د شمالي او سویلي کوریا پوځیانو پر یو بل ډزې کړې دي
د شمالي او سویلي کوریا پوځیانو په یوه غیرنظامي سرحدي سیمه کې پر یو بل ډزې کړي دي. د سویلي کوریا پوځ وايي سهار مهال په ځايي وخت ۰۷:۴۱ د شمالي کوریا له خوا په سرحدي ښار چیورون کې د دوی یوه پوسته په نښه کړل شوه، خو چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
کروناویروس؛ تلفات، اقتصادي زیانونه او آینده پلانونه
د کروناویروس تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۲۴۴۱۲۲ کسان مړه کړي او څه باندې ۳.۴۴ میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته شوي دي.
د مطبوعاتو د آزادې د ورځې په هکله د امریکا غږ د رئیسې پیغام
د امریکا غږ رئیسې امندا بنیت، د مۍ د درېیمې د مطبوعاتو د آزادۍ د ورځې په ویاړ ویلي چې د امریکا غږ په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو آزادۍ ته ژمنه ده. میرمن بنیت زیاته کړې: "د امریکا غږ یو شمیر ژورنالستان په هغو هیوادونو کې په دندو بوخت دي چې د بیان د آزادۍ او ژورنالیزم مخنیوی کوي." د امریکا غږ رئیسه وايي چې پدغو هیوادونو کې سیمه ییز خبریالان او خبري رسنۍ اکثر وخت د ګواښونو او نورو عواقبو سره سره په بریالیتوب سره خبرونه او حیاتي معلومات خپاره کړي دي. هغې لیکلي: "کیدای شي ژورنالست له منځه یوسو خو حقیقت نه". میرمن بنیت ویلي دي: "نن د هغو ژورنالستانو یادونه کوو چې خلکو ته د حقایقو د رسولو او حساب کتاب ته د مشرانو، حکومتونو او مقاماتو اړ کولو لپاره څه چې هغوی وایي او ترسره کوي، خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی." هغې زیاته کړې چې نن او هره ورځ هغو ژورنالستانو ته چې ژوند یې له لاسه ورکړی، بندیان شوي او بې درګه شوي درناوی کوو. میرمن بنیت وایي ژورنالستانو ته چې په ټوله نړۍ کې په پوره امانت دارۍ سره ارزښتناک او د باور وړ معلومات او خبر برابروي هم درناوی کوو. د امریکا غږ د شاوخوا ۸۰ کالو راهیسې هغو هیوادونو ته چې د مطبوعاتو له آزادۍ نه برخمن ندي د یوې آزادې رسنۍ په توګه رول لوبولی دی. د امریکا غږ رئیسې ویلي دي چې د مطبوعاتو د آزادۍ پدې ورځ د امریکا غږ د خبریالانو چې د ژورنالیزم په لار کې یې ژوند بایللی، زنداني شوي او یا ورک شوي دي، یادونه کوو. هغې ټینګار کړی دی چې د مطبوعاتو آزادي مهمه ده.
په افغانستان کې د مطبوعاتو آزادۍ ته نړیوال غبرګونونه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي نن د مۍ په درېیمه د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په ویاړ ویلي چې "ټولې خواوې باید د سولې په هر ډول خبرو اترو کې د بیان د ازادۍ د حق په شمول ټولو اساسي بشري حقونو ته پام وکړي".
د کرونا ویروس ټاټوبي کې کرونا جدي نهګڼل کېږي
هرات کې سلګونه کسان پرته له دې چې فاصله وساتي د جمعې لمونځ په جماعت سره ادا کوي. دا په داسې حال کې ده چې دغه ولایت د کرونا ویروس له جدي ګواښ سره مخ دی. هرات ولایت کې تر دا مهاله د کرونا ویروس ۵۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوي.
