ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


څېړنه: ککړه هوا له کورونا وېروس د مړینې خطر لا ډېروي

د دوه جلا نړیوالو څېړنو پایلې ښيي چې د هوا ککړتیا لوړه کچه ښايي د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړینې خطر زیات کړي. د روغتیا نړیوال سازمان غړې ډاکټرې ماریا نیرا بي بي سي ته ویلي، هغه هېوادونه چې هوا یي ډېره ککړه ده، باید د کورونا وېروس ضد هلې ځلې زیاتې کړي

21.04.2020 BBC

رپورټ: کرونا وایرس د امریکا او طالبانو امن معاهده د خطر سره مخامخ کولی شي 

رويټرز خبري اداره وايي یوې سرچینې ورته د نوم نه څرګندولو په شرط وویل که چیرې د هرې خوا یو شمېر قیدیان په کرونا وایرس اخته شول او یا په زندان کې د دې مرض د خپرېدو کې مړه شول نو دا به یوه انساني مسله وي او د بېن الافغاني مذاکراتو دپاره به مشکلات پېدا کړي

21.04.2020 ډیوه

پاکستان دګوادر بندرګاه څخه افغانستان ته دتجارتي توکو تیرولو اجازه ورکړه

دپاکستان اؤ افغانستان ترمنیځ په کال ۲۰۱۰ کې دشوي تجارتي تړون(پاک افغان ټرانزټ ټریډ) په اساس دپاکستان حکومت د ګوادر بندرګاه څخه افغانستان ته دتجارتي مالونو تیرولو اجازه ورکړه.

