ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


عمران خان: د پاکستان او پوځ پر ضد د خلکو پارول ګټه نه لري

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په کومه لهجه خبره کوي، هغه د پاکستان لپاره ښه نه ده. نوموړي وویل، 'د خپل پوځ پر ضد د هغو خلکو پارول چې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، ښه چاره نه ده.' عمران خان وايي، 'زه پوښتنه کوم چې د پاکستان او پوځ پر ضد د خلکو پارول څه ګټه لري؟'

19.04.2019 BBC

ارګ: د سولې مشورتي جرګه راته لومړیتوب لري

په دوحه کې د افغانانو د خپل‌منځي کنفرانس له لغوه کېدو وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، اوس د سولې مشورتي لویه جرګه ورته لومړیتوب لري. ارګ وايي، هیله لري چې طالبان به د دغې جرګې وړاندیزونه ومني. دا جرګه تر راتلونکو لسو ورځو پورې کابل کې جوړېږي.

19.04.2019 BBC

دوحه کې بین الافغاني کنفرانس؛ 'لغوه' شوی که 'ځنډېدلی'؟

په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د افغان سولې په تړاو د دوحې کنفرانس د قطر حکومت لخوا "لغوه" شوی، خو په قطر کې د "شخړې او بشري څېړنو د مرکز" مشر ویلي، دا بین الافغاني کنفرانس "ځنډېدلی" دی.

19.04.2019 BBC

افغان امنیتي وزیران او جنرال مېلر غزني ته ولاړل

په غزني کې دامنیتي وضعیت د سختېدو له کبله د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو په ګډون په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال سکاټ میلر غزني ته تللی دی. د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد دغزني له خلکو سره ژمنه وکړه چې دغزني ښار به بیا د طالبانو له لوري سقوط ونه کړي.

18.04.2019 BBC

دوحې کنفرانس ته له کابله د ګډونوالو سفر ځنډېدلی

د افغان حکومت دوو سرچینو بي بي سي ته منلې ده چې قطر ته د دوحې د کنفرانس لپاره له کابله د تلونکو ګډونوالو سفر د نامالوم دلیل له کبله ځنډېدلی دی. د دغو ګډونوالو د لېږدولو لپاره یوه قطري الوتکه کرایه شوې وه.

18.04.2019 BBC

'د دوحې کنفرانس موخه د سیاسي اجماع ملاتړ دی'

په قطر کې د طالبانو په ګډون د افغانانو ترمنځ د ګډ کنفرانس جوړوونکی بنسټ وايي د دوحې غونډې ګډونوال د ټولو افغانانو استازیتوب کوي او اصلي هدف دا دی چې د شخړې د حل لپاره سیاسي اجماع رامنځته شي. په قطر کې د شخړې او بشري څېړنو مرکز مشر سلطان برکات وايي د کنفرانس موخه د ټولو افغانانو د استازو برخه اخیستل دي.

18.04.2019 BBC

افغانستان کې سیلابونو پراخې ځمکې لاندې کړې

د طبیعي پېښو د غم خوړنې وزارت وایي په تېرو شپږو اوونیو کې د باراني موسم تر پیل راهیسې په ټول هېواد کې ۲۳۵ تنه مړه شوي او نژدې درې سوه ټپیان دي. دغه راز ۳۸ تنه لا هم تری تم دي. چارواکي وایي ځپل شویو سیمو ته یې لومړنۍ مرستې رسولې دي.

17.04.2019 BBC

غني: قطر ته تلونکی پلاوی د افغان حکومت او ملت استازی دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چارشنبې په ورځ قطر ته د تلونکي پلاوي ځینې غړو ته وینا کې وویل، چې دا کسان له طالبانو سره خبرو کې د افغان حکومت او ملت استازي کوي. ولسمشر غني له دې کسانو وغوښتل چې طالبان قانع کړي چې له افغان حکومت سره له خبرو پرته بله لار نه لري.

17.04.2019 BBC

له طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو لپاره د پسرلنیو بریدونو د لړۍ اعلان غندلی دی. د دغې شوری په یوه وینا، پاڼه کې پر ښکېلو خواوو غږ شوی چې له شته فرصتونو ګټه واخلي او د سولې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

17.04.2019 BBC

منظورپښتین د پاکستان د سنا ځانګړې کومیټې سره وکتل

د پاکستان د سنا یوې ځانګړې کومېټۍ د سه شنبې پر ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظورپښتین او ملګري د کومېټۍ غونډې ته ور بللي وو او ددوی غوښتنې يې اورېدلې دي. د پاکستان د سنا له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې یاده غونډه یو تاریخي ګام بلل شوی دی.

16.04.2019 BBC

دوحه کنفرانس: افغان حکومت د ۲۵۰ ګډونوالو لېست خپور کړ

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دوحې کنفرانس د ګډونوالو ۲۵۰ کسیزه نوملړ خپور کړی، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي نوم په کې نه شته. تېره ورځ ارګ دغه کنفرانس ته د ۱۵۰ ګډونوالو لیست خپور کړی و.

16.04.2019 BBC

د پاریس تاریخي نوتردام کلیسا اور ونړوله

د پاریس تر ټولو لویې نوتردام کلیسا یوه لویه برخه اور سوځولې ده. د اور لګېدو لامل په دې ۸۵۰ کلنه کلیسا کې د چارواکو په وینا د ترمیم پرمهال د روانو چارو له کبله رامنځ ته شوی وی. د فرانسې ولسمشر د کلیسا د ترمیم لپاره د پیسو راغونډولو کمپاین پیل کړی.

16.04.2019 BBC

کوټه کې پرلت؛ "له هزاره وګړو سره لوی ظلم شوی"

د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر شهریار اپرېدی وایي، په بلوچستان کې مېشتو هزاره وګړو سره لوی ظلم شوی دی او حکومت دې سختو شېبو کې د دوی ترڅنګ ولاړ دی. تېره جمعه کوټه کې په یوه ځانمرګي برید کې ۲۰ کسان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول

15.04.2019 BBC

د پخلاینې د مشرۍ شورا د دوحې کنفرانس لپاره پلاوی وټاکه

د افغانستان یوې حکومتي سرچینې بي بي سي ته منلې ده چې د 'پخلاینې مشرتابه شورا' سره له څو ورځنیو چانو وهلو وروسته یې د قطر ناستې ته شاوخوا ۱۵۰ کسیزه نوملړ چمتو کړی، چې شاوخوا ۴۰ ښځې، ځینې وزیران، والیان او د سیاسي ګوندونو مشران پکې دي. طالبانو وړاندې ویلي وو، قطر کې به د "بین الافغاني" خبرو لپاره هېڅ کس د حکومت استازیتوب نه کوي.

15.04.2019 BBC

خلیلزاد: طالبان په نه همکارۍ د وژنو لړۍ اوږدوي

افغان سولې لپاره د امريکا استازى زلمى خليلزاد وايي طالبان د تاوتريخوالي کمېدا په برخه کې نه همکارۍ سره د 'وژنو لړۍ اوږدوي'. هغه د خپلو ټويټونو په يوه تازه لړۍ کې دا خبره کړي او د طالبانو له مشرتابه يې غوښتي چې خپلو استازو ته د اوربند په اړه د خبرو اجازه ورکړي.

15.04.2019 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more