شاته

د افغانستان خبریالانو مرکز: طالبانو یو ایرانی عکاس نیولی

د افغانستان خبریالانو مرکز وايي، چې د طالبانو حکومت د ایران د تسنیم خبري اژانس یو عکاس محمدحسین ولایتي نیولی دي.

دغه مرکز د سه شنبې د ورځې ناوخته اګست ۲۲ (زمري ۳۱) په یوه اعلامیه کې د طالبانو له بند څخه ددغه ایراني عکاس د ژر خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان د خبریالانو مرکز د محمدحسین ولایتي په نیولو باندې د اندیښنې د څرګندولو په ترڅ کې د اسلامي امارت د مسولینو څخه غواړي چې پرته له قیدو شرط او په فوري ډول دغه عکاس خوشې او په افغانستان کې د خبریالانو د نیولو او ځورولو بهیر پای ته ورسوي".

د تسنیم خبري اژانس تیره ورځ افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس د ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران د سفیر حسن کاظمي قمي له خولې ویلي و، چې د محمدحسین ولایتي د خوشې کیدو لپاره جدي هڅې روانې دي.

ښاغلي قمي ویلي: "ما څو دقیقې دمخه کابل کې او اطلاعاتي دستګاه سره خبرې وکړې تر د چارواکو سره هلته خبرې وشي. ماته وویل شو، چې دغه مسله تعقیبوي او انشاالله ډیر ژر به نتیجې ته ورسیږي".

په عین حال کې ځینو ایراني چارواکو ویلي، چې د دپلوماتیکو لارو دې د محمدحسین ولایتي د خوشې کیدلو لپاره اقدام وشي.

طالبانو ددغه ایراني خبریال د نیولو سربیره په تیرو دوو اونیو کې لږترلږه یوولس خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.

ددغه مرکز په اعلامیه کې ویل شوي: "د ټولو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو شمیر چې اوس مهال په هیواد کې بندیان دي ۱۳ تنو ته رسیږي".

د طالبانو حکومت تراوسه ددغه ایراني خبریال د نیولو او داچې ولي نیولی څه نه دي ویلي. تیره ورځ د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخوا ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې په کابل کې یو جوړ شوي خبري کنفرانس ته وویل، چې طالبانو په افغانستان کې هیڅ کوم خبریال د رسنیز فعالیت په تړاو نه دی نیولی.

ښاغلي خیرخوا وویل: "اسلامي امارت [طالبانو حکومت] هیڅ کوم خبریال د رسنیز فعالیت په تړاو نه دی نیولی. البته ځینې خبریالان د هغوی د رسنیز کار د تړاو پرته نیول شوي دي".

د طالبانو دغه چارواکي وویل، چې د نیول شویو خبریالانو دوسیې به عدلي او قضايي ادارو ته د غور لپاره واستول شي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د اګست ۱۶ (زمری ۲۵) ویلي چې د خبریالانو نیول د طالبانو د هغو څرګندونو خلاف دي چې د بیان د ازادۍ په اړه یې کوي. تر دې مخکې دې سازمان ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په دغه هېواد کې د خبریالانو وضعیت خراب شوی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان څو ورځې مخکې د طالبانو د واکمنۍ له دوه کاله پوره کېدو وروسته وویل چې په تېرو دوو کالونو کې شاوخوا ۸۰۰۰ افغان خبریالانو هېواد پرېښی دی.

دغه سازمان ویلي دي: "د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ نېټې وروسته څه باندې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو په افغانستان کې دندې له لاسه ورکړې دي."

دا سازمان د افغانستان د ازادو خبریالانو د معلوماتو په اساس ویلي دي چې د ۱۵۰ تلویزونونو له ډلې یوازې ۷۰ شبکې فعالې دي. د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې خبریالان د "شریعت تر نامه لاندې" تر سیستماتیک عدلي تعقیب لاندې دي.

فورم \ دبحث خونه