ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان: د ارګ ۲۰ کارکوونکي پر کورونا وېروس اخته دي

افغان حکومتي سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ شلو کارکوونکو د کورونا ويروس معاینه مثبت راختلې. د سرچینو په وینا ولسمشر غني او مرستیالان یې ښه دي. او په ارګ کې د کورونا ويروس د مخنیوي ټول تدابیر نیول شوي دي.

20.04.2020 BBC

پاکستان کې د کرونا وايرس نه نور ۱۷ تنه مړه شوي، د مړو شمېره ۱۷۶ ته ورسېده

پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس نه نور ۱۷ تنه مړه شوي دي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د ټولو مړو شمېره ۱۷۶ ته رسېدلې ده.

20.04.2020 ډیوه

تخار کې طالبانو سره نښته کې د محلي اردو ۱۹سرتیري وژل شوي

د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له طالبانو سره نښته کې د محلي اردو ۱۹ سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

20.04.2020 امریکا غږ

کورونا؛ ترکیې په اسیا کې د اخته کسانو لوړه شمېره اعلان کړه

په ترکیه کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې کورونا وېروس ۱۲۷ تنه مړه کړي، چې په دې سره په ټول هېواد کې د مړو شمېر ۲۰۱۷ تنو ته ورسېد.د ترکیې د عامې روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل، په یوه ورځ کې کابو ۳۹۷۷ تنه پر کورونا وېروس اخته شوي وو.

20.04.2020 BBC

مسلمانان دې د روژې عبادتونه په کورونو کې وکړي، د سعودي عرب د علماؤ شورا

د سعودي عرب لوړ رتبه مذهبي ادارې او د مشرانو علماؤ شورا (مجلس هېئته الکبارالعلما) ټينګار کړی چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې مېشت مسلمانان دې د کرونا وايرس له امله په روژه کې عبادتونه په کورونو کې وکړي.

20.04.2020 ډیوه

افغانستان ته د هند مرسته شوي درمل افغان چارواکو ته وسپارل شول

افغان چارواکو ته د اته لکه هایدروکسيکلوروکین او ۱۷۰ زره پاراستامولو د سپارلو مراسم په کابل کې د هند په سفارت کې جوړ شوي و.

20.04.2020 ازادي راډیو

په کاناډا کې د پولیسو په جامو سمبال بریدګر دیارلس کسان ووژل

د کاناډا پولیس وایي چې د هغه هېواد د نووا سکوشیا ایالت کې د ډزو د یوې پېښې په ترڅ کې، ۱۳ کسان وژل شوي او هغه کس چې ډزې یې کړي، هم وژل شوی دی. ملزم شخص، ۵۱ کلن ګبریل ورتمن پېژندل شوی او کاناډایي چارواکي وایي چې هغه ځان د پولیسو په جعلي جامو سمبال کړی او ګاډي باندې یې هم د پولیسو جعلي نښې لګولې وې. پولیسو اول هغه په یو ګېس سټېشن کې ژوندی ونیو، خو وروسته وویل شول چې هغه مړ شو. د پولیسو ویاند ډانیل برائین وویل چې کیدای شي د وژل شویو کسانو شمېر، تر ۱۳ هم زیات شي. پېښه د خالي/شنبې په ورځ پیل شوه او بریدګر قریب دوولس ساعته کله یو ځای او کله بل ځای په خلکو ډزې کولې، څو د اتوار په ورځ د پولیسو لخوا وویشتل شو او ونیول شو. د پولیسو په جامو سمبال بریدکوونکي، د کاناډا په نووا سکوشیا ایالت کې په خپل ګاډي کې له یو ځایه بل ځای ته تګ کاوه او په خلکو یې ډزې کولې. په همدې خاطر پولیس وایي ښایي وروسته نور مړي هم وموندل شي. ویل کیږي چې په ۱۳ وژل شویو کسانو کې یو یې پولیس و. د نووا سکوشیا وزیراعلی، سټیفن مک نیل وویل چې دا پېښه د هغه ایالت په تاریخ کې د تشدد تر ټولو بې موجبه پېښه ده. تر اوسه دا نه ده معلومه چې ملزم بریدکوونکي ولې پر خلکو ګولۍ اورولي او وژلي یې دي. چارواکو ویلي چې هغه کسان چې وژل شوي دي، اکثرو یې د ملزم بریدګر سره کوم شناخت نه درلود. په کاناډا کې په ګڼو خلکو باندې د ډزو کولو پېښې ډېرې کمې دي. پس له هغه چې په ۱۹۸۹ کې په کاناډا کې یو سړي ۱۴ ښځې په ډزو ووژلې او بیا یې ځان په ګولیو وویشت، کاناډا د وسلو د کنټرول قوانین سخت کړل.

20.04.2020 ډیوه

وال سټریټ جرنل : افغانستان کې د سیکانو او هندوانو اخری ټولنه په امریکا کې د پناه غوښتنه کوي

دوی د پناه غوښتنه تیره میاشت د افغانستان په پایه تخت کابل کې د داعش تندلارو لخوا د برید وروسته کړی ده

20.04.2020 ډیوه

د رمضان په اړه د صدر ټرمپ وروستۍ څرګندونو، ولې غبرګونونه راپارولي دي؟

صدر ډونالډ ټرمپ وایي په امریکا کې له عیسایانو سره ډېر بې انصافه سلوک کیږي، او په داسې حال کې چې د کروناوایرس د خورېدو له وېرې د عیسایانو ایسټر اختر باندې د ټولنیزو فاصلو پابندۍ لګېدلې وې، د ټرمپ په باور، اوس وکتلی شي چې امریکایي چارواکي په رمضان میاشت کې هماغه ډول پابندۍ په مسلمانانو باندې هم لګوي او که نه. د ټرمپ دغه بیان، ځیني غبرګونونه هم راپارولي او د امریکایي مسلمانانو د شورا په شمول، یو شمېر کسانو هغه په اسلام په وړاندې په تفریقي وینا تورن کړی دی. ټرمپ د خالي/شنبې په ورځ وویل: "زه داسی یو داسې کس یم چې په دین باور لرم، پروا یې نشته چې هر دین وي، خو داسې ښکاري چې زموږ سیاستوال د مختلفو دینونو له پیروانو سره په سلوک کې، ډېر تفریقي چلند کوي." یاده دې وي چې همدا څو ورځې مخکې، د اپریل په ۱۲مه، د عیسایانو اختر (ایسټر) و، او عیسایانو ته وویل شول چې د کروناوایرس له وجې دې پخپلو کورونو کې پاته شي. همدا شان د اپریل په ۸مه د یهودانو پاسوور مذهبي ورځې پیل شوې، خو هغه هم د کرونا وایرس له وجې، امریکایي یهودانو په خپلو کورونو کې تیرې کړې. اوس دا دی د مسلمانانو مذهبي میاشت، رمضان رارسیږي او ټرمپ هدف همدا دی چې وکتل شي مسلمانانو ته هم ویل کیږي چې په دې میاشت کې د کرونا وایرس د خورېدو له وجې، په کورونو کې پاته شي او که نه. د ټرمپ د خبرې هدف دا دی چې ممکن مسلمانانو ته د امریکا ځایي سیاستمداران دا اجازت ورکړي چې د روژې په میاشت کې مسجدونو ته ولاړ شي او جماعت لمونځونه وکړي. ټرمپ په وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل: "کیدای شي [د نورو دینونو د پیروانو په نسبت، مسلمانانو سره په چلند کې] یو فرق وي، وګورو چې څه به وشي. ځکه ما په دې ملک کې ډېر تفریقي چلند لیدلی دی." د امریکا د مسلمانانو د تعلقاتو شورا (CAIR) د یو بیان په جاري کولو سره د ټرمپ په خبرو غبرګون ښودلی او دې شورا مشر، نهاد عوض ویلي: "د صدر ټرمپ دا متعصبه کوشش چې امریکایي مسلمانان د رمضان مبارکې میاشتې په درشل کې، د یو سیاسي فټبال په توګه وکاروي هم تفریقي او هم تحقیر کوونکی عمل و. په امریکا کې مسجدونو له وړاندې لا اعلان کړی چې تر نامعلوم وخته پورې به تړلي پاته وي." بل اړخ ته، د سعودي عرب تر ټولو غټې مذهبي ادارې او د علماوو شورا "مجلس هیئة الکبار العلمأ" هم ټینګار کړی چې مسلمانان، که د نړۍ په هر هېواد کې وي، د کرونا وایرس له وجې دې د ټولنیزو فاصلو ساتنې په هدایاتو عمل وکړي او د رمضان په میاشت کې دې عبادتونه، پخپلو کورونو کې وکړي. د رایټرز خبري ایجنسۍ د سعودي عرب د سرکاري خبري ادارې په نقل رپوټ ورکړی چې د سعودي عرب د دیني عالمانو سترې شورا زیاته کړې چې مسلمانان دې د اجتماع ګانو نه لیرې ګرځي، ځکه د ګڼو کسانو په یو ځای راټولېدو سره، د کرونا وایرس وبا په تېزۍ خورېدی شي. د سعودي عرب تر ټولو ستر مفتي عالم، شیخ عبدالعزیز آل شیخ هم د سعودي عرب د دیني عالمانو کونسل ته ویلي چې که د کرونا وایرس خورېدل همداسې روان وي، نو لازمه ده چې مسلمانان په رمضان کې پخپلو کورنو کې عبادات وکړي، او د اختر لمونځ دې هم په لویو جماعتونو کې نه ادا کیږي. په مدینه منوره کې د مسجد نبوي انتظامیې هم اعلان کړی چې د رمضان په میاشت کې د افطاري یا روژه ماتي دپاره په مسجد نبوي کې د خلکو د راټولېدو اجازت به نه وي او د روژه تیانو دپاره د خوراکونو تقسیم به هم ممنوع وي.

20.04.2020 ډیوه

د کاروبارونو د بیاپرانېستې په اړه د صدر ټرمپ او ګورنرانو اختلاف

په داسې حال کې چې د کرونا وایرس له وجې په امریکا کې د مړیو شمېر له څلوېښت زرو اوړېدلی دی، صدر ټرمپ دعوه کوي چې په ځینو ریاستونو کې د کروناوایرس پوره اندازه ټېسټونه شوي او هغه ریاستونه باید زر کاروبارونه او بازارونه بیرته پرانیزي. مګر د سختو ځپل شویو ریاستونو ګورنران د صدر ټرمپ له دغه بیان سره اختلاف څرګندوي. د ټرمپ د هدایاتو له مخې، یو ایالت کولای شي په هغه صورت کې کاروبارونه پرانیزي چې په ۱۴ ورځو کې یې د کروناوایرس د نویو کېسونو په شمېر کې کمی راغلی وي. د اوهایو، ټېکساس، او فلوریډا په شمول ځینو ایالتونو ویلي چې هغوی شاید د مئی تر ړومبۍ نیټې پورې او یا تر هغې مخکې، کاروبارونه بېرته پرانیزي. بل اړخ ته په یو شمېر ریاستونو کې چې خلکو ته د کور کې پاته کېدو موده غځول شوې ده، د لا نورو مظاهرو انتظام شوی دی. په امریکا کې د کروناوایرس له وجې اول کس چې مړ شو، هغه د فرورۍ په ۲۹مه و. له هغه نه پس په ۳۸ ورځو کې د مرګونو شمېر ۱۰ زرو ته ورسېد، پنځه ورځې پس د مرګونو شمېر ۲۰ زرو ته او بیا دا دی اوس له څلويښتو زرو نه هم د مرګونو شمېر اووښتی دی. په نیویارک کې په هسپتالونو کې د بستري شویو کسانو شمېر، له ۱۸۰۰۰ نه ۱۶۰۰۰ ته راټیټ شوی او د هغو مریضانو په شمېر کې هم کمی راغلی کوم چې د ژوندي پاته کېدو دپاره وېنټلېټر ته ضرورت لري. په نیویارک کې به څو ورځې مخکې د ورځې اووه سوه کسان د کروناوایرس له وجې مړه کېدل، خو دا شمېره ۵۰۷ ته راټیټه شوه. د نیویارک ګورنر اندرو کومو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل که حالات همداسې روان وي، نو معلومیږي چې نیویارک خپلې بدې ورځې تېرې کړي او ورو ورو به د پېښو او مرګونو شمېر مخ په کمېدو وي. خو ګورنر کومو زیاته کړه چې لا کروناوایرس ماته نده خوړلې او خلک باید هوښیار پاته شي. په نیویارک ریاست کې چې څه باندې ۱۹ میلینه آباتي لري، پس له دې به د ورځې دوه زره کسان د کرونا په خاطر ټېسټ کیږي. د مريلنډ او وېرجنیا ریاستونو ګورنرانو دواړو د وفاقي حکومت دا خبره ناسمه ګڼلې چې ګني دوی د خلکو دپاره کافي اندازه کرونا ټېسټونه لري. په نیوجرسي کې هم د نویو کېسونو په تعداد کې د زیاتېدو خبر ورکړل شو. د مشیګن او اوهایو ګورنرانو ویلي چې که مرکزي حکومت ورسره مرسته وکړي، نو دوی کولای شي چې د ټېسټونو کچه درې برابره زیاته کړي.

