دکرونا وائروسو مخنیوي دپاره امریکا پاکستان ته ۸۰ لکه ډالر مرسته ورکوي
دکرونا وائروسو دبدو اغېزو نه دځان ساتنې دپاره امریکا پاکستان ته د نورو ۸۰ؤ لکو ډالرو دمرستې ورکولو اعلان کړی دی اؤ په پاکستان کې دامریکې سفیر پال جونز وایي د کرونا وائروسو دمخنیوي په هڅو کې امریکا دپاکستان ترشا ولاړه ده.
سل ورځې مې له لمر لیدو پرته څنګه تېرې کړې؟
له کورونا وېروس زیانګالو یا اسېب پزیرو خلکو ته ویل کېږي چې کور پاتې شي او ۱۲ اونۍ له کور ونه وځي. خو ډېرو خلکو ته ګرانه ده چې درې میاشتې له لمر لیدو پرته وخت تېر کړي.
کرونا تر دې دمه افغانستان کې ۳۳ تنه مړه کړي، ۹۳۳ پرې اخته دي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۲۷ تنه نور هم د کرونا په ویروس اخته شوي دي.
دسعودي دپخواني بادشاه لور شهزادګۍ بسمه وایي زندان ته اچول شوې ده
تیرکال په مرموزه توګه بې درکه شوې دسعودي شهزادګۍ بسمه بنت سعود په ټولنیزه رسنۍ ټوئټر راښکاره شوې اؤ ویلي یې دي هغه دسعودي عرب الهیئیر نومې زندان ته اچول شوې ده.
کونړ کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي
په کونړ ولایت کې د یو کور د یوې کوټې د چت پرېوتو له امله شپږ تنه مړه شوي دي.
خیبر پښتونخوا کې د کرونا وائروسو له امله دمړینو شمیر۵۰ؤ ته ورسېدو
دپاکستان دننه د تیرو ۲۴ؤ ساعتو په مهال اته نور کسان دکرونا وائروسو له امله مړه شوي چې دې سره په دغه هیواد کې د کرونا دمړو شوؤ ناروغانو شمیره ۱۴۳ؤ ته رسېدلې ده.
امریکا کې له کورونا وېروس ۲۴ ګړیو کې ۴۵۹۱ کسان مړه شوي
امریکايي رسنۍ دغه هېواد کې له کورونا وېروس د مړینې د نوي ریکارډ خبره کوي او وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې له دې وېروس څلور زره پنځه سوه یو نوي کسان مړه شوي دي. امریکا کې تراوسه د کورونا وېروس درې نیم میلیون ټېسټونه شوي، چې په دې برخه کې هم له نړۍ مخکې ده.
سعودي شهزادۍ له ملک سلمان د خوشي کېدو غوښتنه وکړه
د سعودي یوې پېژندلې شهزادۍ خپل رسمي ټوېټر ایکاونټ کې له خپل تره او د سعودي له پاچا ملک سلمان غوښتي چې ازاده یې کړي. د شهزادۍ بسمه بنت سعود دغه ټوېټ وروسته لرې کړل شوی دی.
حکومت د تاوان سره مخامخ امریکايي کرونده ګرو دپاره د ۱۹ ارب ډالرو اعلان وکړو
امریکې د زراعتو وزیر سوني پرډوو وویل د ملک د نورو مدونو په رنګ د امریکې د زراعتو برخه هم د کرونا وایرس نه په منفي ډول متاثره شوې او صدرډانلډ ټرمپ د خپلو کرونده ګرو ترڅنګ ولاړ دی چې د دې بیړني حالاتو څخه ووځي
رپورټ: د صدر ټرمپ حملو په مطبوعاتو د خلکو اعتماد کمزوری کړی
په نیویارک کې مېشته د سي پي جې د څیړنې ترمخه، د ملک دننه او د امریکې په سرحدونو د خبرونو سرچینو، د خبریالانو ویرول کېدل او خلاف یې د خلکو د بدنامه کولو په سر په مقدمو او قانوني ګامونو کې اضافه شوي ده
د صدر ټرمپ پلویان، زاړه پاله امریکایان کرونا وایرس د مخنیوي دپاره په کور د کښېناستلو مخالفت کوي
اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي په دغو مظاهرو کې زیاتره د صدر ټرمپ پلویان، د مختلفو ناروغو د وېکسینو مخالفین، د وسله لرلو حمایت کونکي او د ښي لاس سخت دریځه نظریات لرونکي برخه اخلي چې کرونا وایرس د مخنیوي دپاره د روزانه ژوند ودرولو مخالفت کوي
پاکستان هندوستان ته د امریکې د وسلې ورکولو مخالفت کړی, واشنګتن وايي د وسلې مجوزه سودا به د سيمې توازن بدل نکړي
د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ د نهې، سه شنبې، په ورځ هندوستان ته د ۱۵۵ مېلین ډالرو مالیت وسله ورکولو سودا منظوري ورکړه چې پکې به مزایلې، ټورپیډوز او نور پوځي الات شامل وي
کورونا وېروس: نړۍ کې تازه پېښې او امنیتي سرتېرو لیکو کې د ناروغۍ خپرولو هڅه
جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې د اپریل پر څلورمه نېټه د کورونا ویروس ناروغانو شمېر یو میلیون ته رسېده، چې اوس دوې اونۍ وروسته له دوه میلیونه زیات شوی دی.
قرغز ډاکټر له انتقاد وروسته له حکومت څخه بخښنه وغوښته
یوه قرغز ډاکټر چې په روغتون کې د لازمو وقایوي وسایلو د نشتوالي له کبله پر حکومت انتقاد کړی و، په یوه ویډیويي پیغام کې بخښنه وغوښته. د هغه دې کار د قرغزستان پر حکومت په تېره پر امنیتي ادارو د خلکو زیات انتقادونه پارولي دي. په دې اړه نور جزییات په دې ویډیو کې:
طالبانو یوه بله ډله بندیان هم خوشې کړل
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر یوه بیان کې ادعا کړې چې دا ډله بندیان د افغان حکومت د پوځ او پولیسو سرتیري دي. خو ځايي حکومتي چارواکي وايي د دې کسانو په اړه به څېړنې کیږي.