'' د انسباخ ځانمرګي بریدګر د اسلامي دولت ډلې پلوي و ''
جرمني کې چارواکي وايي انسباخ ښار کې د ځان الوځونکي سوري کډوال له موبایله یوه ویډیو موندل شوې، چې پکې نوموړي د اسلامي دولت نومي ډلې مشر سره بیعت اعلان کړی.
یاهو وپلورل شو
یاهو به د پنځو ملیاردو ډالرو نغدو پېسو بدل کې وپلورل شو. دغه شرکت ته مایکروسافټ په ۲۰۰۸ کال د د ۴۴ میلیادره ډالرو بیه وړاندې کړې وه خو اوس د پنځو ملیاردو ډالرو په بدل کې وپلورل شو.
''ترهګر د دواړو هېوادونو ګډ دښمنان دي''
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په ټیلفوني خبرو کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د کابل برید په اړه خواخوږي کړې او ویلي دي چې ترهګر او ترهګري افغانستان او پاکستان دواړه ځپلي دي.
پکتيکا کې ۲۳ نجونې د قابله ګۍ له زده کړو فارغې شوې
روغتيايي مسوولين وايي، دا به د مور او ماشوم د مړينې د کچې په راکمولو کې ډېر ارزښمتند رول ولري.
په څوارلسو ولایتونو کې د پولیو ضد کمپاین پیل شو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې پدې کمپاین کې به ۴.۷ ملیون ماشومانو ته د پولیو د مخنيوي څاڅکي ورکړل شي.
ترکیې د ۴٢ ژورنالیستانو د نیولو امر کړی
په ترکیه کې د ناکامې کودتا د عاملینو د ځپلو په مقصد د هڅو په ترڅ کې د ترکي مقاماتو د ۴٢ ژورنالیستانو د نیولو امر کړی او ٣١ اکادمیک شخصیتونه یې نیولي دي.
د اوباما ناسکه ورور وايي په انتخاباتو کې ټرمپ ته رای ورکوي
د ولسمشر اوباما ناسکه ورور ملک اوباما وايي چې د نومبر په میاشت کې به ډونالډ ټرمپ ته رای ورکړي.
ولسمشر غني کابل کې د 'داعش' برید ته ارزوونکی پلاوی ټاکلی
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دهمزنګ څلورلاري کې د 'روښنایۍ غورځنګ' د لاریون منځ کې د شوي ځانمرګي برید ارزونې ته یو پلاوی ټاکلی. دغه غورځنګ د نړیوالو سازمانونو په حضور د بې پرې څېړنې غوښتنه کړې.
ترکیه کې د ۴۲ خبریالانو د نیولو حکم ورکړل شوی
د راپورونو له مخې ترکیه کې د ۴۲ خبریالانو د نیولو حکم شوی. د ترکیې د څو نوموتو خبریالانو نومونه هم په دغو کسانو کې لیدل کېږي. ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته د دولت کارکوونکو، پوځیانو، پولیسو او ښوونکو په ګډون ۶۰ زره کسان نیول شوي یا له دندو ګوښه شوي.
د عراق دیاله کې موټر بمب برید لږ ترلږه '۱۷کسان وژلي'
عراقي چارواکي وایي، د بغداد شمال ختیځ ته په ۷۰ کیلومترۍ کې د دیاله ولایت خالص ښار کې په یوه چاودنه کې لږ ترلږه ۱۷ کسان وژل شوي. د چاودنې مسوولیت لا کومې ډلې نه دی منلی. د روغتون چارواکو رسنیو ته ویلي، ښایي ددې چاودنې د تلفاتو شمېره لوړه شي.
افغانستان له ويسټ انډيز او ايرلنډ سره ١٠ لوبې کوي
د ٢٠١٧ کال په پسرلي او دوبي کې افغانستان لومړى له ايرلنډ سره او بيا له ويسټ انډيز سره لس يو ورځنۍ او شپږ شل اوريزې لوبې کوي چې په هند او ويسټ انډيز کې به ترسره شي.
د فلوریډا شپې کلب کې ډزو دوه کسان وژلي
د امریکا پولیس وايي، د فلوریډا ایالت فورټ میرز ښار د شپې يوه کلب کې ډزې شوې چې لږترلږه دوه کسان پکې وژل شوي او شاوخوا ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د مونیخ برید کوونکی ډېوېډ علي سنبلي څوک و؟
د جمعې ماخوستن په لومړیو شېبو کې د عیني شاهدانو په وینا د پولیسو په حضور کې ایراني الاصله جرمني ډېوېډ (داوود) علي سنبلي ناڅاپي د جرمني بافاریا ولایت مونیخ ښار پر یوه لوی سوداګریز مرکز برید وکړ.
یوناما: ملکي ټپیان زیات شوي او مړینه یې کمه شوې
یوناما وايي، د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۰۱ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۵۶۵ نور ټپیان شوي، چې دا شمیره په تیرو شاوخوا اتو کلونو کې د ملکي تلفاتو تر ټولو لوړه کچه ښيي.
یوناما: افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه نوي راپور کې ویلي، د ۲۰۱۶ کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۰۱ کسان وژل شوي او پاتې ۳۵۶۵ نور ټپیان دي. وژل شویو کې ۳۸۸ ماشومان او ۱۳۰ ښځې دي. یوناما د د دولت مخالف ځواکونه د ۶۰ سلنه تلفاتو مسوول بللي.