ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د افغان ولسمشرۍ او درې نورو ټاکنو نوې نیټه اعلان شوه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو نوی مهال وېش اعلان کړ. کمیسون وايي، د ولسمشرۍ سره هم مهاله به په یوه ورځ، غزني کې د ولسي جرګې ځنډېدلې، د ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هم د راتلونکي کال د چنګاښ پر ۲۹مه ترسره شي.

30.12.2018 BBC

پاکستان په جعلي اسنادو ګومارل شوي پیلوټان شړلي

د پاکستان د ملي هوايي کرښې 'پي ای اې' شرکت د درېیو پیلوټانو په ګډون ۵۰ کارکوونکي له دندو شړلي. سترې محکمې ویلي، په دوی کې داسې پیلوټان هم شته چې ان په ګاډي چلولو هم نه پوهېږي.

30.12.2018 BBC

'د کورنیو چارو وزارت کارکونکي به سفارتونو ته بې اجازې نه ځي'

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د وزارت هېڅ یو کارکونکی یا پولیس د دغه وزارت مشرتابه او یا استخباراتي څانګو ته له ویلو پرته سفارتونو ته نه شي تللی.

29.12.2018 BBC

اسدالله خالد: ښارونو کې مېشت ځواکونه به د جګړې کرښو ته استول کېږي

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د خپل کار پر لومړۍ ورځ وویل، له دې وروسته به د جګړې بڼه بدلېږي او په ښارونو کې متمرکز ځواکونه به د جګړې کرښو ته استول کېږي او د وسله والو مخالفینو پر پټنځایونو به بریدونه کوي.

29.12.2018 BBC

د داعش جرمنۍ غړې خپله لور 'له تندې وژلې'

د "اسلامي دولت" ډلې یوه پخوانۍ جرمنۍ غړې له دې کبله له جنګي جرم سره مخامخېدونکې ده چې د لمر وړانګو ته یې په لورولۍ د یوې نیول شوې ایزدۍ نجلۍ ژغورلو کې پاتې راغلې او د لمر وړانګو ته له تندې مړه شوې ده.‌

29.12.2018 BBC

لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون مشر ممنوع الخروج اعلان کړ

افغان لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم او د فدراسیون څلورو نورو کارکوونکي ممنوع الخروج اعلان کړل. پر دغو کسانو تور پورې دی چې د فوټبال یوشمېر ښځینه لوبغاړې یې په جنسي ډول ځورولي دي.

28.12.2018 BBC

سعودي افغان حکومت او طالبان جده کې خبرو ته وربللي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ټاکل شوې سعودي عربستان له افغان حکومت او طالبانو سره د سولې خبرو ته د زمينې برابرولو بله غونډه نژدې راتلونکې کې په سعودي کې وشي. بل اړخ ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د بلې غونډې په اړه بحثونه لا وروستي شوي نه دي.

28.12.2018 BBC

پر افغان سوله د پاکستان او امریکا د پوځي چارواکو خبرې

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت امریکایی قومندان جنرال سکاټ میلر د سعودي عربستان په کوربتوب د افغان سولې لپاره د یوې بلې غونډې په درشل کې پاکستان ته تللی او له پاکستاني لوري سره یې د خبرو اصلي موضوع په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې وې.

28.12.2018 BBC

له نواز شریف وروسته پر زرداري هم د سفر بندیز ولګېد

د پاکستان حکومت د دې هېواد پر پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د سفر بندیز لګولی. پر ده د پیسو سپینولو او په ناقانونه توګه له هېواد بهر د پیسو لېږلو تور دی. دا پرېکړه پنجشنبه د لومړي وزیر عمران خان تر مشرۍ لاندې د کابینې په غونډه کې وشوه.

27.12.2018 BBC

قومندان قیصاري د ملي امنیت له بنده خوشی شو

د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی نظام الدین قیصاري د ملي امنیت له بنده خوشی شوی دی. ښاغلی قیصاري شپږ میاشتې مخکې له بشري حقونو د سرغړونې په تور د امنیتي ځواکونو لخوا په فاریاب ولایت کې نیول شوی و.

27.12.2018 BBC

امریکا او برتانیا: دفاعي سیستم د روسیې د نوي توغندي مخه نشي نیولی

د امريکا او برتانيا د امنيتي مالوماتو د شورا اجراييه رييس پاول انگرم وايي، دفاعي سيستمونه د روسیې د نوي توغندي مخنيوى نشي کولى. له دې مخکې د روسیې ولسمشر وویل، داسې ستراتيژيک توغندى یې ازمويلى چې غږ یې له رفتاره چټک دى او د دفاعي توغنديو د سيستمونو اوسني او راتلونکي نسل ته ماتې ورکوي.

27.12.2018 BBC

د برتانیا کورنیو چارو وزیر: پر ماشومانو ډېری تېري کوونکي پاکستاني نژاد دي

د برتانیا کورنیو چارو وزیر وايي، څرګنده ده چې دغه هېواد کې له ماشومانو سره ډېر جنسي زور زیاتی کونکي پاکستان الاصله دي.

26.12.2018 BBC

"له طالبانو سره به د ایران خبرې دوام ولري"

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي شمخاني کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، افغان حکومت له طالبانو سره د ایران له اړیکو خبر دی، او دا اړیکي به دوام وکړي. تهران ټینګار کوي چې له طالبانو سره یې اړیکه په دې مانا ده، چې هغوی له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي.

26.12.2018 BBC

د سوريې پلازمينې دمشق ته څېرمه پر وسله کوټ د اسرائیل هوايي برید

تېره شپه د سوريې پلازمېنې دمشق ته څېرمه د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي، چې د سوريې پوځ وايي په یوه وسله کوټ د اسراییل د هوايي بریدونو له امله وو. دغه برید په ګولان غونډیو کې د شپې له خوا د اسراییل پر پوځي پوستو د غنديز برید په ځواب کې شوی و.

26.12.2018 BBC

کندهار عینو مېنه کې پر بلوڅانو ځانمرګی برید شوی

د کندهار ښار په یوه تر ټولو خوندي سیمه عينو مېنه کې ځانمرګى بريد شوى او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. په سیمه کې ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، د برید هدف هلته د مېشتو بلوڅانو یوه کورنۍ وه. خو ولایتي چارواکي دا خبره نه تائیدوي

25.12.2018 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more