شاته

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د ریپبلېکن کاندیدانو ترمنځ لومړنۍ مناظره

واشنګټن - په امریکا کې د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو یا ریپبلېکنز ترمنځ د لومړنۍ مناظرې یا ډېبېټ لپاره اته تنه کاندیدان د ویسکانسن ایالت په مېلواکي کې د سټېج پر سر د فاکس نیوز په کوربتوب خبرو ته حاضر شوي وو.

دا لومړنی لوی ګام و چې د راتلونکي کال عمومي ټاکنو پر لور واخېستل شو.

خو پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دغې مناظره کې په خپل دې حساب ګډون نه و کړی چې دی د خپل ګوند له نورو سیالانو څخه ډېر مخکې دی او له هغوی سره مناظرې ته اړتیا نه لري.

د ویسکانسن ایالت په مېلواکي کې دې مناظرې ته نهو ریپبلېکن کاندیدانو شرایط پوره کړي وو خو ټرمپ چې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشر د ټاکنو لپاره د ریپلېکنز ترمنځ په رایه ورکونکي کې ډېر مخکې دی پرېکړه وکړه چې دی له نورو ریپبلېکنانو سره په دغې دوه ساعته مخامخ مناظره کې څه خاص نشي ترلاسه کولای.

ټرمپ په څلورو جرمي قضیو کې محکوم شوی او تر دې مخکې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې د خپلې ولسمشرۍ له پای ته رسېدو راهیسې له ۹۱ نورو تورونو سره مخ شوی.

ټرمپ ویلي، چې دی به د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د جیورجیا په اټلانټا ښار کې ځان تسلیم کړي.

په دغه ځای کې ټرمپ د محکمې لخوا په دې جرم محکوم کړای شو و چې د ۲۰۲۰ کال د بیا ټاکل کېدو په انتخاباتو کې یې مداخله کړې وه او کوښښ یې کاوه چې خپله ماتې واړوي.

ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره له خپل نېږدې ریپبلېکنز سیال د فلورېډا له ګورنر ران ډیسنچز څخه ۴۰ فیصده پاینټه مخکې وه په داسې حال کې چې د جمهوري غوښتونکو ترمنځ نورو سیالانو یې په عمومي ټاکنو کې تر لسو فیصدو کمې رایې اخېستې وې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00