شاته

بایډن: د روسیې د واګنر ګروپ د مشر وژل کیدو په خبر حیران نه یم

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن، نن چهارشنبې،‌ د اګسټ ۲۳ (وږي لومړۍ) وویل، چې د روسیې اړوند د واګنر ډلې د مشر یوګیني پریګوژین د وژل کېدو د خبر په هکله حیران نه دی.

بایډن خبریالانو ته وویل: "زه واقعاً نه پوهیږم چې څه پیښ شوي، خو زه حیران نه یم ... په روسیه کې داسې ډیر څه نه پیښیږي چې پوتین په کې لاس ونلري."

د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، چې پریګوژین په هغه الوتکه کې حضور درلود چې د روسیې په شمال لویدیځ کې نسکوره شوه.

روسي چارواکو ویلي دي، چې په دې الوتکه کې لس تنه سپاره وو چې ټول وژل شوي دي.

دا پیښه د روسیې د پوځي مشرتابه پر وړاندې د پریګوژین د لنډمهاله پاڅون څخه دوه میاشتې وروسته وشوه.

یو میاشت مخکې د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو ویلي و، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ژمنه کړې وه چې پریګوژین به له منځه وړي، خو هغه پوتین قانع کړی و چې داسې ونه کړي.

لوکاشینکو زیاته کړه: "ما پوتین ته وړاندیز وکړ چې بېړه مه کوه او راځه پریګوژین او د هغه له قوماندانانو سره خبرې وکړو. هغه راته وویل چې، ساشا دا کار هیڅ ګټه نه لري. هغه ( پریګوژین) حتی ټیلیفون ته هم ځواب نه ورکوي او نه غواړي له چا سره خبرې وکړي.''

خو د کرملین ماڼۍ هغه مهال په دې اړه کومه تبصره ونکړه.

تېره میاشت د امریکا ولسمشر جوبایډن د فنلنډ په پلازمینه هلسنکي کې د شمالي اروپا د پنځو هیوادونو له مشرانو سره د کتنې په څنډه کې په ټوکه د واګنر ډلې مشر ته خبرداری ورکړ چې د مسکو پر ضد له پاڅون وروسته دې احتیاط وکړي.

بایډن وویل: "که زه د هغه (پریګوژین) پرځای وای، نو د خوړو په اړه به مې له ډیر احتیاط څخه کار اخیستی.‌"

د پریګوژین تر قوماندې لاندې ملیشې د اوکراین پر ضد د روسیې په پوځي یرغل کې مهم رول ولوباوه.

په ورته وخت کې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند، اډرین واسټن نن چهارشنبې (د اګست ۲۳مه) وویل، چې د پرګوژین د وژل کیدو د خبر د پخلي په ترڅ کې باید هیڅوک حیران نه شي.

هغه زیاته کړه: "په اوکراین کې خونړۍ جګړه د مسکو پر وړاندې ددغه خصوصي ملیشو د پاڅون لامل شو، او اوس داسې ښکاري چې هغه پاڅون د (پریګوژین د وژل کېدو) لامل شوی. "

۶۲ کلن پریګوژین په ۱۹۸۰ لسیزه کې د غلا په تور په نهه کاله بند محکوم شو، خو وروسته له هغه چې روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه، پر اوکراین پوځي یرغل پیل کړ، هغه یو ځل بیا د واګنر ګروپ د مشر په توګه صحنې ته راغی.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه