ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بلخ کې د نوروز مېلې لغوه کېدو سیمه ییز بازار ته ٪۹۰ زیان اړولی

د افغانستان په شمال کې ځايي چارواکي وايي، په بلخ کې کورونا ناروغۍ او د نوروز جشن لغوه کېدو په دې ولایت کې سیمه ییز بازار ته ۹۰ سلنه زیان رسولی. افغان حکومت د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په بلخ کې د نوروز لرغونی جشن لغوه کړ چې له افغانستان او نړۍ به زرګونه خلک ورته راتلل.

22.03.2020 BBC

کرونا وائروس:خیبر پښتونخوا کې کاروبارونه وتړل شول،دسورلیو په ګاډو تر ېوې اوونۍ بندیز

پاکستان کې په چټکتیا سره دکرونا وائروسو خوریدو له امله دخیبر پښتونخوا حکومت ټوله صوبه کې تر درېوؤ ورځو دبازارونو تړلو اؤ تر یوې اوونۍ یوې ضلعې نه بلې ضلعې ته د سورلیو دګاډو په تګ دبندیز اعلان کړی دی.

22.03.2020 ډیوه

داتوؤ نوؤ پېښو مخې ته په راتلو سره خیبرپښتونخوا کې د کرونا دناروغانو شمیره۳۱ؤ ته رسېدلې

په خیبر پښتونخوا صوبه کې د کرونا وائروسو د اتوو نوؤ پېښو مخې ته د راتلو سره په دغه صوبه کې په کرونا وائروسو د اخته ناروغانو شمیره ۳۱ ته رسېدلې ده.

22.03.2020 ډیوه

لېوال: ایران په کورونا وېروس د اخته افغانانو شمېر نه راکوي

په ایران کې افغان سفیر عبد الغفور لېوال بي بي سي ته ویلي "که څه هم له اړوندو سرچینو مو په مکرر ډول مالومات غوښتي"، خو ایراني چارواکو په دې هېواد کې په کورونا وېروس د اخته افغانانو دقیق یا اټکلي شمېر نه دی راکړی.

22.03.2020 BBC

کورونا وېروس: خیبرپښتونخوا کې بازارونه او هوټلونه تړل کېږي

د خیبر پښتونخوا حکومت په دې ایالت کې د کورونا وېروس د خورېدو مخنیوي‌ لپاره اعلان کړی چې د یکشنبې ورځې سهار له ۹ بجو به په ټول ایالت کې بازارونه، مارکېټونه او هوټلونه تړل کېږي. د ایالتي حکومت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ځایونه به د دوه ورځو لپاره، یعنی د سې شنبې ورځې د سهار تر ۹ بجو بند وي.

21.03.2020 BBC

غني: نوي حکومت کې هېڅ سیاسي، سلیقوي او شخصي اختلاف نشته

ولسمشر غني په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، له لسیزو وروسته په افغانستان کې یوه داسې سیاسي ډله واک ته رسېدلی چې پر لویو ملي اهدافو، د اساسي‌ قانون په چوکاټ کې د واک پر جوړولو او له ټاکنو وروسته په رامنځته شوي مشرتابه یوه خوله دي. ښاغلي غني ټینګار کړی چې دا ډله کولی شي ولس ته د خدمت بهیر لا ګړندی کړي‌ او دولتي نظام له فساد، تعصب او نورو ستونزو پاک کړي.

21.03.2020 BBC

کورونا وېروس: افغانستان کې د دولتي ادراو ناستې به د انټرنېټ له لارې ترسره کېږي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه به له دې وروسته د دولتي ادارو ټولې ناستې د انټرنېټ په مټ له لرې تر سره کېږي. د لوړو زدکړو وزارت هم پرېکړه کړې چې په دولتي او خصوصي پوهنیزو بنسټونو کې به زده کړې، پوهنتون ته له راتګ پرته د انټرنېټ په مټ پیل شي.

21.03.2020 BBC

په کروناویروس اخته شاوخوا ۹۰زره کسان بېرته ښه شوي

په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپور شوی دی، د امریکا د جان هاپکنس پوهنتون معلومات ښيي‌ چې په دغه ویروس باندې اخته ۸۹۸۹۱ کسان بېرته ښه شوي دي.

21.03.2020 امریکا غږ

امو سيند هر کال د افغانستان ځمکه ویجاړوي

د رسمي شمېرو له مخې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې بهېدونکی سیند امو هر کال د خپلې څنډې په زرګونو هکټاره ځمکه، باغونه، څرځایونه، کلي او کورونه ویجاړوي.

21.03.2020 BBC

د آشنا تلویزیون د شنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

21.03.2020 امریکا غږ

پاکستان له نړۍ سره پروازونه وځنډول

د پاکستان حکومت وايي د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې تر دوو اونیو پورې له نړۍ سره د تګ راتګ پروازونه ځنډولي دي.

21.03.2020 امریکا غږ

د کرونا له کبله میلیونونه امریکایان کورونو کې دننه ایسار دي

په میلیونونو امریکایانو ته ویل شوي چې د کروناویروس خپریدو مخنیوي په موخه په کور کې کښیني.

21.03.2020 امریکا غږ

د یوناما مشر کابل پرېږدي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تاداماچي یاماماتو وايي چې په افغانستان کې یې ماموریت بشپړ شوی دی.

21.03.2020 امریکا غږ

کرونا وائروس:پاکستان وایي باید دمخ په ترقۍ هیوادونو له اوږو دپورونو بار کوز کړل شي

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي د کرونا وائروسو دمقابلې دپاره دپاره باید مخ په ترقۍ هیوادونو څخه دپورونو بار ختم کړل شي.

21.03.2020 ډیوه

د کورونا وېروس له امله زرګونه افغانان په نورو هېوادونو کې بند پاتې دي

زرګونه افغانان چې د بېلا بېلو موخو لپاره له افغانستانه بهر تللي، اوس د کورونا وېروس له وېرې بېرته خپل هېواد ته نشي ستنېدلی. د تګ راتګ ځمکنۍ او هوايي لارې تر ډېره تړل شوې دي. بي بي سي له افغانستانه د باندې بند پاتې ځينو افغانانو سره خبرې کړې دي. له ډلې يې ډېر شمېر هند او پاکستان ته د درملنې لپاره تللي وو.

21.03.2020 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more