ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا کې په ډزو کې څلور کسان وژل شوي

د امریکا متحده ایالاتو د کالیفورنیا ایالت پولیس وايي، د چهارشنبې په ماښام اګست ۲۳ (وږي لومړۍ) یو وسله وال په یو بار کې درې کسان وژلي او لږ تر لږه شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

24.08.2023 امریکا غږ

د ريپبلېکن پارټۍ نه د امریکې د صدارت ځینې امیدواران اوکراین سره د ملاتړ حمایت او ځينې يې مخالفت کوي

په اوکراین د روس د یرغل راهسې، امریکا او مغربي اتحادیان د کییف ملاتړ کوي او تر اوسه يې اوکراین سره د مېلینونو ډالرو پوځي او غیر پوځي امداد کړی دی.

24.08.2023 ډیوه

افغانستان د کرکټ په لوبه کې پاکستان ته د ۳۰۱ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ د ۵۰ اوریزو لوبو د روان سیریز  په دوهمه لوبه کې د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږي دوهمه) افغانستان مخالف لوري ته د ۳۰۱ منډو هدف وټاکه

24.08.2023 امریکا غږ

د شکيل اپريدي قضيه به بيا په فاټا ټربيونل کې اورېدل کيږي

د فاټا ټربيونل د فعاله کولو د اعلاميې وروسته وکیلان يا قانون پوهان وايي، د القاعده د پخواني وژل شوي مشر اسامه بن لادن په نيولو کې او د وسله والو ډلو سره په مرسته تورن د ډاکټر شکيل اپريدي قضيه به بيرته په فاټا ټربيونل کې اورېدل کيږي.

24.08.2023 ډیوه

طالبان: کابل کې د یوټیوب د یو چینل یوه چلوونکې وژل شوې

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وارت د کابل پولیسو قومندانۍ د حورا سادات په نوم د یوټیوب د یو چینل د یوې ځوانې چلوونکې وژل کیدل د کابل ښار په اتلسمه حوزه کې تائید کړي دي.

24.08.2023 امریکا غږ

ډبلیو ایچ او: که فنډ کم شي د افغانستان اته لکه 75 زره ماشومان به له شدیدې کم خوراکۍ سره مخ شي

د روغتیا نړیواله اداره وايي په افغانستان کې د اوږدې جګړې، ناارامۍ، وچکالۍ او قدرتي پېښو له کبله بشري بحران لا زیات شوی، چې روغتیايي مرستو او خوړو ته یې د خلکو لاسرسی ډېر کم کړی او په دې هیواد کې یې د سختې خوارځواکۍ او د ناروغیو د خپرېدو خطر زیات کړی دی. ډبلیو ایچ او د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر ایکس [ټویټر] لیکلي، د 2021م کال له اګست راهیسې د افغانستان 18.4 میلینه خلکو بشري مرستو ته اړتیا لري، خو وایي د روان 2023 کال په اګست کې دا شمېر 28.8 میلینه ته رسېدلی دی: "که د فنډ کموالی دوام وکړي په افغانستان کې به اته لکه 75 زره ماشومان له شدیدې کم خوراکۍ سره مخ شي".   د روغتیا نړیوالې ادارې د بودیجې د کموالي د منفي اغیزو په اړه خبرداری ورکړی او وایي په روان کال کې د بنیادي‌ روغتیايي مرستو د دوام لپاره 125 میلینه ډالرو ته اړتیا لري. د روغتیا نړیوالې د اګست پر 18مه په یوه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د روغتیا په برخه کې د بحران د مخنیوي لپاره دې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي. ډبلیو ایچ او ویلي د فنډ د نه چمتو کولو په صورت کې به اته میلینه افغانان بنیادي روغتیايي خدمتونو او د ژوند ژغورنې روغتیايي مرستو ته لاسرسی وبایلي او څلور لکه 50 زره ناروغان به د ژوند ژغورنې د ټراما مرکز مناسبو خدمتونو ته لاسرسی ونه لري. د روغتیا نړیوالې ادارې اټکل کړی، که مرستې برابرې شي له پورتنیو شمېرو سره سره به 1.6 میلینه کسان د اعصابي او نفسیاتي ناروغیو د سلا مشورو لپاره خدمتونو ته لاسرسی ونه لري. د روغتیا نړیوالې ادارې عمومي مشر ټیډروس ایډونم ګېبریوس په افغانستان کې حالت زیات د اندېښنې وړ بللی او وایي د روغتیايي کارکوونکو او روغتیايي مرکزونو د ملاتړ لپاره د سرچینو او فنډ نشتوالی د بې شمېره خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي. ښاغلي ګېبریوس ویلي: "ښځې او نجونې تر ټولو زیاتې له ستونځو سره مخ دي. په مرسته کوونکو باندې غږ کوم په سخاوت سره دې مرستې وکړي چې مونږ د ژوند ژغورلو کار ته دوام ورکړو". ملګرو ملتونو د روان کال په پیل کې په افغانستان کې د خپلو مرستندویه کارونو د دوام لپاره له نړیوالې ټولنې د 3.26 ارب ډالرو غوښتنه کړې وه، خو مرسته کوونکو ادارو تر اوسه ورته یواځې 800 میلینه ډالر یعنې تر 25 فیصدو کم برابر کړي دي. د روغتیا نړیوالې ادارې له نړیوالې ټولنې په داسې وخت مرسته غوښتې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» مخکې لا ویلي چې د فنډ د کموالي له کبله په افغانستان کې 262 روغتیايي مرکزونه بند شوي دي. د سره صلیب نړیوالې ادارې ای آر سي هم خبرداری ورکړی چې د فنډ د محدودېدو له امله کېدای شي د دې مياشتې تر پايه په افغانستان کې د دوی تر نظارت لاندې چلېدونکو 25 روغتونونو سره مرستې بندې شي. یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له وي او اې اشنا اخیستل شوي دي.

24.08.2023 ډیوه

ترهګرۍ ضد عدالت له اورېدنې وروسته علي وزير او ايمان مزاري زندان ته ولېږل

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ او قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر او فعاله قانون پوهه ايمان مزاري د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت زندان ته ولېږل.

24.08.2023 ډیوه

د نجونو د تحصیلي سفر منع کیدو ته غبرګونونه؛ 'طالبان دې پر خپلو ژمنو ودرېږي''

د طالبانو له خوا متحده عربي اماراتو ته د زده کړو لپاره یو شمېر افغان نجونو مخنیوي ته د ملګروملتونو په ګ‌ډون په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي دي.

24.08.2023 امریکا غږ

امريکا ويلي پاکستان کې د ازادو او منصفانه انتخاباتو د ملاتړ باور ورکوي

د خبر ترمخه امریکايي سفير د پاکستان چیف الېکشن کمشنر ته، "پاکستان کې د ايين او قانون لاندې د ازادو او منصفانه انتخاباتو کولو په لړ کې د امريکا د ملاتړ باور ورکړی دی".

24.08.2023 ډیوه

ډبلیو ایچ او: بودیجې کمبود به په خوارځواکۍ اخته سلګونو زرو افغان ماشومانو کړاونه زیات کړي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي افغانستان کې بشري بحران، چې د اوږدې جګړې او بې ثباتې ترڅنګ د وچکالۍ او طبیعي ناورینونو له امله لا پراخه شوې، روغتیايي مرستو او خوړو ته د خلکو لاس رسی ډیر کم کړی چې په دغه هیواد کې یې د سختې خوارځواکۍ او ناروغیو د خپریدو خطر ډیر زیات کړی دی.

24.08.2023 امریکا غږ

مکه کې سخت باران، ځول او تندرونو په خلکو کې ویره ترهه خپره کړې ده

پېښور- په سعودي عرب کې د اسلام تر ټولو سپېڅلي ښار مکه مکرمه کې سخت باران، ځول او تندرونو په خلکو کې ویره ترهه خپره کړې او مطبوعات وایي، د دغه ځول او بارانونو نه وروسته په سیمه کې ښونځي یا سکولونه تړل شوي دي. د نهې یا سه شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو خپرو شوؤ ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د ځول او باران له امله په بیت الله شریف کې په عبادت بوخت مسلمانان یو خوا بلخوا اوترې منډې وهي او هم په فرشونو ښویږي. په دغو ویډیو ګانو کې په نظر راځي چې د سیلۍ شدت په بیت الله شریف کې د صفایۍ ګاډي اؤ د لمونځ د صفونو لپاره اېښودل کیدونکې جنګلې په مخه اخستي اؤ خلک په زوره زوره ذکر کوي یا هم له ویرې چغې وهي. په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې د خانه کعبې تر څنګ د جوړ مشهور هوټل مکه کلاک رایل ټاور د دنګې منارې سره تندر ټکر کیږي اؤ د شپې په مهال ټول چاپیریال روښانه کوي.   د سعودي عرب د موسمیاتو د قامي مرکز ویاند حسین الفحطاني په ایکس(پخواني ټویټر) رسنۍ لیکلي‌، د طوفان په مهال د سیلۍ رفتار په یو ساعت کې 80 کیلو میټره یا 50 میله ؤ. هغه وایي له مکې سره نزدې په الککیه کې د 24 ساعتو په مهال 45 ملي میټره باران وریدلی دی. په سوشل میډیا خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاریږي چې د مکې په ځینو لارو کوڅو کې د زیات باران وریدو له امله اوبه راختلي دي او خلک د پناه موندلو او ګاډو درولو په هڅه کې دي.   الجزیره رسنۍ پخپل رپورټ کې وایي دا حالات په کال 2015 کې د راغلي طوفان په څېر وؤ چې پکې حرم شریف کې د خانه کعبې تر څنګ یو کرین غورځیدلی ؤ اؤ په دغه پېښه کې تر 100 زیات کسان مړه شوي اؤ په سوونو نور ژوبل شوي وؤ. سعودي چارواکو د نهې په ورځ راغلي دې طوفان کې د کوم ځاني زیان یا نورو زیانونو اوښتو په اړه څه نه دي ویلي. الجزیره د مکې د اوسیدونکو له قوله ویلي د چهارشنبې تر سهاره طوفان تم شوی ؤ خو وایي حالات اوس هم له خطرې ډک ثابتیدای شي. د مکې ځایي حکومت په ایکس رسنۍ لیکلي چې د چهارشنبې په ورځ به د مکې په ځېنو برخو کې سکولونه بند وي اؤ د خلکو د حفاظت له امله به په انلاین بڼه سبقونه ښودل کیږي.

24.08.2023 ډیوه

شمالي‌کوریا د ځمکې مدار ته د جاسوسي سپوږمکۍ په استولو کې یوځل بیا ناکام شو

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د پنجشنبې په ورځ، اګسټ ۲۳(وږي دویمه) وویل، چې د ځمکې مدار ته ددغه هېواد د یوې استخباراتي سپوږمکۍ د استولو هڅه یو ځل بیا ناکامه شوې ده.

24.08.2023 امریکا غږ

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د ریپبلېکن کاندیدانو ترمنځ لومړنۍ مناظره

