شاته

ترهګرۍ ضد عدالت له اورېدنې وروسته علي وزير او ايمان مزاري زندان ته ولېږل

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ او قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر او فعاله قانون پوهه ايمان مزاري د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت زندان ته ولېږل.

د علي وزير وکیل سمیع الله وزیر وي او اې ډيوه ته وويل، د علي وزير او ايمان مزاري د درېو ورځو بدني ريمانډ نن پوره شو او د اسلام اباد ترهګرۍ ضد عدالت جج ابو الحسنات عدالت ته وړاندې کړل شو.

هغه وويل سي ټي ډي پوليسو د دوی د نور بدني ريمانډ خواست وکړو خو عدالت علي وزير او ايمان مزاري جېل ته ولېږل.

وزیر زياته کړه، دوی په ياده قضيه کې د ضمانت خواست وکړو او په هغې کې د خالي- شنبې ورځ ورکړی شوه په ياد خواست به اورېدنه کيږي.

سمیع الله وزير وويل، د علي وزير پرضد په بله مقدمه کې یې هم د ضمانت خواست ورکړی په هغې نن اورېدنه ټاکل شوې وه خو هغه د سبا پورې وځنډول شوه.

نوموړي زياته کړه په اسلام اباد کې د پي ټي اېم څلور نور غړي هم د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شول او هغوی د ګل- دوشنبې د ورځې پورې پوليسو ته په بدني ریمانډ ورکړی شول، هغه وويل دغه کسان د علي وزیر نه وروسته نيول شوي وو.

علي وزير او ايمان مزاري په اسلام اباد کې د پي ټي اېم د 18م اګست د جلسې وروسته نيول شوي وو.

د اسلام اباد پوليسو د اتوار- یکشنبې په ورځ د علي وزير او ايمان مزاري نيول تاييد کړي او ويلي يې وو دواړه تورن د اسلام اباد پوليسو ته د تفتيش دپاره پکار وو او قانوني کارروايي په عمل کې راوستل شوې وه.

په اول کې د دواړو ضد د يوې مقدمې خبر مخې ته راغلی چې دوی د اجازت اخستو پرته جلسه کړې او غټ سړک یې بند کړی وو. د یادې مقدمې کاپي په ټولنيزو رسنیو خپره شوې چې ورکې د پي ټي اېم د مشر منظور پشتين او ګڼو کسانو نومونه ليکل شوي وو.

خو پي ټي اېم د جلسې نه وړاندې ويلي وو په اسلام اباد کې یې د جلسې دپاره خواست کړی او بيا یې د نګران وزیر داخله سرفراز بګټي سره خبرې شوې او هغه ورته د سپريم کورټ مخې ته د جلسې کولو په ځای په ترنول کې د جلسې کولو اجازه ورکړې وه.

وروسته بيا ویل شوي د دوی ضد يوه بله مقدمه د ترهګرۍ او بغاوت د مادو لاندې درج شوې او په هغې مقدمه کې عدالت علي وزیر پوليسو ته په جسماني ريمانډ ورکړی او ايمان مزاري د 12 ورځو دپاره جوډيشل جېل ته لېږلې وه.

سي ټي ډي په ياده مقدمه کې په دوی تور لګولی چې دوی د رياستي ادارو، پوځ او چارواکو ضد بغاوت، او ويرې خورولو ويناګانې کړي، د پوځ او ادارو ضد یې نعرې وهلي دي. په مقدمه کې منظور پشتين هم نومول شوی دی.

د بشري حقونو کمیشن ایچ آر سي پي، د خبریالانو تنظیمونو او د مدني ټولنې فعالانو د ایمان مزاري نیول کېدل په سختو ټکو غندلي او د هغې د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه، خو د علي وزیر په اړه یې څه نه وو ویلي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ویلي، د پينځه ورځو راهسې یې د ملګرو د نيولو لړۍ روانه ده.

د پي ټي اېم د کور کمېټۍ غړي زبېرشاه اغا وي او اې ډيوه ته وويل، د علي وزير او ايمان مزاري سره د اسلام اباد په مقدمو کې د دوی ټول د 15 پورې غړي نيول شوي کله په يوه او کله په بله مقدمه کې عدالتونو ته وړاندې کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00