ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د روس د هوايي چلند ادارې ویلي، د وېګنر مشر پریګوژین په غورځېدلې الوتکې کې و

واشنګټن – د روس د هوايي چلند ادارې ویلي، د وېګنر ډلې مشر یفجیني پریګوژین چې د روس د پوځ پرضد یې ددې کال په سر کې لنډ وسلوال بغاوت وکړ په هغې الوتکې کې سپور و کومه چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ماسکو په شمال کې غورځېدلې ده. دوی وايي په پېښه کې ټول لس واړه سپاره کسان وژل شوي دي. له دغې پېښې سره په سمدستي ډول شکونه راپورته شوي دي، ځکه د ویګنر ډلې د مشر پرضد له بغاوت وروسته د داسې پېښو تمه کېدله. د ویګنر د وسلوال بغاوت پر وخت د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین دغه بغاوت غندلی و او ژمنه یې کړې وه چې بدل به یې اخلي. خو د پریګوژین پرضد تورونه بیا ژر وروسته لېرې کړای شول. د ویګنر مشر ته چې ځواکونه یې د اوکراین په جګړه کې له پیاوړو ځواکونو څخه وو بیلروس ته د ورتګ اجازه ورکړل شوه او کله نا کله به یې روس ته سفرونه کول.   د الوتکې د غورځېدلو دغه پېښه وروسته له هاغې رامنځ ته شوې ده چې روسي رسنیو له پریګوژین سره د تړلي د هوايي ځواک یو لوړ پوړی قومندان له خپلې څوکۍ څخه لېرې کړی. د شورو یا چهارشنبې د ورځې په غورځېدلې الوتکه کې درې پیلوټان او اوه تنه سپرلۍ وه چې له ماسکو څخه سېنټ پیټرز برګ لوري ته روانه وه. د روس د دولتي رسنۍ تاس د راپور له مخې، دغه الوتکه له پلازمېنې څخه ۳۰۰ کیلومټره شمال لوري ته غورځېدلې ده. د روس د هوايي چلند ادارې له پېښې ژر وروسته ویلي وو چې پریکوژین د غورځېدلې الوتکې د سوارلیو په لست کې وو او وروسته یې بیا وویل چې هغه په الوتکه کې سپور و. په اوکراین کې د روس تر ولکې لاندې د ژپوریژیا لپاره ټاکل شوي روسي چارواکي ویلي چې هغه د ویګنر له قومندانانو سره خبرې کړي او هغوی ورته دا تایید کړې ده چې پریکوژین په الوتکه کې سپور و. اسوسېټېډ پریس خبري ادارې خبر ورکړی چې پریکوژین دغه الوتکه کې پخوا هم سفرونه کړي وو او له ماسکو څخه له پورته کېدو وروسته یې ژر سګنالونه پرې شوي دي. د یوې ویګنر پلوې ټولنیزې رسنۍ لخوا په خپرو شویو انځورونو کې د الوتکې ټوټې ښکاري چې د اور لمبې ترې پورته کېږي او یواځې د الوتکې لکۍ ترې ښکاري چې دا هغه الوتکه وه چې پخوا هم پریګوژین کارولې وه.‌ د ګرې زون په نامه د ویګنر پلوې ټیلیګرام باندې په یوې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې الوتکه د یوې ډبرې په څېر د ځمکې پر لور غورځي او لوګي ترې پورته کېږي. د اې پي لخوا د دغو دواړو ویډیوګانو له څېړنو او د کاڼي په څېر د یوې الوتکې له غورځېدو داسې ښکاری چې الوتکې ته سخت زیان رسېدلی و لکه د الوتنې په نیمايي کې چې پرې چاودنه شوې وي. په انځورونو کې ښکاری چې د الوتکې یو وزر هم نشته. د روس د پلټنو کمېټې په دې تورونو پلټنې پیل کړي چې ښايي د خوندیتوب له قوانینو څخه به یې سرغړونه کړي وي. د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې اړه ویلي، "زه په ریښتیا نه پوهېږم چې څه شوي،" خو "زه حیران نه یم." بل پلو د چتم هاوز په نامه د یوې نړیوالې څېړنېزې ادارې څخه د کیر ګېلیس په نامه یو روسی څېړونکی د پریګوژین د مړینې په اړه د احتیاط غوښتنه کوي. هغه ویلي، "ګنو کسانو خپل نومونه یجني پریګوژین ته اړولي چې دی پرې خپل سفرونه پټ وساتي." ګېلیس وايي، "راځۍ باید حیران نشو که چېرې هغه په یوې نوې ویډیو کې له افریقا څخه سر ښکاره کړي." حتی که د پریګوژین مړینه تایید هم شي نو د اوکراین په جګړه به یې کوم اغیز نه وي. د هغه سرتیري د بخموت د خونړۍ  جګړې څخه وروسته له لومړۍ کرښې وتلي دي. خو له بغاوت وروسته روسي چارواکو ویلي، چې د پریګوژین جنګیالي کولای شي چې اوکراین ته بېرته ولاړ شي خو یواځې د منظم پوځ د یوې برخې په توګه. په داسې حال کې چې د الوتکې د غورځېدو خبرونه خپرېدل، پوتین د کرسک د جګړې په یاد یوې غونډه کې په اوکراین کې د روس د جګړې د قربانیانو ستاینه کوله.

