شاته

طالبان: کابل کې د یوټیوب د یو چینل یوه چلوونکې وژل شوې

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وارت د کابل د پولیسو قوماندانۍ د حورا سادات په نوم د یوټیوب د یو چینل د یوې ځوانې چلوونکې وژل کیدل د کابل ښار په اتلسمه حوزه کې تائید کړي دي.

ددغې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۴ ( وږي دوییم) رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، چې حورا سادات درې ورځې دمخه د ناپیژاندو کسانو له خوا د کابل ښار په ۱۸ حوزه کې وژل شوې ده.

ښاغلي ځدراڼ ویلي: "پولیسو د خپلې بررسۍ پر مهال د دې قتل په تور تر دې دمه د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه نیولي، چې څېړنې ترې دوام لري. د ورستيو جزیاتو په تمه یو".

د میرمن سادات کورنۍ هم خبریالانو ته د هغې وژل تائید کړي او ویلي دي، چې حورا سادات یې په یوه غمژنه پیښه کې له لاسه ورکړې ده.

میرمن سادات چې لومړی یې " کابل فنس" په نوم د افغانستان څخه د یوټیوب چینل چلول پیل کړل وروسته یې د یوټیوب په نورو چینلونو کې هم کار کوه.

په افغانستان کې په وروستیو کلنو کې د یوټیوب د چینلونو فعالیت زیات شوی او د طالبانو له خوا پر رسنیو باندې د پرله پسې محدودیونو سره سره د څو نجونو په ګډون یو شمیر د یوټیوب چلنوونکې په دغه هیواد ځانګړي ډول کې فعالیت کوي.

د طالبانو د استخباراتو ادارې تیرکال د اجمل حقیقي په نوم د یوټیوب د یو چینل چلوونکی او د هغه درې نور ملګري په کابل کې "اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي" په تور نیولي وو. چې طالبانو سره په بند کې د زیاتې مودې د تیرولو وروسته اجمل حقیقي او ملګري یې له بند خوشې شول.

افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې په رسنیو باندې فشارونه زیات کړي او پرې یې محدودیتونه لګولي دي.

د خبریالانو د ملاتړ د یو شمیر ادارو د معلومانو له مخې اوس مهال په افغانستان کې ۱۲ خبریال او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو سره په بند کې ورځې شپې تیروي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ویلي چې نیول شوي خبریالان د هغوی د کاري مسلک په تړاو نه دي نیول شوي.

د ارغواني شنبې د ورځو د افغان میرمنو د ملاتړ خوځښت په یوه اعلامیه کې د میرمن سادات وژل کیدو باندې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

دغه خوځښت په یوه اعلامیه کې د میرمن سادات د کورنۍ د غړو له خولې ویلي، چې هغه د ناپیژاندو وسله والو له خوا وژل شوې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "دا پیښه ډیره خواشینوونکی ده او په افغانستان کې روان امنیتي ګواښونه چې خلک ورسره په ورځیني ژوند کې مخ دي څرګندوي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هدفي وژلو زیاتیدل د هغو جنایاتو یادونه کوي، چې دغې ډلې له خوا ترسره شوي دي".

تراوسه د میرمن سادات د وژلو ادعا کوم چا یا کومې ډلې نه ده کړې. د طالبانو د کابل پولیسو ویلي، چې ددې پیښې بشپړ جزئیات به ددې قضیې په تړاو د روانو پلټونو وروسته د رسنیو سره شریک شي.

فورم \ دبحث خونه