شاته

د ريپبلېکن پارټۍ نه د امریکې د صدارت ځینې امیدواران اوکراین سره د ملاتړ حمایت او ځينې يې مخالفت کوي

د امریکې په اینده صدارتي انتخاب کې د ریپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ خواهشمند ځینې امیدواران روس سره په جنګ کې ښکیل اوکراین سره د امریکې د ملاتړ حمایت او ځینې يې مخالفت کوي.

د امریکې د صدارت خواهشمندو د اوکراین په اړه د خپل خپل دریځ اظهار د شورو، چهارشنبې، په شپه د وېسکانسن ریاست په مرکزي ښار مېلواکي کې د ريپبلېکن پارټۍ په وړمبۍ صدارتي مباحثه کې وکړو.

د ريپبلېکن پارټۍ په مباحثه کې د فلورېډا ریاست ګورنر ران ډيسېنټس، د ساوت کېرولاینا سېنېټر ټېم سکاټ، د ساوت کېرولاینا پخوانۍ ګورنره نېکي هېلي، کاروباري تن وېوېک راماسوامی، پخوانی نایب صدر مایک پېنس، د نیو جرزي ریاست پخوانی ګورنر کرېس کرېسټي، د نارت ډکوټا ریاست ګورنر ډک برګم او د ارکېنسا پخوانی ګورنر اېسا هچېنسن برخه واخیستله.

پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ چې د ریپبلېکن پارټۍ د نامزګۍ خواهشمند او د نورو امیدوارانو په مقابل کې زیات مقبول ګڼل کېږي، په مناظره کې نه و شریک.

په صدارتي مباحثه کې امیدواران د کور دننه او په خارجي کچه خپلې خپلې تګلارې وړاندې کوي او کوښښ کوي چې د ولس حمایت ترلاسه کړی شي.

په اوکراین د روس د یرغل راهسې، امریکا او مغربي اتحادیان د کییف ملاتړ کوي او تر اوسه يې اوکراین سره د مېلینونو ډالرو پوځي او غیر پوځي امداد کړی دی.

د وي او ای خبریال سټیوهرمېن د رپورټ ترمخه، د ريپبلېکن پارټۍ په مباحثه کې راماسوامی اوکراین سره د امریکې په ملاتړ پوښتنې راپورته کړې او دا ډول د هغه دریځ د نورو امیدوارانو نه جدا و. هغه وویل امریکې ته لوی خطر روس نه بلکې چین دی.

نيکې هېلي چې په متحده قومونو کې د امریکې سفیره هم وه، او نورو امیدوارانو اوکراین سره د امریکې د ملاتړ دفاع وکړه.
د اوکراین نه علاوه په مباحثه کې د امریکې په داخلي سیاست هم خبرې وشوې. مباحثه دوه ګنټې وچلېدله او د صدارت خواهشمندو په کې تاوده بحثونه وکړل.

د مباحٍثې د کوربه په خبره زیات بحث د هغه هتي یا فیل په اړه وشو چې په دغه موقع موجود نه و، یعنې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ، چې د مقبولیب په لحاظ تراوسه د ريپبلېکن پارټۍ د نورو امیدوارانو نه وړاندې ګڼل کېږي.

د پخواني نایب صدر مایک پېنس او د نیوجرزي ریاست د پخواني ګورنر کرېس کرېسټي په شان ځینو امیدوارانو ګڼل چې ټرمپ د صدارت دپاره اهلیت نه لري. د دوی په قول ټرمپ ایین ته احترام نه لري او د جرمونو په مختلفو الزاماتو د نوي نه زیاتو مقدمو سره مخامخ دی

د ساوت کېرولاینا پخوانۍ ګورنرې نیکې هېلي وویل چې ټرمپ د امریکې تر ټولو زیات نا خوښه سیاست دان دی او په دغه طریقه انتخاب نه شي ګټل کېدی.

وېوېک راماسوامی چې په سیاسي مېدان کې نوی او د صدارت خواهشمند دی او نظر پوښتنې يې په مقبولیت کې اضافه څرګندوي، د ټرمپ دفاع وکړه او ويې وېل چې ټرمپ د یووشتمې پېړۍ بهترین صدر و.

ټرمپ د مناظرې پر ځای له محافظه کار سیاسي مبصر ټکر کارلسن سره له مخکې هغه ثبت شوې مرکه خپره کړه او په ورته وخت کې د هغه ریپبلېکن سیالانو هڅه وکړه چې د ګوند رایه ورکونکو ته وښيي چې دوی به یې اصلي سیالان وي.

د ټرمپ له غیرحاضرۍ سره په فاکس نیوز چینل باندې د دغې مناظرې کتونکي ښايي‌ په میلیونونو کم شوي وي.

د مباحثې نه وروسته مایک پېنس خبریالانو ته وویل په سټېج د هغه جذباتي انداز باید چې د حېرانتیا خبره نه وي
د ټرمپ د صدارت مودې ته په اشاره پېنس وویل په هغه حکومت يې د قدامت پسند اقتدارو دپاره د کوښښونو مشري کوله. "زه په جنګ پوهېږم او خوشحاله یم چې دغه جذبه مې نن شپا د ځان سره راوړې وه."

پېنس په مباحثه کې د دلایلو زیاتره تبادله د راماسوامی سره وکړه. راماسوامی وویل د پخواني نایب صدر د زبانې حملو هرکلی کوي.

راماسوامی چې یو کاروباري تن دی، وویل د هغه او د پېنس د تجربې فرق دی، یعنې پخوانی نایب صدر زیاته تجربه لري. "ځما نه دی خیال چې په دې ملک کې خلک په هغه چا کې دلچسپي لري چې د نونسوه اتیایم په لسیزه کې یادې کړې نعرې تکراروي."

د ريپبلېکن پارټۍ دویمه مباحثه اینده میاشت په کېلېفورنیا ریاست کې کېدونکي ده.

د بل کال د جولای په میاشت کې به یو امیدوار بیا په وېسکانسن کې په سټيج موجود چې په صدارتي انتخاب کې ودرېدو دپاره د ريپبلېکن پارټۍ نامزدګي ترلاسه کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال سټیو هرمېن د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00