امریکا له روسیې سره د اتومي وسلو له تړونه لاس پر سر شوه
د منځني واټن اتومي ځواک دغه هوکړه چې د (ای این یف) په مخفف نامه یادیده، ۱۹۸۷ کال کې د سړې جګړې پر مهال د امریکا هغه مهال ولسمشر رونالډ ریګن او د شوروي ولسمشر میخایل ګورباچوف لاسلیک کړې وه. دې سره د وسلو زېرمه کولو یوې نوې سیالۍ پيلېدو وېره ډېره شوې ده.
امریکا له افغانستانه خپل زرګونه سرتیري ستنوي
د امریکا او طالبانو تر منځ د لومړنۍ هوکړې له مخې تمه ده له افغانستانه د شپږو زرو په شاوخوا کې امریکايي سرتېري وویستل شي.د دغو سرتیرو ویستل له طالبانو سره د یوې هوکړې له مخې کېږي. واشنټن پوسټ ورځپانې له ځینو امریکايي سر چینو له قوله ویلي چې په دغه توافق کې اوربند له القاعده شبکې سره د اړېکو پرېکول شامل دي.
یمن کې پر پوځي مارش برید کې ۳۲ کسان وژل شوي
یمن کې پر پوځي مارش مراسمو د حوثي یاغیانو یوه برید کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي دي. د یوه ټلویزیون رپوټ کې چې چارې یې حوثیان سبمالوي، ویل شوي دي، عدن ښار کې پر پوځي مراسمو د توغندیو او یوه ډرون برید شوی دی. برید کې ګڼ شمېر کسان ژوبل هم دي
حکمتیار: د صدر اعظم د څوکۍ مخالف یم
د افغانستان را روانو ولسمشریز ټاکنو ته د کمپاینونو په نننۍ پنځمه ورځ کې نوماند ګلبدین حکمتیار له خپلو پلویانو سره په یوه ګډه غونډه کې د صدراعظمي څوکۍ له رامنځته کېدو سره مخالفت اعلان کړ. ښاغلی حکمتیار وایي، که دی ټاکنو کې بریالی شي نو د بهرنیو ځواکونو حضور به پای ته ورسوي.
د امریکا استخباراتي مشران: د اسامه زوی حمزه مړ شوی
د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، د القاعدې شبکې د وژل شوي بنسټګر اسامه بن لادن ۳۰ کلن زوی حمزه مړ شوی، خو د هغه د مړینې د ځای او نېټې په اړه یې هېڅ معلومات نه دي ورکړي. اټکل کېده چې حمزه بن لادن د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې مشري کوله.
د خُرم خاطرې: "امریکایانو د کرزي د وژلو پلان درلود"
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس او سلاکار عبدالکریم خرم د خپل سیاسي ژوند او فعالیتونو خاطرې په یوه کتاب کې چاپ کړې دي. "څلوېښت کاله په توپان کې" نومي کتاب د تېرو اتلسو کلونو ګڼې نا ویلې کیسې را سپړلې دي
افغان حکومت د سولې مذاکراتو لپاره پنځلس کسیز پلاوی وټاکه
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي له پرلپسې هڅو وروسته یې داسې پنځلس کسیز مرکچي پلاوی جوړ کړی چې سیاسي، ټولنیز او قومي انډول په کې په پام کې نیول شوی دی. د دغه وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې د پلاوي د غړو نومونه نه دي په ډاګه شوي.
فراه کې پر سپرلۍ موټر چاودنې ۳۴ کسان وژلي
د فراه سیمه ییز چارواکي وايي، ددغه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې پر یوه مسافر وړونکي ګاډي چاودنه شوې چې له شاوخوا سپرلۍ ۳۴ یې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي. د فراه د والي ویاند بي بي سي ته وویل، موټر له هراته کندهار ته روان و.
د کوټې لیاقت بازار کې چاودنې لږ تر لږه ۴ کسان وژلي
د بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې نن سه شنبه په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي. چاودنه د کوټې ښار لیاقت بازار کې شوې ده. دا چاودنه د د پولیسو تانې ته نږدې شوې ده. تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی
پاکستان کې پر کورونو د پوځي الوتکې لوېدو ۱۸ کسان وژلي
د پاکستان راولپنډۍ کې د سې شنبې په شپه یوه کوچنۍ پوځي الوتکه د استوګنې پر کورونو لوېدلې ده چې د پنځو پوځيانو په ګډون لږترلږه ۱۸ کسان په کې وژل شوي دي. په وژل شویو کې ۱۷ ولسي وګړي دي او ۱۲ نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
یوناما: شپږو میاشتو کې شاوخوا ۴ زره ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونه سیاسي استازولي وايي په افغانستان کې د روانې جګړې له امله د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمايي کې نژدې څلورو زرو ملکي وګړ ته مرګ ژوبله اوښتې. یوناما وايي چې دا شمېره د تېر ۲۰۱۸ کال د ورته مودې پر تله ۲۷ سلنه لږوالی ښيي. په ۲۰۱۸ کال د ملکي مرګژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوې وه.
"ټرمپ د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له افغانستانه د پوځیانو ایستل پیلوي"
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي، د ۲۰۲۰ کال د امریکا متحدو ایالتونو له ولسمشریزو ټاکنو مخکې له افغانستانه د ځواکونو ایستل پیل کړي. ښاغلي پومپیو دغه راز وویل، 'د افغان سولې خبرو کې پرمختګ شوی' او په وینا یې دی هیله من دی.
د کابل پروني برید کې "۲۰ کسان وژل شوي او ۵۰" ټپیان دي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې د زرغون خوځښت پر دفتر د پروني برید له امله د وژل شویو شمېر ۲۰ او د ټپیانو شمېر پنځوسو ته ورسېد. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی سرپرست او اوسنیو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح د دې خوځښت مشر دی.
تاجکستان ۸۰ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اتیا افغانان چې تاجکستان کې بندي و، افغان لوري ته سپارل شوي او دا کسان به د پاتې محکومیت دوره خپل هېواد کې تېروي. د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د بندیانو سپارلو تړون له مخې دا زندانیان افغان حکومت ته سپارل شوي دي.
کابل ښار کې له چاودنو وروسته ډزې دوام لري
په پلازمېنه کابل ښار کې نن یکشنبه ماسپښین له دوه چاودونو وروسته د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته روانه ده. امنیتي چارواکي وایي، پېښه د ښار په څلورمه حوزه کې د کاتب پوهنتون تر شا او د شهید څلور لارې ته نږدې رامنځته شوی ده. نور جزئیات وروسته