ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د دوحې خبرې: "دا ځل ملا برادر پخپله مذاکراتو کې ګډون وکړ"

قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند سهیل شاهین ویلي، د افغان سولې په هکله د دې ډلې او امریکايي پلاوي ترمنځ نن بیا خبرې کېږي. سهیل شاهین وايي، تېره شپه د دې ډلې مرستیال مشر ملا برادر د افغان سولې لپاره د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرو کې ښکېل و

29.08.2019 BBC

'د پاکستان اقتصاد نوي یمو کلونو ته ورستون شو'

که د ۹۰یمو لسیزې له پای سره د پاکستان اوسنی اقتصادي حالت او پردې هېواد د پورونو بار پرتله شي، نو تېروتي به نه یو. د ۹۰یمو لسیزې په وروستیو کې په پاکستان کې سیاسي او اقتصادي حالت خراب و، په داسې حال کې چې پاکستان د اټومي وسلو د تجربو له امله په نړیواله کچه سخت اقتصادي بندیزونه هم ګاللي دي.

29.08.2019 BBC

کونړ: ''د پاکستان په توغندیزو بریدونو کې درې ماشومان وژل شوي''

د کونړ چارواکي وايي، له ډېورند کرښې هغې لوري پاکستاني پوځيانو د کونړ پر دانګام ولسوالۍ مرمۍ ور ویشتلې چې له کبله یې درې کوچنيان وژل شوي او ۶ نور یې ژوبل کړي دي. د چارواکو په خبره، تر څو میاشتني ځنډ وروسته پر کونړ د تازه بریدونو د توغندیو شمېر له ۷۰۰ اوښتی دی.

28.08.2019 BBC

"افغان حکومت اړ نه دی چې د طالبانو فرمایشونه ومني"

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي، 'افغان حکومت هېڅ اړ نه دی چې د سولې د خبرو په لړ کې د طالبانو فرمایشونه ومني.' ښاغلي صدیقي چارشنبه کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، حکومت د سولې لپاره چمتو دی چې ان له یوې ورانکارې ډلې سره هم خبرې وکړي

28.08.2019 BBC

د پاکستان له ځمکې افغانستان ته د هند پر تجارت بندولو غور

د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجۍ وزیر فواد چودري یو ځل بیا د هند لپاره د خپل هېواد د هوايي حریم یا لارې بندولو خبره کوي. نوموړی تېر ماښام یوه ټوېټ کې وايي، چې پر هند د پاکستان د هوايي حریم پر بندولو سربېره د پاکستان له ځمکې افغانستان ته د هند د سوداګرۍ پر پوره بندولو هم غور کوي.

28.08.2019 BBC

سعودي عرب افغانستان ته بې ګټې پور ورکوي

افغانستان او سعودي عرب دوه بېلا بېل قراردادونه لاسلیک کړي دي چې پر بنسټ به یې سعودي عرب افغانستان ته له ګټې پرته ۲۲۰ میلیونه سعودي ریال پور ورکوي. د افغانستان د مالیې وزارت وايي په دې پېسو به د کابل د حلقوي سړک یوه برخه او د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې ۱۰۰ ښوونځي ودان کړي.

27.08.2019 BBC

روحاني: تر څو چې بندیزونه لېرې نشي، له ټرمپ سره نه ګورم

د ایران ولسمشر حسن روحانی ویلي، په داسې حال کې چې پر هېواد یې د امریکا بندیزونه لګېدلي وي، هېڅ شونې نه ده چې نوموړی دی له خپل امریکایي سیال ډونلډ ټرمپ سره وګوري. د امریکا ولسمشر ډونلډ پرون په یوه خبري ناسته کې وویل، له حسن روحاني سره یې مخامخ لیدنه ممکنه ده

27.08.2019 BBC

طالبان: له امریکا سره د هوکړې نهايي کولو په هڅه کې یو

په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د قطر مرکز دوحه کې د طالبانو او امریکايي چارواکو د سولې خبرې څاري او دې برخه کې پرمختګ او پایلې ته منتظر دي، دوحه کې طالبان وايي، د نهم پړاو خبرې به د سې شنبې په ورځ وختي پیلوي او هڅه یې دا ده د هوکړې وروستي ټکي نهايي کړي.

27.08.2019 BBC

ولسمشر ټرمپ: له حسن روحاني سره زما کتنه ممکنه ده

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، شونې ده چې نوموړی په راتلونکو څو اوونیو کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره مخامخ وګوري. نوموړي دا څرګندونې په فرانسه کې د نړۍ د ۷ لویو اقتصادي هېوادونو د سرمشریزې په څنګ کې په یوه خبري ناسته کې وکړې

26.08.2019 BBC

خلیلزاد: له طالبانو سره تر هوکړې وروسته به هم د افغان ځواکونو دفاع کوو

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د روئټرز خبري اژانس هغه رپوټ رد کړی چې ګواکې له طالبانو سره به تر هوکړې وروسته امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ بندوي. نوموړی وایي، تر هوکړې وروسته به هم د افغان ځواکونو دفاع کوي

26.08.2019 BBC

افغانستان کې لس کلن جنګیالي چې د سولې لپاره ډله ییزې دعاګانې کوي

د افغانستان تېره شل کلنه روانه جګړه هر کال زرګونه قربانیان اخلي او د هرې ورځې په تېرېدو لا وینې لړلي کیږي. بي بي سي د افغانستان په شپږو هغو ولایتونو کې چې پکې جګړه توده ده د سولې او جګړې په اړه داسې طالب جنګیالي او د افغان ځواکونو سرتېري غږولي چې له نږدې یوې لسیزې راهیسې په دوامداره توګه په جګړو بوخت دي.

26.08.2019 BBC

سعودي پاچا: افغانستان او پاکستان باید ښې اړیکې ولري

افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر پر دویمه ورځ نن یکشنبه له پاچا سلمان سلمان بن عبدالعزیز سره وکتل. سعودي پاچا پر افغانستان او پاکستان غږ کړی چې د دوه مسلمانو هېوادونو په توګه باید خپلو منځو کې ښې اړیکې ولري

25.08.2019 BBC

دوحې خبرې: بحثونه ان تر نیمې شپې دوام کوي

په دوحه کې د د بي بي سي خبریال حسیب عمار وايي، پرون شنبه د وسله والو طالبانو د استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ تر نیمې شپې خبرې روانې وې. نوموړی چې کله د خبرو له ځایه روان شو نو د شپې یوه بجه وه. طالب او امریکايي استازي په خبرو بوخت وو

25.08.2019 BBC

اسراییلو سوریه کې پر 'ایراني ځواکونو' بمبار کړی

اسراییلي پوځ وايي، بې پیلوټه الوتکو یې د "وژونکو بریدونو" د مخنیوي په پار د سوریې پلازمېنې دمشق ته څېرمه د "ایراني ځواکونو" ضد بمباري کړې ده. اسراییلو ټینګار کړی چې د سوریې خاوره کې د ایراني نفوذ د مخنیوي لپاره دوی په ټینګه مبارزه کوي.

25.08.2019 BBC

کابل کې د امریکا سفیر: زموږ لپاره سوله ستر لومړیتوب دی

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په لومړي ځل څرګنده کړه چې هېواد ته یې د افغانستان د ټاکنو پرتله د دغه هېواد سوله لومړیتوب لري. ښاغلي بس په مزارشریف کې خبریالانو ته وویل چې دوی هغه مهال خپل ځواکونه له افغانستانه باسي چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي.

24.08.2019 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more