24.08.2023 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

24.08.2023 امریکا غږ

طالبانو هغه سل نجونې درولي چې عربي متحده اماراتو ته د زده کړو لپاره تللې

واشنګټن – راپورونه وايي، طالبانو هغه نجوني پرواز ته نه دي پرېښي چې غوښتل یې په عربي متحده اماراتو کې خپل پوهنتونونه بشپړ کړي. یو مخکښ امارتي سوداګر، خلف الحبتور په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې ده د هغو سلو تنو افغان انجونو مالي لګښت منلی وو چې د دوبۍ پوهنتون سره په همکارۍ خپلې زده کړې مخې ته یوسي. خو هغه وايي، چې دفتر یې د شورو یا چهارشنبې په ورځ یو "نارام کونکی خبر" ترلاسه کړ چې طالب چارواکو دغه جینکۍ په کابل هوايي ډګر کې الوتکې ته پورته کېدو ته نه دي پریښي. الحبتور چې په اماراتو کې د الحبتور ګروپ بنسټګر او مشر دی او اماراتو کې یو له تر ټولو بریالیو تجارتونو مشري کوي ویلي، "دې کار سره زه هیڅ توري نه لرم چې خپله مایوسي چې اوس یې احساسوم بیان کړم." هغه وویل، دی ځکه "نن خفه" دی چې زده کونکې دوبۍ ته و نه رسېدې، چېرې چې د هغه تنظیم مخکې له مخکې څخه په پوهنتونونو کې د هغوی داخلې، د استوګنې ځایونه، ټرانسپورټ او امنیت د میاشتنیو هلو ځلو په پایله کې تنظیم کړی و. الحبتور زیاته کړه، "په افغانستان کې چارواکو بې له کوم وضاحت څخه د هغوی د سفر مخنیوی کړی او په ناعادلانه ډول یې د هغوی ازادي اخېستې. دا یو ژوره ټراژیډي او د انسانیت، زده کړو، برابرۍ او عدالت په وړاندې یو ګوزار دی."   دغه اماراتي سوداګر ویلي، "زه له ټولو اړوندو خواوو څخه غواړم چې په چټکۍ سره په دې کې ګام واخلي او د دغو مبارزو زده کونکو د ژغورنې په برخه کې مرسته وکړي." طالب چارواکو په سمدستي ډول ددغو ادعاو په اړه کومه تبصره نه ده کړې. وسلوالو طالبانو په افغانستان کې په واک باندې د قبضې راوروسته له شپږم ټولګي څخه پورته د انجونو په ورتګ باندې بندیز لګولی. دغو سخت دریځو واکمنو تېر کال په ټول هېواد کې پوهنتونونو ته هم د نجونو په ورتګ باندې بندیز ولګوه. له دې کار سره الحبتر په ډیسمبر کې د پوهنتونونو سلو افغانو محصلینو ته په دوبې کې د زده کړو د دوام لپاره د سکالرشېپونو وړاندیز وکړ. هغه همدارنګه د یوې زده کونکې غږیز پیغام هم خپور کړی چې دوبۍ ته له سفر څخه منع شوې ده خو د هغې شناخت یې نه دی ښودلی. دا زده کونکې وايي، "مونږ اوس په هوايي ډګر کې یو، خو له بده مرغه حکومت مونږ ته اجازه نه راکوي چې دوبۍ ته پرواز وکړو. دوی حتی هغو ته هم اجازه نه ورکوي چې له محرم سره دي." هغه زیاتوي، "دوی مونږ ته اجازه را نه کړه کله چې هغوی د زده کونکو ویزه او تېکېټ ولیده. زه نه پوهېږم چې څه وکړم. لطفا له مونږ سره مرسته وکړئ. مونږ د دغې مسلې په اړه ډېر خواشیني یو." طالبانو له شرعي محرم پرته له هېواد څخه د ښځو په وتلو باندې بندیز لګولی. دوی همدارنګه زیاتې ښځې له نړیوالو مرستندویه ادارو سره له کارکولو هم منعه کړي دي.‌ ملګروملتونو په ښځو باندې د طالبانو په دې بندیزونو باندې نیوکې کړي او په وار وار یې له طالب چارواکو څخه غوښتي دي چې هغه سیاستونه دې بدل کړي په کومو چې د افغانانو د بشري حقونو په اړه اندېښنې موجودې دي. هېڅ بهرني هېواد تر اوسه د طالبانو د ډلګۍ حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. ملګروملتونو تر هغو په کابل باندې د واکمنو نړیواله پېژندله رد کړې تر څو چې د ښځو د حقونو په وړاندې لګېدلي بندیزونه لېرې کړای شوي نه وي.