21.04.2020 ډیوه

ډبلیو اچ او: د لاک ډاون په ماتولو کې چټکي به د کرونا ګواښ زیات کړي

واشنګټن: په ټوله نړۍ کې په کورونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر شاخوا دوه نیم میلیونو ته رسېدلی او پرې مړه شوي کسان له ۱۷۱۰۰۰ څخه زیات شوي دي. تر ټولو زیات خلک په امریکا کې په کورونا وایرس باندې اخته او مړه شوي‌ دي چې د اخته کسانو شمېر یې نږدې اته لکه او د مړو شمېر له ۴۲۵۰۰ څخه زیات شوی دی. له دغه وایرس څخه تر شپږ نیم لکه زیات کسان ښه شوي هم دي. بل پلو د امریکا وکیلان په ۴۵۰ بیلینه ډالره بستې باندې موافقې ته سره نږدې شوې دي تر څو په وړو کاروبارونو او روغتونونو باندې دا پیسې ووېشل شي. ټاکل شوېده چې سېنېټ به نن د نهې یا سې شنبې په ورځ په دې باندې رایه ورکړي. د امریکا د استازو په جرګه کې د اکثریت مشر سټینې هویر ویلي، کچېرې سېنېت یې د نهې په ورځ تصویب کړي نو د استازو جرګه به پرې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ کار وکړي. دا په داسې حال کې چې د امریکا د ګڼو ایالتونو والیانو اعلان کړی چې دوی به له راتلونکې اونۍ څخه په کور کې د پاتې کېدو په غوښتنه کې نرموالی راولي. په ځینو ایالتونو کې بیا واړه لاریونونه هم وشول او خلکو پکې نورمال اقتصادي حالت ته د بېرته راګرځېدو غوښتنه کوله. خو په امریکا کې د انتاني ناروغیو وتلي مختخصص ډاکټر انټوني فوسي د ګل یا دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې هغه چې په کور کې د پاتې کېدو غوښتنه جدي نه نیسي هغوی د اقتصادي رغېدو مخه نیسي. ولسمشر ټرمپ ددغو لاریون کونکو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ځینې والیان یا ګورنران د محدودیتونو په لګولو کې ډېر مخکې تللي. د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او چارواکو د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، کچېرې هېوادونه د لاک ډاون په ماتولو کې چټکي وکړي نو د کورونا وایرس د بیا خپریدو ګواښ به رامنځ ته شي. د ډبلیو اچ او سیمیز مشر ډاکټر تکیشي کسايي په یو انلاین خبري کانفرانس کې وویل، " دا وخت د کرونا په وړاندې د نرموالي نه دی بلکه ددې پرځای باید مونږ په راتلونکې کې په نوې طریقه ژوند کولو ته ځان تیارو کړو.‌ د ډبلیو اچ او لخوا دغه د احتېاط پیغام په داسې حال کې ورکړل شوی چې په ګرده نړۍ کې حکومتونه په دې غور کوي چې څه وخت او څه ډول به د کرونا د وبا له امله لګېدلي محدودیتونه نرموي. د ایټالیا لومړي وزیر ګوسیپې کانټې ویلی، چې حکومت به یې له کارپوهانو سره تر سلا مشورو وروسته ددې اونۍ په پای کې خپل پلان په ډاګه کړي. هغه ویلي، هېواد به په بیلا بیلو پړاونو کې پرانېستل کېږي او یو مناسب اټکل به دا وي چې دغه پلان به د مې په څلورمه نېټه پیل شي.‌ کانټې دا هم لیکلي‌ چې کاشکې هر څه یو دم پرانېستل کېدای خو داسې کار به بې مسولیته وي او ټولې هغه هڅې به ورسره په اوبو لاهو شي چې مونږ یې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره کوو.‌ د برتانیې پارلمان هم د یوې اوږدې وققې وروسته د نهې یا سې شنبې په ورځ سره په دې مسله خبرې کوي، داسې چې یواځې ۵۰ غړي به یې د ۶۵۰ کسیزه پارلماني خونه کې له یو او بل سره په لازمې فاصله کې ناست وي او پاتې نور به یې د ویډیو کانفرانس له لیارې ورسره په رایه ورکولو کې ملګري وي. د کرونا وایرس د پراخ خپرېدو له وېرې د اندونیزیا حکومت د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې دوی د رمضان په پای کې د خلکو په دودیزو سفرونو باندې هم بندیز لګوي. روغتیايي چارواکو د کرونا د ممکنه زیاتوالي خبرداری ورکړی کچېرې په میلیونونو خلک خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شي. په اندونیزیا کې ۶۷۰۰ کسان په کورونا وایرس باندې اخته شوي او ۶۰۰ یې مړه شوي‌ دي. د کرونا د وایرس له امله همدارنګه په جرمني کې د اکټوبرفیسټ په نامه د بیرو نندارتون کنسل شوی دی او ویلي یې دي چې دا به ډېره خطرناکه وي چې داسې نندارتون جوړ شي چې هر کال ورته دوه میلیونه بهرني سیالانیان ورځي. جرمن چارواکي مارکس سویډر ویلی، له کرونا سره ژوند یعنې په احتیاط سره باید ژوند وشي.   په جنوبي کوریا کې ډېر څه نورمال کېدو خواته روان دي چې ورسره به ددغه هېواد د بیسبال لوبو سیالۍ هم پيلېږي. د ډوسان بیرز او ال جي ټوینز په نامه دوو لوبډلو یې په سوېل کې په داسې حال کې لوبې وکړې چې د لیدلو لپاره ورته هېڅوک هم نه ناست. ټاکل شوېده چې د کوریا د بېسبال د لوبو سیزن چې د مې په پنځمه نېټه پېلېږي هم له نندارچیانو پرته پرمخ ولاړ شي. ددې ترڅنګ د هر لوبغاړي د تودوخې درجه به له هرې لوبې دوه ځله مخکې کتل کېږي او له لوبغاړو به غوښتل کېږي چې په لاس به روغبر او های فایف نه کوي نه کوي.

21.04.2020 ډیوه

ملت ته د ولسمشر غني پيغام: ډېر ژر به له بې‌وزلو او فقیرانو سره مرستې پیل شي

ولسمشر غني، ورځ تر بلې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره سم، د وضعیت د مدیریت په اړه د خپل حکومت له هڅو خبر ورکوي.

