انتقام اخیستلو ځینې شخصي او نامعلوم موارد د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو لخوا په جدي ډول څیړل شوي چې شمیر یې محدود دی. متأسفانه د ملګرو ملتو په چوکاټ کې ځینې څانګې د دې پر ځای چې د افغانستان عیني واقعیتونه درک کړي او مثبت پرمختګونه وویني، تل د منفي ټکو په لټه کې دي او د پروپاګند هڅه کوي، چې په دې سره تر هر څه لومړی خپله د دوی اعتبار ته زیان رسیږي".

فورم \ دبحث خونه