شاته

مکه کې سخت باران، ځول او تندرونو په خلکو کې ویره ترهه خپره کړې ده

پېښور- په سعودي عرب کې د اسلام تر ټولو سپېڅلي ښار مکه مکرمه کې سخت باران، ځول او تندرونو په خلکو کې ویره ترهه خپره کړې او مطبوعات وایي، د دغه ځول او بارانونو نه وروسته په سیمه کې ښونځي یا سکولونه تړل شوي دي.

د نهې یا سه شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو خپرو شوؤ ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د ځول او باران له امله په بیت الله شریف کې په عبادت بوخت مسلمانان یو خوا بلخوا اوترې منډې وهي او هم په فرشونو ښویږي.

په دغو ویډیو ګانو کې په نظر راځي چې د سیلۍ شدت په بیت الله شریف کې د صفایۍ ګاډي اؤ د لمونځ د صفونو لپاره اېښودل کیدونکې جنګلې په مخه اخستي اؤ خلک په زوره زوره ذکر کوي یا هم له ویرې چغې وهي.

په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې د خانه کعبې تر څنګ د جوړ مشهور هوټل مکه کلاک رایل ټاور د دنګې منارې سره تندر ټکر کیږي اؤ د شپې په مهال ټول چاپیریال روښانه کوي.



د سعودي عرب د موسمیاتو د قامي مرکز ویاند حسین الفحطاني په ایکس(پخواني ټویټر) رسنۍ لیکلي‌، د طوفان په مهال د سیلۍ رفتار په یو ساعت کې 80 کیلو میټره یا 50 میله ؤ.

هغه وایي له مکې سره نزدې په الککیه کې د 24 ساعتو په مهال 45 ملي میټره باران وریدلی دی.

په سوشل میډیا خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاریږي چې د مکې په ځینو لارو کوڅو کې د زیات باران وریدو له امله اوبه راختلي دي او خلک د پناه موندلو او ګاډو درولو په هڅه کې دي.



الجزیره رسنۍ پخپل رپورټ کې وایي دا حالات په کال 2015 کې د راغلي طوفان په څېر وؤ چې پکې حرم شریف کې د خانه کعبې تر څنګ یو کرین غورځیدلی ؤ اؤ په دغه پېښه کې تر 100 زیات کسان مړه شوي اؤ په سوونو نور ژوبل شوي وؤ.

سعودي چارواکو د نهې په ورځ راغلي دې طوفان کې د کوم ځاني زیان یا نورو زیانونو اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.

الجزیره د مکې د اوسیدونکو له قوله ویلي د چهارشنبې تر سهاره طوفان تم شوی ؤ خو وایي حالات اوس هم له خطرې ډک ثابتیدای شي.

د مکې ځایي حکومت په ایکس رسنۍ لیکلي چې د چهارشنبې په ورځ به د مکې په ځېنو برخو کې سکولونه بند وي اؤ د خلکو د حفاظت له امله به په انلاین بڼه سبقونه ښودل کیږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00