ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کابل او ننګرهار کې ځانمرګي بریدونه شوي دي

د کابل امنیتي چارواکي وايي، د ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د کلیو او پراختیا وزارت په لومړۍ دروازه کې ځانمرګی برید شوی دی. د کابل د پولیسو ویاند وایي په دې برید کې تر دې دمه ۷ تنه وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي. د ننګرهار په غني خېلو او اچین ولسوالیو کې هم بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده.

15.07.2018 BBC

ولسمشر غني فاریاب کې له نیول شویو کسانو سره د 'بې قانونه' چلند د څېړلو امر وکړ

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، ولسمشر غني پکتیا او ننګرهار کې د ملکي تلفاتو د څېړنې امر کړی او فاریاب کې له نیول شویو کسانو سره چلند یې بې قانونه او د نه منلو وړ بللی دی.

15.07.2018 BBC

ټاکنیز کمیسیون: د رای ورکوونکو د ثبت بهیر باطلول ټاکنې کړکېچ ته بیايي

په داسې حال کې چې افغانستان کې پارلماني ټاکنو ته نژدې درې میاشتې پاتې، ځینو لویو سیاسي ګوندونو د ټاکنو له کمیسونه د رای ورکوونکو د نوملیکنې د بهیر باطلولو غوښتنه کړې چې وايي له الکترونیک سیستم سره دې بېرته له سره پیل شي. د ټاکنو کمیسیون د دوی دا غوښتنه نه عملي کېدونکې او ټاکنیز بهیر د کړکېچ لوري ته بېول بللي دي.

14.07.2018 BBC

فراه کې طالبانو یوولس افغان سرتېري وژلي

د افغانستان لوېدیځ فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو ددغه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي اردو پر پوستو برید کړی چې لږترلږه یوولس عسکر پکې وژل شوي. تېره کرۍ شپه هم هلته جګړې دوام درلود.

14.07.2018 BBC

نواز شریف پاکستان ته له ستنېدو وروسته نیول شوی

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر محمد نواز شریف له برتانیا خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته د فساد په تور نیول شوی دی. د نواز شریف لېږدونکې الوتکه ماښام مهال د لاهور پر علامه اقبال هوايي ډګر کوزه شوه او نوموړی له خپلې لور سره یو ځای له الوتکې له کوزېدو وروسته ونیول شو.

13.07.2018 BBC

له خیبر پښتونخوا وروسته د بلوچستان یوه ټاکنیز لاریون کې چاودنې ۲۳ کسان وژلي

د بلوچستان صوبې چارواکي وايي،د مستونګ سیمې په یوه ټاکنیز لاریون کې د چاودنې پایله کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. له دې مخکې د خیبر پښتونخوا صوبې په سویلي سیمه بنو کې د جمعیت علمای اسلام ګوند انتخابي کاندید اکرم دراني د ګاډو پر یوې قافلې برید شوی.

13.07.2018 BBC

غني: که مې څوک دوست ګڼي یا دوښمن، خو قانون پلی کوم

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ویلي، په هېواد کې به د قانون د واکمنۍ لپاره د ناقانونه ډلو او زورواکو پر وړاندې جدي وي. ښاغلي غني دغه څرګندونې تېره ورځ په بروکسل کې د خبري غونډې په ترڅ کې د بي بي سی د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

13.07.2018 BBC

د جاپان ستر بانکونه له ایران سره راکړ ور کړه 'ځنډوي'

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د میتسوبیشي او میزوهو مالي ډلې به پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله له دغه هېواد سره بانکي راکړه ورکړه وځنډوي. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر "مایک پمپیو" د امریکا له متحدانو غوښتي چې پر ایران د لګېدلو بندیزونو ملاتړ وکړي.

13.07.2018 BBC

ناټو ۲۰۲۴ کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ وغځاوه

د ناټو سر مشریزه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ناټو غړي هېوادونه او دغه راز د افغانستان نور ملګري هېوادونه ژمن دي، چې لږ تر لږه د ۲۰۲۴ کال تر پایه د افغانستان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي. دوه کاله مخکې د وارسا په سر مشریزه کې ناټو هوډ څرګند کړی و، چې تر ۲۰۲۰ کاله به د افغان امنیتي ځواک مالي ملاتړ کوي.

12.07.2018 BBC

"جنرال دوستم ژر افغانستان ته ستنېږي"

افغان دولت کې معتبرو سرچينو بي بي سي ته منلې چې ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ په دوشنبې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشيد دوستم له ترکیې نه افغانستان ته ستون شي. افغانستان ته د ښاغلي دوستم د ستنېدو هوکړه د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره په کتنه کې شوې.

12.07.2018 BBC

د اپل شرکت د بې‌ چلوونکي ګاډي د اسرارو غل

د اپل شرکت يو پخوانی کارکوونکی د دغه شرکت د بې‌چلوونکي ګاډي د رازونو په غلا کولو او چين ته د هغو په تښتولو تورن شو. د امريکا د فډرال څېړنو ادارې په هغه د سوداګريزو اسرارو د غلا تور لګولی. نوموړی د جولای په اوومه د کليفرنيا په سن جوز هوايي ډګر کې نیول شوی.

12.07.2018 BBC

سعودي عربستان غونډه د جګړې بندولو له غوښتنې سره پای ته ورسېده

په سعودي عربستان کې د بېلابېلو اسلامي هېوادونو د عالمانو دوې ورځنۍ غونډه له افغان طالبانو دې غوښتنې سره چې جګړه بنده او د افغانستان د حکومت د سولې د خبرو وړاندیز ومني پای ته رسېدلې ده. د غونډې له پیله وړاندې طالبانو د دې په برخه والو غږ کړی و چې د هغوی د هڅو ملاتړ وکړي.

11.07.2018 BBC

ننګرهار برید پای ته رسېدلی، ۱۱ کسان وژل شوي دي

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي، بي بي سي ته وویل، د ورځې نژدې یوه بجه د دوو بریدګرو له وژل کېدو سره برید پای ته ورسېد. د برید پر مهال ودانۍ کې ګڼ شمېر کارکوونکي او مراجعین ایسار پاتې وو. د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته ۲۰ کسان له ودانۍ بهر کړل شول. عیني شاهدان وايي، د دوو زورورو چاودونو غږونه یې اورېدلي دي.

11.07.2018 BBC

برتانيا افغانستان ته ۴۴۰ نور غیرجنګي ځواکونه استوي

د برتانيا لومړی وزیر په بروکسل کې د ناټو کنفرانس ته ژمنه ورکوي چې افغانستان ته به ۴۴۰ نور غیرجنګي ځواکونه واستوي. له دې ژمنې سره په افغانستان کې د ناټو له ماموريت سره د برتانوي ځواکونو ټول شمېر ۱۰۹۰ ته رسېږي.

11.07.2018 BBC

پېښور چاودنه: د عوامي نیشنل ګوند هارون بلور په ګډون څلور کسان وژل شوي دي

د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې دعوامي نیشنل ګوند یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال د چاودنې پایله کې د دغه ګوند یوه مشر هارون بلور په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۳۵ نور ټپیان دي. هارون بلور له دغې سیمې ایالي پارلمان ته کاندید و، چې د کمپاین غونډې پر مهال یې چاودنه وشوه.

10.07.2018 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more