افغانستان: افغان حکومت 98 طالب بندیان د څرخي پله له زندان څخه خوشې کړي
د افغانستان حکومت د 98 طالب بندیانو یوه ډله د سولې د هلو ځلو او د کرونا وایرس پرضد روانه مبارزه کې د مرستې په خاطر خوشې کړې. د افغانستان ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل ویلي چې دغه بندیان د خالي / شنبې په ورځ د څرخي پله له زندان نه خوشي شوي دي. ښاغلي فیصل د اتوار / یکشنبی په ورځ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: " د ولسمشر اشرف غني د فرمان په تعقیب ، 98 تنه طالب بندیان د دوی د عمر ، روغتیا او پاتې قید د مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کوویډ 19- پرضد زموږ مبارزی د برخې په توګه تیره ورځ (د می دویمه) خوشي شول ." د دغو بندیانو د خوشې کیدو سره تر دې دمه د افغان حکومت لخوا د ازادشوو طالب بندیانو شمېر 650 تنو ته رسېدلی چې د ملي امنیت شورا په وینا ټاکل شوې 850 نور طالب بندیان هم ازاد شي. طالبانو هم وړمه ورځ په کندز ولایت کې 46 بندیان ازاد کړي چې د ملي امنیت شورا په وینا 39 یې افغان امنیتي ځواکونه وو. د ملي امنیت شورا د طالبانو لخوا د بندیانو د خوشي کولو هر کلی کړی او هغه یې د سولې په لور یو مهم ګام ګرځولی. طالبانو هم ویلي چې دوی هڅه کوي چې د کرونا وایرس نه د خوندیتوب په هدف د بندیانو ازادولو بهیر ګړندۍ کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خالي په ورځ یو ځل بیا د طالبانو او افغان حکومت نه وغوښتل د بین الافغاني خبرو پیلېدو او تلپاتې اوربند ټینګېدو په هدف د بندیانو ازادولو او اورکم په اړه هڅې ګړندۍ کړي. خلیلزاد د خالي په ورځ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي : "طالبان او دولت دواړه دې دبندیانو ازادولو او د تاوتریخوالي کمیدو لپاره خپل کوششونه ګړندي کړي او دا دبین الافغاني مذاکراتو او د دایمي او هراړخیز اور بند لپاره تر ټولو ګړندۍ لار ده". افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو د سولې د تړون یوه برخه ده. طالبانو او امریکا د فرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې د سولې تړون لاسلیک کړی، چې له مخې طالبانو پر امریکایي او بهرنیو ځواکونو د بریدونو نه کولو ژمنه کړې وه او ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو تر تبادلې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي، خو دغه مذاکرات د بندیانو په اړه د اختلاف له کبله ځنډېدلي دي.
کروناویروس؛ په هند کې ستر آنلاین خیریه کنسرت
په هند کې خلک نن یکشنبه د مې میاشتې په درېیمه (غوایي ۱۴) د یو ستر آنلاین کنسرت لیدلو ته سترګې په لار دي چې ددې هیواد د سینما او موسیقۍ مشهور هنرمندان په کې برخه اخلي.
د ایران سرحدي ځواکونه: افغان کډوال مو نه دي وژلي
د ایران سرحدي ځواکونو هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې دې ځواک یو شمېر هغه افغان کډوالو چې غوښتل یې ایران ته واوړي، سیند ته غورځولي او وژلي یې دي. ایران ویلي، دا رپوټونه د دوه ګاونډیو هېوادونو د لېرې کولو یوه شومه هڅه ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی عارف وزیر واڼه کې خاورو ته وسپارل شو
د پښتون ژغورنې غورځنګ وژل شوی غړی عارف وزیر نن یکشنبه د سویلي وزیرستان په واڼه کې په خپل پلرني کلي (غوا خوا) کې خاورو ته وسپارل شو. له سیمې رپوټونه وایي چې د نوموړي په جنازه کې زرګونو کسانو ګډون کړی و.
د عارف وزیر جنازه او په لر او بر کې غبرګونونه
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عارف وزیر وژل کېدو ته په لر او بر کې پراخ غبرګونونه رامنځ ته شوي. د عارف وزیر جنازه نن (۱۴ غویی/ مې ۳) په سوېلي وزیرستان کې د هغه په پلرني ټاټوبي واڼه کې خاورو ته وسپارل شوه.
د عامې روغتیا وزارت: کورونا وېروس افغانستان ته د خطر زنګ دی
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ۲۳۵ نویو پېښو په ثبتېدو، په هېواد کې د کورونا وېروس د ټول ټال مثبتو پېښو شمېر ۲۷۳۴ ته لوړ شوی چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله دا هېواد د "خطر" پر لوري روان دی. تر اوسه افغانستان کې د کورونا له کبله ۸۵ کسان مړه شوي دي.
کروناویروس؛ تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲تنه مړه شوي، ۲۳۵ پرې اخته شوي
د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې ۲۳۵ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي دي.
افغان حکومت ۹۸ نور طالب بندیان ازاد کړل
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ولسمشر غني د فرمان پر اساس پرون ناوخته ۹۸ تنه نور طالب زندانیانله زندان څخه خوشي شول.
کورونا وېروس؛ د کرنیزو محصولاتو خوندیتوب ته د افغانستان پلان
د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت یوه طرحه جوړه کړې چې له مخې یې هغه کرنیز محصولات چې د کورونا وېروس له امله د قرنطین ښکار شوي او بهرنیو هېوادونو ته نه صادریږي، د ساتلو پلان لري.
طالبانو د روژې لومړیو ۷ ورځو کې ۱۷ملکیان وژلي ـ امنیت شورا
د افغانستان د ملي امنیت شوار وايي، د روژې میاشتې په لومړیو اوو ورځو کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.