د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: د سکوت په دوره کې هره کمپایني کړنه له قانونه سرغړونه ده
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د چوپتیا یا سکوت په دوره کې د کمپاین په توګه له هر ډول وسیلې کار اخیستل له انتخاباتي قانونه سرغړونه ده.
افغان ټاکنې: پاکستان دوه ورځو لپاره د تګ راتګ لارې تړي
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، دې لړ کې به له پنجشنبې وروسته د څلورو ورځو لپاره د ټولو پلي کسانو او لاریو سخته تالاشي پيل شي، خو د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۷ مه او ۲۸ نېټه، یعنی د جمعې او شنبې پر ورځو به د تګ راتګ ټولې لارې وتړل شي.
ټاکنیزې سیالۍ او د انتخاباتو کمېسیون د چمتووالي ۲ میاشتې څرنګه تېرې شوې؟
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مهالوېش پر اساس د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ دوه میاشتې وړاندې د اسد په شپږمه پیل شوې وې.
ژوند په کابل کې
د افغانستان د نورو ښارونو او سیمو په پرتله د کابل په ښار کې انتخاباتي کمپاینونه، غونډې او شعارونه ډېر لیدل کیږي.
هغه ۶ شیان چې راتلونکې کې ترې بې برخې کېږو
زموږ څخه د وسایلو د کمېدو دردناک احساس ورو ورو په کمېدو دی.موږ ټولو دا لوستي چې د اوبو جنجال ورو ورو زیاتېږي یا تېل کمېږي او یا هم د شاتو مچۍ په کمېدو دي خو له دې پرته نور هم ډېر څه شته چې په ډېرې کمې بې پروايۍ سره له هغې بې برخې کېږو.
یوناما طالب مشرانو ته: انتخابات مه ګډوډوئ
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامچي یاماموتو له وسله والو طالبانو غوښتي د ټاکنو د ګډوډولو څخه دې ډډه وکړي.
انتخاباتي کمپاینونه بند او د خاموشۍ دوره پیل شوه
د جمهوري ریاست د انتخاباتو د سکوت یا چوپتیا ۴۸ ساعته دوره، د کاندیدانو ترمنځ له دوه میاشتې انتخاباتي سیالیو وروسته، د پنجشنبې په شپه (سپتمبر۲۵) دولس بجې پیل شوه.
"که هر کاندید د چوپتیا اصل په پام کې ونه نیسي، نغدي جریمه کېږي"
د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو انتخاباتي مبارزه تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېده او نن او سبا د چوپتیا دوره ده. د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړي محمد قاسم الیاسي پرون ازادي راډیو ته وویل چې که هر کاندید د چوپتیا اصل مراعات نه کړي، له پنځو زرو تر یو لک افغانیو نغدي جریمه کېدای شي. د دغې دورې له پیلېد سره د ولسمشرۍ ټول کاندیدان مکلف دي چې خپل عکسونه او نور کمپایني بیلبورډونه له ښارونو لېرې کړي او د رأیې ورکولو د مرکزونو په سل مترۍ کې هم باید د هېڅ یوه کاندید عکس ونه لیدل شي. ټاکل شوې بل سبا د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، له نهه نیم ميلیونو زیات وګړي له دې کمېسیون سره د رأیې ورکوونکو په توګه ثبت شوي او د رأیې ورکولو په ورځ به په ټول هېواد کې د رأیې ورکولو ۴۹۴۲ مرکزونه د دوی پرمخ خلاص وي.
امریکا کې د ولسمشر مواخذه څنگه کیږي؟
د امریکا کانگرس دا واک لري چې د یوې ټاکل شوې تگلارې په پلې کولو سره ولسمشر د دندې نه لیرې کړي.
هند: د پاکستان سره خبرې کوو د ټرورستان سره نه
د هند د بهرنو چارو وزیر ایس جی شنکر ویلي دي چې هند د پاکستان سره خبرو ته تیار دی خو د ټرورستان سره به خبرې ونه کړي.
ملګري ملتونه: طالبان دې پر ټاکنیزو مرکزونو او خلکو بریدونه نه کوي
د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره ټاکنیزې سیالۍ نن شپه د کابل پر وخت دولس بجې پای ته رسیږي. د یو شمېر نوماندانو ټاکنېزې منډې ترړې ډېرې تودې وې خو، د ځینو نورو بیا په نشت حساب وې. د شنبې پر ورځ به افغانان د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره د رایو مرکزونو ته لاړ شي.
یوناما د ولسمشرۍ ټاکنو کاندیدانو ته: د اصولو په اساس چلند وکړئ
د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی د دغه هیواد د ولسمشریزو کاندیدانو څخه غوښتي چې د انتخاباتو د اصولو په اساس دې چلند وکړي.
غني: که د عبدالله او نبیل تورونه کمپایني ثابت شول، باید بندیان شي
ولسمشر محمد اشرف غني د تدارکاتو په برخه کې د فساد په هکله د عبدالله عبدالله او رحمت نبیل ادعاوې رد کړې.
د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو
په افغانستان کې د شنبې د ورځې د انتخاباتو د نتیجو په اړه د ولسمشر اشرف غني وار له مخه څرګندونې، د دې ترڅنګ به ووینئ چې د پاکستان صدراعظم عمران هڅې کوي چې د واشنګتن او تهران د لانجې منځګړیتوب وکړي. داسې ترمینل هم دلته لیدلی شئ چې په ټوله نړۍ کې ساری نه لري.
حکمتیار: درغلي مکوئ – پخپل راتګ مو مه پښیمانه کوئ
د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید، ګلبدین حکمتیار په انتخاباتو کې د درغلیو پر ضد خبرداری ورکړی او وایي که په انتخاباتو کې درغلي وشي، نتیجه یې هیڅوک نه مني.