واشنګټن - په امریکا کې د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو یا ریپبلېکنز ترمنځ د لومړنۍ مناظرې یا ډېبېټ لپاره اته تنه کاندیدان د ویسکانسن ایالت په مېلواکي کې د سټېج پر سر د فاکس نیوز په کوربتوب خبرو ته حاضر شوي وو. دا لومړنی لوی ګام و چې د راتلونکي کال عمومي ټاکنو پر لور واخېستل شو. خو پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دغې مناظره کې په خپل دې حساب ګډون نه و کړی چې دی د خپل ګوند له نورو سیالانو څخه ډېر مخکې دی او له هغوی سره مناظرې ته اړتیا نه لري. د ویسکانسن ایالت په مېلواکي کې دې مناظرې ته نهو ریپبلېکن کاندیدانو شرایط پوره کړي وو خو ټرمپ چې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشر د ټاکنو لپاره د ریپلېکنز ترمنځ په رایه ورکونکي کې ډېر مخکې دی پرېکړه وکړه چې دی له نورو ریپبلېکنانو سره په دغې دوه ساعته مخامخ مناظره کې څه خاص نشي ترلاسه کولای. ټرمپ په څلورو جرمي قضیو کې محکوم شوی او تر دې مخکې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې د خپلې ولسمشرۍ له پای ته رسېدو راهیسې له ۹۱ نورو تورونو سره مخ شوی. ټرمپ ویلي، چې دی به د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د جیورجیا په اټلانټا ښار کې ځان تسلیم کړي. په دغه ځای کې ټرمپ د محکمې لخوا په دې جرم محکوم کړای شو و چې د ۲۰۲۰ کال د بیا ټاکل کېدو په انتخاباتو کې یې مداخله کړې وه او کوښښ یې کاوه چې خپله ماتې واړوي. ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره له خپل نېږدې ریپبلېکنز سیال د فلورېډا له ګورنر ران ډیسنچز څخه ۴۰ فیصده پاینټه مخکې وه په داسې حال کې چې د جمهوري غوښتونکو ترمنځ نورو سیالانو یې په عمومي ټاکنو کې تر لسو فیصدو کمې رایې اخېستې وې.

24.08.2023 ډیوه

بایډن: د روسیې د واګنر ګروپ د مشر وژل کیدو په خبر حیران نه یم

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن، نن د اګسټ ۲۳ مه (وږي لومړۍ) وویل، چې د روسیې اړوند د واګنر ډلې د مشر یوګیني پریګوژین د وژل کېدو څخه حیران نه دی.

24.08.2023 امریکا غږ

د افغانستان راشد خان د ټي‌ 20 غوره بالرانو کې اول مقام ګټلی دی

پېښور - د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د ټي 20 بالرانو یا توپ اچوونکو په نوې درجه بندۍ کې هم د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه بالر راشد خان ته اول مقام ورکړی دی. تر دې وړاندې هم آی سي سي د ټي 20 سیالیو د تکړه بالرانو په نوملړ کې د راشد خان نوم په اول نمبر کې اعلان کړی ؤ. د ټي 20 بالرانو په نوې درجه بندۍ کې د پاکستان شاداب خان په 15م اؤ شاهین اپریدی په 16 نمبر راغلي دي. د آی سي سي د ټي 20 کرکټ د غوره توپ وهونکو یا بیټسمینانو په قطار کې د هند سوریا کمار اول، د پاکستان رضوان دویم اؤ بابر اعظم دریم مقام ګټلی دی. خو د یو ورځنیو سیالیو تکړه توپ وهونکو کې بیا د پاکستان د ملي لوبډلې مشر یا کپتان بابراعظم دا ځل هم په اول نمبر راغلی دی. د یو ورځنیو سیالیو د تکړه بیټسمینانو په نوملړ کې د بابر اعظم نه وروسته د جنوبي افریقې رسي وین ډر ډوسن دویم اؤ د پاکستان امام الحق دریم مقام موندلی دی. د یو ورځنیو سیالیو د تکړه بیټسمینانو درجه بندۍ کې د هند شبمن ګل یوه درجه پرمخ تللی اؤ څلورم مقام کې یې ځای جوړ کړی دی خو د پاکستان فخرزمان بیا دوه درجې پشا تللی اؤ په پینځم مقام ودریدلی دی. د یو ورځینو لوبو په بالرانو کې د اسټریلیا جوش هیزل ووډکا خپل اول مقام په لاس کې ساتلی اؤ د افغانستان مجیب الرحمان درې درجې پرمخ تللی دی اؤ دریم مقام کې یې ځای پیدا کړی. د پاکستان حارث روف بیا د یو ورځینو لوبو په بالرانو7 درجې پرمخ تللی اؤ په 36 نمبر ودریدلی دی. د یو ورځینو اؤ ټي 20 سیالیو په ال راونډرانو کې د بنګله دیش شکیب الحسن وړومبی مقام ترلاسه کړی دی.

24.08.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more