24.08.2023 ډیوه

د روسیې واګنر ډلې مشر ممکن د الوتکې د لوېدو په پېښه کې مړ شوی وي - چارواکې

روسي چارواکو ویلي هغه الوتکه چې پریګوژین په کې وو د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږي اول) مسکو ته نږدې ولوېده او په کې سپاره ټول ۱۰ کسان مړه شول.

23.08.2023 امریکا غږ

روس کې یو خصوصي جهاز راغورځېدلی او داسې ویل کیږي چې ممکن د وګنر ګروپ مشر پرېګوژین هم په کې مړ وي

غیرتصدیق شوي مطبوعاتي رپوټونه وایي چې دغه جټ طیاره پخپله د وګنر ګروپ د بنسټګر او مشر پریګوژین وه.

23.08.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

23.08.2023 امریکا غږ

جنرل عاصم منير د جنوبي وزیرستان سفر کړی، ځايي خلک وايي ناامنۍ یې ژوند تنګ کړی

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منير د جنوبي وزیرستان سفر پرمهال ویلي، ترهګر، د هغوي اسانتياوې برابرونکي او تحريکونکي به نه پريښودل کيږي. ځايي خلک وايي ناامنۍ سخت تنګ کړي او د پوځي مشر د سفر په مهال په کورونو کې بند پاتې وو.

23.08.2023 ډیوه

د هند د چاندریان-۳ فضایي بیړۍ په سپوږمۍ کې کښته شوه

هند د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږي اول) د سپوږمۍ جنوبي قطب ته نږدې د چندریان-۳ فضايي بېړۍ په بریالیتوب سره د دې هیواد لپاره یوه تاریخي شیبه په نښه کړه.

23.08.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

23.08.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

23.08.2023 امریکا غږ

وایټ هاوس: صدر جوبایډن به په نوي دلي کې د جي سېون په سرمشریزه غونډه کې شرکت کوي

د امریکې د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل په نوي دلي کې به بایډن دا ژمنه تکراروي چې جي ټونټي په اقتصاد کې ترقۍ همکارۍ دپاره اهم تنظیم دی او دا چې په ۲۰۲۲۶ کې به امریکا د جي ۲۰ د غونډې کوربتوب کوي

23.08.2023 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

23.08.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

23.08.2023 امریکا غږ

طالبانو د زده کړو لپاره اماراتو ته د یوې ډلې نجونو د سفر مخنیوی وکړ

د الحبتور ګروپ مشر وايي، طالبانو د یو شمېر افغان نجونو مخه نیولې چې د زده کړو لپاره متحده عربي اماراتو ته روانې وې.

23.08.2023 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

23.08.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more