19.04.2020 ډیوه

ایران: ځواکونه مو د امریکا له جنګي جهازونو سره په مقابله کې راغلي و

د ایران انقلابي دستې (سپاه پاسداران) د اتوار/یکشنبې په ورځ دا ومنله چې دوی تېره هفته په خلیج فارس کې د امریکا له جنګي سمندري جهازونو سره په مقابله کې راغلي و. سپاه پاسداران د کومو شواهدو نه بغیر، دا دعوه کړې چې په دې پېښه کې اول مقابله امریکایي ځواکونو پیل کړې وه. دا پېښه د چهارشنبې/شورو په ورځ مخې ته راغله او د امریکا سمندري ځواکونو یوه ويډیو خپره کړه چې په کې وړې تېزرفتاره ایرانۍ بیړۍ د امریکا جنګي جهازونو ته د نږدې کېدو په حال کې ښکاره کوي. دغه امریکایي جهازونه، کویټ نه نږدې د خلیج په اوبو کې فعالیت کاوه. ایران وایي د دوی ځواکونه د مشق کولو په حال کې و چې "د امریکا د غیرمسلکي او پاروونکي اقداماتو" سره مخامخ شول. ایران دا دعوه هم کوي چې امریکاییانو د دوی خبرداریو ته پام ونکړ خو وروسته بیا ترشا شول. د ایران سپاه پاسداران د خپلو دغو دعوو د اثبات دپاره کومه وېډیو یا بل ثبوت ندی وړاندې کړی. هغو دا دعوه هم کړې چې ګني د اپرویل په ۶مه او ۷مه، امریکايي ځواکونو د ایران د جنګي جهازونو مخه نیولې وه. بل اړخ ته په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې دستې ویاند پیت پګانو ویلي: "امریکایي ځواکونو ته تعلیم ورکړل شوی چې په داسې حالاتو کې په مسلکي یا پروفېشنل ډول عمل وکړي." د تېرې هفتې پېښه په داسې وخت کې رامخته شوه چې د کرونا وایرس د عالمي وبا د خپرېدو باوجود هم د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ زیات پاتې دی. د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د اتوار/یکشنبې په ورځ په یو ټویټ کې، د امریکا په صدر ډونالډ ټرمپ باندې اعتراضونو ته دوام ورکړ او دعوه يې وکړه چې ایران به ډېر زر د وېنټلیټرو (د سا ورکولو ماشینونو) اېکسپورټ پیل کړي.

