"ار ایس ایف" ټاکنو کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه کړې
دبې سرحده خبریالانو سازمان " ار ایس ایف" په افغانستان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو پر مهال د افغان خبریالانو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه کړې .
یوناما افغانستان کې ولسي مرګ ژوبله بوږنوونکې بولي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازۍ د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په دوام اندیښنه ښيي او د جګړې په ښکیلو خواوو د وګړو د خوندیتابه غږ کوي. له بلې خوا د انساني حقونو ځپلواک کمېسون پر طالبانو غږ کوي چې د ټاکنو امنیت ګډوډ نه کړي او ملکي وګړو ته دې مرګ ژوبله نه اړوي.
په افغانستان کې سبا د شنبې په ورځ د میزان په ۶مه د ولسمشرۍ ټاکنې دي
د ټاکنو خپلواک کمېسيون، پرون د سپټمبر په ۲۶مه ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو ترسره کولو ته تیار دی.
دفاع وزارت: د طالبانو الفتح عملیات ناکام دي
د افغانستان دفاع وزیر وايي طالبان د الفتح په عملیاتو کې ناکام دي ځکه ددې ډلې جنګیالي ونه توانیدل چې ښارونه ونیسي.
د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو وګورئ
ملګروملتونو وسله والوطالبانو ته ګواښ کړی چې انتخاباتو ته دې خنډ نه پېښوي. د سعودي ولیعهدمحمدبن سلمان ویلي د جمال خاشقجي د وژنې مسوولیت ده ته متوجه دی. ځوانه فعاله ګریتا تنبرګ د ملګروملتونو له اسمبلې وروسته له نیویارکه سویډن ته روانه شوه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
افغان ټاکنې: د طالبانو ګواښ او د امنیتي ځواکونو ډاډګیرنه
افغان امنیتي چارواکي وايي، له امنیتي ننګونو سره سره به د شنبې ورځې ولسمشریزې ټاکنې وشي. خو د طالبانو د نظامي شورا په نامه ډلې یوې تازه خبرپاڼه کې ویلي، خلک دې له ټاکنو سره پرېکون وکړي او نور دې هم په ټاکنو کې له ګډون کولو را وګرځوي
د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
پاکستان د ټاکنو په ورځ له افغانستان سره خپلې ټولې پولې تړي
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت لپاره به خپلې ټولې پولې له افغانستان سره وتړي او د دواړو هیوادونو د وګړو تر منځ به تګ راتګ د لنډې مودې لپاره بند وي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: د سکوت په دوره کې هره کمپایني کړنه له قانونه سرغړونه ده
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د چوپتیا یا سکوت په دوره کې د کمپاین په توګه له هر ډول وسیلې کار اخیستل له انتخاباتي قانونه سرغړونه ده.
افغان ټاکنې: پاکستان دوه ورځو لپاره د تګ راتګ لارې تړي
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، دې لړ کې به له پنجشنبې وروسته د څلورو ورځو لپاره د ټولو پلي کسانو او لاریو سخته تالاشي پيل شي، خو د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۷ مه او ۲۸ نېټه، یعنی د جمعې او شنبې پر ورځو به د تګ راتګ ټولې لارې وتړل شي.
ټاکنیزې سیالۍ او د انتخاباتو کمېسیون د چمتووالي ۲ میاشتې څرنګه تېرې شوې؟
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مهالوېش پر اساس د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ دوه میاشتې وړاندې د اسد په شپږمه پیل شوې وې.
ژوند په کابل کې
د افغانستان د نورو ښارونو او سیمو په پرتله د کابل په ښار کې انتخاباتي کمپاینونه، غونډې او شعارونه ډېر لیدل کیږي.
هغه ۶ شیان چې راتلونکې کې ترې بې برخې کېږو
زموږ څخه د وسایلو د کمېدو دردناک احساس ورو ورو په کمېدو دی.موږ ټولو دا لوستي چې د اوبو جنجال ورو ورو زیاتېږي یا تېل کمېږي او یا هم د شاتو مچۍ په کمېدو دي خو له دې پرته نور هم ډېر څه شته چې په ډېرې کمې بې پروايۍ سره له هغې بې برخې کېږو.
یوناما طالب مشرانو ته: انتخابات مه ګډوډوئ
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامچي یاماموتو له وسله والو طالبانو غوښتي د ټاکنو د ګډوډولو څخه دې ډډه وکړي.
انتخاباتي کمپاینونه بند او د خاموشۍ دوره پیل شوه
د جمهوري ریاست د انتخاباتو د سکوت یا چوپتیا ۴۸ ساعته دوره، د کاندیدانو ترمنځ له دوه میاشتې انتخاباتي سیالیو وروسته، د پنجشنبې په شپه (سپتمبر۲۵) دولس بجې پیل شوه.