21.04.2020 ازادي راډیو

ایا د شمالي کوریا مشر مرګونی ناروغ دی؟

د سویلي کوریا چارواکو هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د زړه له عملیاتو وروسته سخت ناروغ دی. په سویلي کوریا کې د ولسمشر دفتر ویلي له شمالي کوریا داسې مشخصې نښې نشته چې وښيي د دغه هېواد ۳۶ کلن مشر له مرګونې ناروغۍ رنځېږي.

21.04.2020 BBC

فیصل ايدهي ته کرونا وايرس ور پورې شوی، هغه په وروستيو کې د عمران خان سره لیدلي

په پاکستان کې د خېرښېګړې خېراتي ادارې مشر فېصل ايدهي کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی، فېصل ايدهي په وروستيو کې د وزیراعظم عمران خان سره هم ليدلي وو.

21.04.2020 ډیوه

خوست:د والي اؤ ملي اردو په موټرو بمي بریدونه شوي،دعسکرو په ګډون اته تنه ژوبل

دافغانستان سویلي خوست ولایت کې نن سه شنبې په سهار ددې ولایت د والي دموټرو په کاروان دموټربم برید شوی چې پخپله والي له دغه بریده روغ وتلی خو ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

21.04.2020 ډیوه

ایا پوهیږئ د کرونا علاج کې کاریدونکي شیان وروسته انساني ژوند ته څومره ګواښ پېښولی شي ؟

د سر ښار پیښور لیډي ریډنګ روغتون کې د کرونا وایرس د اغیزمنو لپار ځانګړی وارډ جوړ کړی شوی دی او د یاد روغتون ویاند محمد عاصم خان وایس اف امریکا ډیوه ته وایي هیڅ کوم بنده دغې وارډ ته نشي ورتلی.

21.04.2020 ډیوه

د ولسمشر غني او لومړۍ مېرمن د کرونا ویروس ازمیښتونو پایلې منفي دي

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۲» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې به نویو ثبت شویو شمېرو کې ډېرې پېښې په پلازمېنه کابل کې دي.

21.04.2020 ازادي راډیو

ارګ: د ولسمشر غني او رولا غني د کرونا معاینات منفي دي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني او د هیواد لومړۍ مېرمنې رولا غني د کرونا معاینات منفي دي.

21.04.2020 امریکا غږ

کورونا وېروس؛ د ولسمشر غني او لومړۍ مېرمنې ټېسټونه منفي دي

د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ یو ویاند صدیق صدیقي وايي، د ولسمشر محمد اشرف غنی او لومړۍ مېرمنې رولا غني د کورونا وېروس ټېسټونه منفي دي. له بلې خوا روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې ۶۶ کسان په کورونا اخته شوي چې پکې ۵۲ کابل کې دي.

21.04.2020 BBC

افغانستان د رسنیو د ازادۍ په درجه بندۍ کې ښه شوی دی

افغانستان د ۲۰۲۰میلادي کال د بې پولې راپورورکوونکو سازمان "ار ایس ایف" د رسنیو د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې د تیرکال پرتله یوه درجه ښه شوی او د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې یې ۱۲۲ ځای خپل کړی دی.

21.04.2020 امریکا غږ

د خوست د والي په موټرو چاودنه شوې، ۱۴ تنه ټپيان دي- چارواکي

د خوست والي محمد حلیم فدايي پر موټریز کاروان موټر بم چاودنه کې ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.

21.04.2020 امریکا غږ

د بښنې نړیواله اداره: سعودي کې اعدام بې ساری زیات شوی

د بښنې نړیواله اداره وايي، سعودي کې پر ۲۰۱۹ کال اعدام په بې ساري ډول ډېر شوی دي. د دې ادارې د رپوټ له مخې، سعودي تېر کال ۱۸۴ کسان اعدام کړي دی. خو ایران د ۲۵۱ کسانو اعدام سره تر چین وروسته او دې برخه کې بیا هم دویم ځای لري.

21.04.2020 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more