19.04.2020 ډیوه

د سود شرح کمه شوې, خو د خېبرپښتونخوا د ماربلو د کارخانو مالکان وايي دوي ته به کومې ګټې ورنه کړي

د خېبرپښتونخوا د ماربلو د روزګار سره تړلي خلک او د کارخانو مالکان وايي، د مرکزي بېنک له خوا د سود په شرح-کچه کې کمی او د قرضو په مد کې اسانتياوې به دوي ته کومې ګټې ورنه کړي ځکه چې د صوبې زياتره بېنکونه کارخانه دارو ته قرضې د مرکزي بېنک د قانون مطابق نه ورکوي او زيات سود ترې اخلي. دا له هغې وروستو چې د پاکستان مرکزي بېنک د سود په شرح کې دوه فيصده کمی اعلان کړی او د سود شرح ۹ فيصده ته راکمه کړی شوي ده. د دې ترڅنګ مرکزي بېنک کارخانه دارو ته د قرضو په واپسۍ کې د يو کال موده غځولې هم وه او د نوو قرضو لپاره يې د سود شرح هم راکمه کړې. د پاکستان د ماربلو د کارخانو د سازمان يا پاکستان ماربل اېسوسي اېشن مرستيال مشر اصغرخان اتمانخېل وي او ای ډيوه ته وويل، په صوبه کې د بېنکونو له خوا د سختو شرطونو او په کاغذي تقاضو کې د ستونزو له امله دوي ته په قرضو کې مشکلات رامخې ته دي، هم دا وجه ده چې د دې زياتره ګټه د سند او پنجاب صوبو د کارخانو مالکان ترلاسه کوي. هغه وايي د اېس اېم اي يا وړو کاروبارانو لپاره په شپږ فيصده قرضې ورکول کېږي خو د صوبې شخصي بېنکونه په دې شرطونو قرضې نه ورکوي، په بېنکونو کې پېسې ډېرې دي خو ګټې يې دوي ته نه بلکې د نورو صوبو خلکو ته رسېږي. نوموړی زياتوي چې د بېنکونو له خوا په نوو قرضو کې د سود شرح کمه کړې شوې خو له بده مرغه د کرونا وايرس له امله دوي نه شي کولی چې د دې اسانتياو کومه ګټه ترلاسه کړي. خو د خېبرپښتونخوا د تاجرانو د اتحاديې عمومي سېکتر ظاهر شاه د مرکزي بېنک دغه ګام ستايي او هيله څرګندوي چې د دې سره به روزګار ته وده ترلاسه شي. د خبره د ذکر وړ ده چې په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله زياتره کاروبارونه تړل شوي وو خو د خېبرپښتونخوا حکومت د ځېني شرطونو سره د ځينو کاروبارونو د پرانستلو اجازه ورکړې چې داسې معاشي تاوان باندې قابو ومومي.

19.04.2020 ډیوه

برېښنا شرکت: ازبکستان پر افغانستان د برېښنا بندولو ګواښ کړی

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، اوس د اقتصادي ننګونو له امله د وارداتي برېښنا پیسې پر وخت نشي ورکولی. د یاد شرکت په خبره، ازبکستان خبرداری ورکړی چې که پیسې په وخت ورنکړي د برېښنا جريان پرې غوڅوي. خو حکومت وایي، د برېښنا بندېدو پر مخنیوي کار کوي

19.04.2020 BBC

ټرمپ: په چین کې د کروناویروس مړینې د امریکا په پرتله څو ځلې زیاتې دي

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي دي چې د کووید۱۹ په وجه د مړینو شمیر د امریکا په پرتله په چین کې څو ځلې زیات دی، خو د هغه په وینا چین د یو لړ دلیلونو په وجه واقعي شمیرې ندي خپرې کړې.

19.04.2020 امریکا غږ

"پر ناروغ اکسیجن بندوم چې په ارامه مړ شي"

بریتانیا د کورونا وېروس له سخت بحران سره مخ ده. په دې هېواد کې هره ورځ سلګونه کسان د دې وېروس قرباني کېږي. د لندن د یوه روغتون نرسه خپله کیسه کوي چې څه ډول ځینې وختونه دې ته اړ کېږي چې پر یوه ناروغ اکسیجن بند کړي

19.04.2020 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more