ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


"د عراق او سوریې تښتېدونکو داعشيانو افغانستان ته مخه کړې"

برتانيوۍ ورځپاڼې ډېلي مېل د "اې. اف. پي" خبري اژانس د يوۀ خبر پر بنسټ يو مطلب خپور کړى چې وايي "اسلامي دولت نومې ډلې د نړۍ پر مسلمانانو غږ کړى که سوريه يا عراق ته ځانونه نه شي رسولاى نو افغانستان ته دې ورشي."

08.03.2018 BBC

'د سپین بولدک پر امنیه قومندانۍ ډله ییز برید پای ته رسېدلی'

د کندهار ځايي چارواکي وایي د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ پرامنیه قومندانۍ او د لويې لارې د ساتنې د ځواکونو پر یوه مرکز د وسله والو ډله ییز برید د بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

08.03.2018 BBC

'د سوریې دولتي ځواکونو نیمه ختیځه غوطه نیولې ده'

د راپورونو له مخې د سوریې دولتي ځواکونو له مخالفانو سره په مخامخ جګړه کې پرمختګ کړی او نیمه ختیځه غوطه یې نیولې ده. د دې ترڅنګ له ختیځې غوطې د درندو وسلو د کارولو او هوايي ګوزارونو راپورونه هم ور کړل شوي چې له امله یې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو خبره کېږي.

08.03.2018 BBC

ایا الوتکې به یوه ساعت کې ۶۰۰۰ کیلومتره واټن وهي

چین د داسې هایپر سونیک ډوله الوتکې طرح جوړه کړې، چې سرعت یې کېدای شي حیرانونکی وي، خو اوس یې یوازې ساینسي شننه ترسره شوې ده.

07.03.2018 BBC

کورنو کې د اورلګېدنې مخنیوی څنګه کېږي؟

په بريتانيا کې د روغتيا چارواکي وايي هغه خلک چې د توکو زېرمه کولو او غونډولو وسوسه لري، مرستې ته اړ دي.

07.03.2018 BBC

وزیرستاني کډوال

تېره يوه اوونۍ نژدې ١٠٠٠ وزيرستانۍ کورنۍ له خوسته بيرته خپلو سيمو ته اوښتي دي.

07.03.2018 BBC

د نورستان ښځې ولې درانه کارونه کوي؟

د نورستان ولایت طبیعي ښکلا پر خپل ځای، خو د عامو خلکو ژوند یې د هېواد د نورو برخو په څېر له کړاونو او ستړیاو ډک دی، ښځې یې هم له کوره بهر ځيني داسې درانه کارونه کوي چې معمولاً د سړیو په برخه وي.

07.03.2018 BBC

افغان موسیقاره

بي بي سي د ښځو نړیوالې ورځې په پلمه د هغې مېرمنې کورته ورغلې چې درې کاله کېږي موسیقۍ ته یې مخه کړې

07.03.2018 BBC

د ناامنيو دوام په لغمان کې نجونې له زده کړو راګرځولې دي

ختيځ ولايت لغمان کې که څه هم کلتوري ستونزې هومره نه دي چې په لويه کچه دې ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخنیوی وکړي، خو په وروستیو کلونو کې هلته د ناامنیو په ډېرېدو د هغوو نجونو شمېر ډېری شوی چې ښوونځيو ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي.

07.03.2018 BBC

کوکا کولا لومړی ځل الکول لرونکی څښاک بازار ته وړاندې کوي

کوکوکا کمپنۍ وايي، جاپان کې به د دغې کمپنۍ ۱۲۵ کلن تاریخ کې لومړی ځل الکوپوپ ډوله الکولي مشروب تولید کړي. دغه مشروب کې په دودیز ډول له درېیو تر اته سلنې پورې الکول شاملېږي.

07.03.2018 BBC

د پښتونخوا هغه ځوان چې اتڼ کې یې نوي بدلونونه راوستي

اسفندیار خان وايي، د خټکو اتڼ، د نڅا لوګری، قطغنی، افشاری او د سویلي هند کتهک ډوله نڅا له یو ځای کولو یې د اتڼ یو نوی ډول جوړ کړی، چې په خبره یې د افغانستان، هند او پاکستان د دودیزو نڅاوو څرک او رنګونه پکې لیدل کېږي.

07.03.2018 BBC

د افغان معلولو ښځو باسکټبال لوبډلې له کمبودیایۍ لوبډلې وګټله

د اسیا اولمپیک د غوراوي پړاو د سیالیو په لړ کې د افغان معلولو ښځو د باسکټبال لوبډلې خپلې سیالې د کمبودیا لوبډلې ته ماتې ور کړه. دا په روانو لوبو کې د افغان معلولو ښځو درېیمه پرلپسې بریا ده. ټاکل شوې چې د آسیا المپیک سیالۍ د روان کال په اګست میاشت کې په اندونیزیا کې ترسره شي.

07.03.2018 BBC

ځانمرګي برید د ننګرهار حج او اوقافو رییس وژلی

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د جلال اباد ښار لومړۍ حوزه کې د حج او اوقافو رییس پر موټر پلي کس ځانمرګی برید کړی، چې مولوي عبدالظاهر حقاني، د هغه چلوونکی او یو بل کس پکې وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.

07.03.2018 BBC

کندهار؛ یوې څارنوالې له ښځو سره زیاتی کوونکي ۲۱ نارینه زندان ته لېږلي

د افغانستان په سویلي کندهار ولایت کې چې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي کچه نسبتا لوړه ده، د تاوتریخوالو د پېښو د څېړلو لپار یوازې یوه څارنواله کار کوي.

07.03.2018 BBC

ښځې خپل میراث د سنجې دت په نوم کړی، خو هغه ونه مانه

د بالیووډ ستوري سنجې دت د هغې ښځې میراث یا پاتوړی ونه مانه چې د ده په نوم یې بانک کې پرېښودلی و.

07.03.2018 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more