شاته

امریکا کې د بې‌ساري اورلګېدنې وروسته لږ تر لږه ۱۱۰۰ کسان ورک دي

په متحده ایالاتو کې چارواکو د سه شنبې په ورځ اګست ۲۲ (زمري ۳۱) وویل چې، ددغه هېواد په هاوايي ایالت کې د تیرې اونۍ د بې ساري اور لګېدنې وروسته لږ تر لږه ۱۱۰۰ کسان لادرکه شوي دي.

ځنګلي اورونو د هاوایي ایالت د ماوي ټاپو سخت ځپلی او د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره (ایف بي ای) د مړو په پيژندلو کې د قربانیانو له کورنیو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

دې اور په تېره یوه پیړۍ کې په متحده ایالاتو کې ساری نه درلود او له کبله یې د شاوخوا ۱۱۵ کسانو مړینه تائید شوې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هغه میرمن جیل بایډن د دوشنبې په ورځ هاوايي ایالت ته ولاړل. بایډن د قربانیانو له کورنیو سره ژمنه وکړه چې حکومت به یې د سوځېدلو ابادیو په بیارغولو کې مرسته وکړي.

د اور لګېدنې له کبله د لاهینا سیاحتي ښارګوټی، چې ۱۲۰۰۰ وګړو پکې ژوند کاوه، په بشپړ ډول له منځه تللی دی. د پولیسو او سره صلیب ادارو د زرګونو کسانو د لادرکه کېدو خبر ورکړ خو د ایف بي ای مقاماتو د سه شنبې په ورځ وویل چې د شاوخوا ۱۱۰۰ کسانو لټون روان دی او د قربانیانو له کورنیو څخه یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د تحقیقاتو فدرالي ادارې خبرداری ورکړی چې د لادرکه شویو کسانو د شمېر د زیاتېدو احتمال شته.

د ماوي د پولیسو مشر جان پیلټیر وویل چې چارواکي معلومات ټولوي او "په راتلونکو څو ورځو کې" به د لادرکه شویو کسانو یو تائید شوی لیست خپور کړي.

چارواکي وايي، د لاهینا د سوځېدلي ښار په ایرو کې د موندل شويو جسدونو په پیژندلو کې له مشکل سره مخامخ دي او تراوسه د ۱۱۵ جسدونو له جملې یوازې ۲۷ یې پیژندل شوي دي.

د قربانیانو د کورنیو له غړو څخه د "ډي ان اې" بیلګې اخیستل کیږي ترڅو د موندل شویو جسدونو په پېژندلو کې مرسته وکړي.

فورم \ دبحث خونه