ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


"د ولسي جرګې ۱۷مه دوره راتلونکو څو ورځو کې پرانیستل کېږي"

په افغان حکومت کې سرچینو بي بي سي ته د دوشنبې په ورځ وویل، چې په نږدې ورځو کې(ممکن پنجشنبه) د ولسي جرګې ۱۷ پړاو پرانیستل شي. د ولسي جرګې د دې پړاو لپاره ټاکنې له نږدې درې کلن ځنډ وروسته وشوې او پایلې یې له نږدې شپږ میاشتني ځند وروسته اعلانېږي.

22.04.2019 BBC

پومپيو: دوحه کنفرانس د سولې لپاره مهم فرصت دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرو کې د قطر مرکز دوحه د افغانانو خپلمنځي خبرې مهم فرصت یا چانس بللی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرو کې د قطر مرکز دوحه د افغانانو خپلمنځي خبرې مهم فرصا یا چانس بللی دی.

22.04.2019 BBC

ټوکمار ولودمیر زېلېنسکي د اوکراین ولسمشر وټاکل شو

تلویزیوني ټوکمار ولودمیر زېلېنسکي د اوکراین د ټاکنو په دویم پړاو کې بریالی شوی او د دې هېواد راتلونکی ولسمشر به وي. نارسمي پایلو ښودلې چې نوموړي ۷۰ سلنه رایې ګټلي. د ده سیال او اوسني ولسمشر پېټرو پوروشېنکو یوازې ۲۵ سلنه رایې ترلاسه کړې دي

21.04.2019 BBC

"غني به د راتلونکي ولسمشر تر ټاکنې په واک کې وي"

ه افغان حکومت کې سرچینې وایي، د سترې محکمې له حکم سره سم به ولسمشر محمد اشرف غني د راتلونکي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې په واک کې پاتې کېږي. خو د ولسمشرۍ یو شمیر نوماندان ټینګار کوي چې محمد اشرف غني باید له قانون سره سم د غبرګولي یا جوزا پر لومړۍ نېټه واک پریږدي

21.04.2019 BBC

د سودان پرځول شوي ولسمشر کور کې د پیسو انبار موندل شوی

د سودان قضايي سرچینې وايي، د پرځول شوي ولسمشر عمر البشیر په کور کې د څه باندې ۵ میلیارده سوداني پونډو '۱۰۵ میلیون ډالر' ، ۶ میلیون یورو او ۳۵۱ زره ډالرو کڅوړې موندل شوې. دا پیسې د ګولیو ساتلو په خلتو کې ځای پرځای شوې وې.‌

21.04.2019 BBC

کابل: د پاکستان په مالي مرسته محمد علي جناح روغتون پرانیستل شو

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د پاکستان په مالي مرسته ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو، چې د پاکستان موسس محمد علي جناح نوم ورکړل شوی دی. د شنبې پر ورځ د افغانستان عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز او د پاکستان پارلماني چارو فدرالي وزیر علي محمد خان دغه روغتون پرانیست.

20.04.2019 BBC

'د افغانستان پر مخابراتو وزارت د وسله والو برید پای ته رسېدلی'

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، له څو ساعته جګړې وروسته پر مخابراتو او معلوماتي تنکالوژۍ وزارت برید د لږ تر لږه دریو بریدګرو له وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی. نن شاوخوا ۱۱ نیمې بجې د مخابراتو وزارت ودانۍ ته څېرمه لومړی چاودنه شوې او بیا بریدګر ددې وزارت انګړ ته دننه شوي وو.

20.04.2019 BBC

'کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه تر ۱۲ مترو لوړه شوې'

یوه نوې ارزونې ښودلې چې په کابل کې د اوبو کچه له ۲ تر ۱۲ مترو پورې لوړه شوې. د اوبو او برېښنا وزارت یې لامل ورستي ورښتونه بولي او وايي په ډېرو ولایتونو کې د اوبو کچه لوړه شوې او ډېر ژر به یې شمېر خپور شي.

20.04.2019 BBC

عمران خان: د پاکستان او پوځ پر ضد د خلکو پارول ګټه نه لري

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په کومه لهجه خبره کوي، هغه د پاکستان لپاره ښه نه ده. نوموړي وویل، 'د خپل پوځ پر ضد د هغو خلکو پارول چې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، ښه چاره نه ده.' عمران خان وايي، 'زه پوښتنه کوم چې د پاکستان او پوځ پر ضد د خلکو پارول څه ګټه لري؟'

19.04.2019 BBC

ارګ: د سولې مشورتي جرګه راته لومړیتوب لري

په دوحه کې د افغانانو د خپل‌منځي کنفرانس له لغوه کېدو وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، اوس د سولې مشورتي لویه جرګه ورته لومړیتوب لري. ارګ وايي، هیله لري چې طالبان به د دغې جرګې وړاندیزونه ومني. دا جرګه تر راتلونکو لسو ورځو پورې کابل کې جوړېږي.

19.04.2019 BBC

دوحه کې بین الافغاني کنفرانس؛ 'لغوه' شوی که 'ځنډېدلی'؟

په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د افغان سولې په تړاو د دوحې کنفرانس د قطر حکومت لخوا "لغوه" شوی، خو په قطر کې د "شخړې او بشري څېړنو د مرکز" مشر ویلي، دا بین الافغاني کنفرانس "ځنډېدلی" دی.

19.04.2019 BBC

افغان امنیتي وزیران او جنرال مېلر غزني ته ولاړل

په غزني کې دامنیتي وضعیت د سختېدو له کبله د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو په ګډون په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال سکاټ میلر غزني ته تللی دی. د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد دغزني له خلکو سره ژمنه وکړه چې دغزني ښار به بیا د طالبانو له لوري سقوط ونه کړي.

18.04.2019 BBC

دوحې کنفرانس ته له کابله د ګډونوالو سفر ځنډېدلی

د افغان حکومت دوو سرچینو بي بي سي ته منلې ده چې قطر ته د دوحې د کنفرانس لپاره له کابله د تلونکو ګډونوالو سفر د نامالوم دلیل له کبله ځنډېدلی دی. د دغو ګډونوالو د لېږدولو لپاره یوه قطري الوتکه کرایه شوې وه.

18.04.2019 BBC

'د دوحې کنفرانس موخه د سیاسي اجماع ملاتړ دی'

په قطر کې د طالبانو په ګډون د افغانانو ترمنځ د ګډ کنفرانس جوړوونکی بنسټ وايي د دوحې غونډې ګډونوال د ټولو افغانانو استازیتوب کوي او اصلي هدف دا دی چې د شخړې د حل لپاره سیاسي اجماع رامنځته شي. په قطر کې د شخړې او بشري څېړنو مرکز مشر سلطان برکات وايي د کنفرانس موخه د ټولو افغانانو د استازو برخه اخیستل دي.

18.04.2019 BBC

افغانستان کې سیلابونو پراخې ځمکې لاندې کړې

د طبیعي پېښو د غم خوړنې وزارت وایي په تېرو شپږو اوونیو کې د باراني موسم تر پیل راهیسې په ټول هېواد کې ۲۳۵ تنه مړه شوي او نژدې درې سوه ټپیان دي. دغه راز ۳۸ تنه لا هم تری تم دي. چارواکي وایي ځپل شویو سیمو ته یې لومړنۍ مرستې رسولې دي.

17.04.2019 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more