ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سوریه کې د ابو بکر البغدادي د زوی وژل کېدو خبر

د "اسلامي دولت" نومې ډلې سرچینو ویلي،‌ چې ددغې ډلې د بنسټګر ابو بکر البغدادي زوی حذیفه البدري د سوریې حمص ولایت کې د همدې ډلې په یوه برید کې وژل شوی دی.

04.07.2018 BBC

مړه ګڼل شوې مېرمن د روغتون یخچال کې ژوندۍ شوې

په جنوبي افریقا کې یوه مېرمن چې ډاکټرانو مړه ګڼلې وه، ناڅاپه د روغتون په یخچال کې ژوندۍ شوې ده. د راپورونو پر بنسټ، یاده مېرمن اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې ده. د مېرمنې کورنۍ د دې پېښې له امله له روغتونه معلومات غوښتي او په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.

03.07.2018 BBC

فاریاب: افغان ځواکونو د جنبش قومندان نظام الدین قیصاري نیولی

د فاریاب ولایتی شورا تایید کړې چې په دغه ولایت کې د جنرال عبدالرشید دوستم یو ځواکمن قومندان نظام الدین قیصاري د افغان ځواکونو له لوري نیول شوی او کابل ته لېږدول شوی دی. هغه د جنبش پلوه سیمه ییزو پاڅون کوونکو تر ټولو لوی قومندان او په فاریاب ولایت کې د جنرال دوستم ځانکړی استازی بلل کېږي.

03.07.2018 BBC

"په غزني کې حوزوي ټاکنې د قانون خلاف کار دی"

غزني کې د ټاکنو حوزوي کېدو په تړاو د افغانستان د ټاکنو کمیسیون تر اعلان شپږ ورځې وروسته د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمیسیون دغه پرېکړه د ټاکنو قانون خلاف بللې ده. د ټاکنو د قانون په ۳۶ مه ماده کې راغلي چې د ټاکنیزو حوزو حدود باید تر ټاکنو ۱۸۰ ورځې وړاندې مشخص شي

02.07.2018 BBC

افغانستان کې "یو میلیون" ماشومان له پولیو واکسینه پاتې کېږي

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، په ننګرهار، کونړ، هلمند او روزګان ولایتونو کې د حکومت د وسله والو مخالفانو د مخالفت له امله به کابو یو میلیون کوچنیان له پولیو ضد واکسینونو بې برخې شي. پتېیل شوې، نن د جولای دویمه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شي

02.07.2018 BBC

ټرمپ د ایران په اړه اروپايي شرکتونو ته ګوتڅنډنه کړې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اروپايي شرکتونو ته ګوتڅنډنه کړې چې پر ایران د امریکا له بندیزونو د سرغړونې په صورت کې به مجازات شي. شنونکي باوري دي چې د امریکا له خوا له ایران سره د اروپايي ټولنې د تجارتي اړیکو نه مستثنی کېدنه به د اروپا او امریکا ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا خړې پړې کړي.

02.07.2018 BBC

پاریس کې مجرم له زندانه چورلکه کې تښتېدلی

فرانسوي چارواکي وایي، د پاریس اړوند سیمه کې یو خطرناک مجرم له زندانه په چورلکه کې تښتېدلی دی. دا کس چې رېدوین فېد نومېږي ده سره ملګري، د درې په ګڼو وسلو سمبالو کسانو په مرسته چې چورلکه یې د زندان په انګړ کې کښېنوله اوچت کړای شو.

01.07.2018 BBC

د فوټبال نړیوالې اتلولۍ: درېيمه خپرونه

روسیه کې د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام لوبې پیل شوې. ۳۲ لوبډلې به یوه میاشت د اتلولۍ ګټلو لپاره سره سیالي کوي. په همدې پلمه بي بي سي پښتو راتلونکې پنځه اوونۍ هره جمعه د ‏فوټبال ‏نړیوال ‏کپ ‏اتلولیو ‏په ‏تړاو ‏ځانګړې ‏خپرونې ‏لري.

01.07.2018 BBC

د ولسمشرغني د سفر پر مهال جلال اباد کې "ځانمرګي برید ۱۵ کسان وژلي"

ننګرهار ولایت ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر ورځ، د ولايتي ادارې ودانۍ ته څېرمه په مخابراتو څلورلارې کې چاودنه شوې. ولایتي ویاند وايي برید ځانمرګي و او ۱۲ کسان پکې وژل شوي.

01.07.2018 BBC

د افغانستان فوټبال فدراسیون د مشر لرې کېدو غوښتنې

کابل کې د ځینو ولایتونو د فوټبال فدراسیونونو مشران او ورزشکاران وايي، د فوټبال فدراسیون ریاست لپاره دې ټاکنې وشي؛ ځکه چې په وینا یې د رییس قانوني موده دوه کاله وړاندې پایته رسېدلې او لاهم د ټاکنو ترسره کولو اراده نه لري.

01.07.2018 BBC

پاکستان د افغان کډوالو اوسېدو موده درې میاشتې وغځوله

د پاکستان د لنډ مهالي لومړي وزیر ناصر الملک له دفتره یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه پرېکړه د پاکستان فدرالي کابینې په غونډه کې شوې ده.

30.06.2018 BBC

افغان ولسمشر: د سولې په برخه کې انحصار ماتوم

محمد اشرف غني چې له وسله والو طالبانو سره د اختر په مناسبت د شوي اوربند او د سولې د وروستیو هڅو په تړاو يې خبريالانو ته وينا کوله، د یو اړخيز اوربند رسمي پای هم اعلان کړ او په ټول افغانستان کې يې خپلو ځواکونو ته د پوځي عملياتو اجازه ورکړه.

30.06.2018 BBC

ترکیه: د امریکا په غوښتنه له تهران سره سوداګریزه معامله 'نه پرېږدو'

په داسې حال کې چې امریکا د جمعې پر ورځ له خپلو ملګرو له ایران سره د سوداګریزې راکړې ورکړې درولو غوښتنه کړې، ترکیې تر نومبره له ایرانه د تېلو واردولو له درولو ډډه کړې ده. ترکي ولسمشر ویلي، له ایران سره خپله ۱۰ میلیارده سوداګریزه راکړه ورکړه به ۳۰ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

30.06.2018 BBC

تور لیست کې له شاملېدو د ځان ژغورنې لپاره د پاکستان هڅې

پاکستاني چارواکي وايي د ترهګرو مالي مرستو مخنیوي او تورو پېسو سپینولو پالیسیو کې یې د نیمګړتیاوو له منځه وړلو لپاره پر عملي پلان غور پیل کړی دی. له دې مخکې فبرورۍ کې ایف اي ټي ایف د پاریس غونډه کې پرېکړه وکړه، چې جون میاشت کې به د پاکستان نوم په خړ نوملړ کې شامل کړي.

29.06.2018 BBC

د اوربند پای ورځ؛ طالبانو لسګونه افغان سرتېري وژلي

نن جمعه د چنګاښ اتمه له وسله والو طالبانو سره د دولت د یو اړخیز اوربند وروستۍ ورځ ده چې په دغه موده کې د کوچني اختر له ۳ ورځني دوه اړخیز اوربند پرته، طالبانو خپل بریدونه جاري ساتلي وو. د یو اړخیز اوربند پر مهال د وسله والو طالبانو په بریدونو کې شاوخوا ۸۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

29.06.2018 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more