BBC
 شاته

'د پاکستان اقتصاد نوي یمو کلونو ته ورستون شو'

که د ۹۰یمو لسیزې له پای سره د پاکستان اوسنی اقتصادي حالت او پردې هېواد د پورونو بار پرتله شي، نو تېروتي به نه یو. د ۹۰یمو لسیزې په وروستیو کې په پاکستان کې سیاسي او اقتصادي حالت خراب و، په داسې حال کې چې پاکستان د اټومي وسلو د تجربو له امله په نړیواله کچه سخت اقتصادي بندیزونه هم ګاللي دي.