ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۱۹۲ ته ورسېده، ۹۲۱۶ اغېزمن

په پاکستان کې په تېر شوا روز کې په کرونا وايرس اخته نور ۱۶ تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ کسانو شمېره ۱۹۲ ته رسېدلې ده.

21.04.2020 ډیوه

ټرمپ امریکا ته د کډوالو د راتګ بهیر ځنډوي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ویلي، داسې یو فرمان لاسلیک کوي چې پر اساس به یې امریکا ته د لنډ وخت لپاره د کډوالۍ بهیر وځنډیزي.

21.04.2020 امریکا غږ

د کورونا ټېسټ څنګه کېږي؟

د کورونا وېروس ټېسټ یا ازمېښت له انفلوینزا سره ډېر توپیر نه لري؛ اول بېلګه اخیستل کېږي وروسته پکې وېروس کتل کېږي، چې مالومه شي دا کس په کورونا اخته دی که نه. د ازمېښت لپاره د پوزې او حلق یا ستوني ترشحات(اوبه) ټولوي او لیبارټري ته یې لېږي چې وګوري د وېروس جنټیک مواد پکې شته که نه.

21.04.2020 BBC

اتمر او قرېشي د اسلم فاروقي ترڅنګ په نورو موضوعاتو غږېدلي

د پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزیران د داعش خراسان ډلې د مشر ترڅنګ په څو نورو مهمو موضوعاتو غږېدلي دي.

21.04.2020 ډیوه

صدر ټرمپ وايي د کرونا له امله اېمګرېشن ځنډوي

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ويلي د کرونا وايرس له امله په موقتي ډول اېمګرېشن ځنډوي، په امریکا کې د کرونا وايرس نه اووه لاکه ۸۷ زره ۳۷۰ اغېزمن شوي، ۴۲ زره ۳۳۵ ترې مړه شوي دي.

21.04.2020 ډیوه

امریکا کې د تېلو بیه منفي شوه

د کورونا وېروس خپرېدو سره د تېلو د غوښتنې یا تقاضا کمېدو پسې امریکا کې د تېلو بیه منفي شوه. د کورونا وېروس خپرېدو سره د تېلو د غوښتنې یا تقاضا کمېدو سره امریکا کې د تېلو بیه منفي شوه.

21.04.2020 BBC

کووید۱۹؛ هغوی چې د مرګ له کومي راستانه شوي

په ټوله نړۍ کې په کووید ۱۹ ناروغۍ د مړو شمیر تراوسه له ۱۶۰ زرو اوښتی دی. خو په دې ناروغۍ د اخته نژدې دوه نیم خلکو له ډلې له ۶۳۰ زرو زیات خلک بېرته روغ شوي هم دي. په دې راپور کې هغه کسان چې له کووید ۱۹ ناروغۍ سره یې خپړې لګولي او د مرګ له کومي راستانه شوي دي خپلو تجربې بیانوي.

20.04.2020 ازادي راډیو

د کاناډا په ډزو کې د مړو شمېر ۱۸ ته ورسېده

واشنګټن: د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو وايي، په نووا سکوشیا ولایت کې د یکشنبې یا اتوار د ورځې په ۱۲ ساعته ډزو کې چې د کاناډا د تاریخ تر ټولو بده پېښه ګڼل کېږي د مړو شویو کسانو شمېر ۱۸ ته پورته شوی. ټروډو د ګل یا دوشنبې په ورځ له دغې خونړۍ پېښې یوه ورځ وروسته ملت ته په وینا کې وویل، "داسې پېښه باید هېڅکله نه وای شوې. هر ډول تاوتریخوالی په کاناډا کې ځای نه لري." په دغه پېښه کې یو بریدګر چې د پولیسو جامې یې اغوستې وې، پر خلکو په کورونو کې ډزې وکړې، اورونه یې واچول او د یوې ۲۳ کلنې پولیسې په ګډون یې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل. پولیسو ویل، دغه پېښه د شنبې یا خالي په شپه د د هالي فکس څخه ۱۰۰ کیلومټره شمال ته د پورټپېک په نامه په یو لېرې ښار کې پيل شوې وه. پولیسو ویل، د پېښې ځای ته له رسېدو سره یې د کور دننه او باندې مړي وموندل. نور مړي بیا د پېښې له ځای څخه ۵۰ کیلومټره واټن کې په یو شمېر نورو سیمو کې هم موندل شوي دي. چارواکي داسې باور لري چې برید کونکي لومړی خپل لومړني قربانیان په نخښه کړي دي او بیا یې په لاره کې په هر چا باندې ډزې کړي دي. د پېښې په ځای کې ګڼ کورونه هم سوزېدلې دي.

20.04.2020 ډیوه

ډاکټران:‌  پاکستان کې د جوماتونه پرانستل د کرونا خورېدو سبب جوړېدی شي

د طب ماهرينو زیاته کړې، که څه هم پاکستان ته د بهر نه د وایرس نه متاثره کسانو راتګ بند شوی خو د دې کار سره به په ځايي‌ توګه وایرس خور شي او د ناروغانو شمیره به زیاته شي. 

20.04.2020 ډیوه

په امریکا کې د لاک ډاون په ضد احتجاجونه په اړه د ناروغو د مخنیوي ډاکټر وايي دا مظاهرې اقتصاد ته زیان رسوي

صدر ډانلډ ټرمپ هم د لاک ډاون د لېرې کولو په حق کې ښکاري او غواړي چې می د لومړۍ نېټې نه لاک ډاون لېرې کړی شي خو ډاکټر فاوچي د احتیاط نه د کار اخیستلو غږ کوي

20.04.2020 ډیوه

کورونا وېروس: برازیل کې د محدودیتونو پر ضد د ولسمشر احتجاج؛ او د نورې نړۍ حال

د نړۍ په لر او بر کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۲ اعشاریه ۴ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی، او شاوخوا ۱ سل او ۶۶ زره کسان ترې مړه شوي‌ دي. بېلابېلو هېوادون کې د کورونا وېروس وروستی حال دلته لوستلی شئ

20.04.2020 BBC

د احساس پروګرامونو مرکزونه د کرونا وايرس خورېدو لامل جوړېدی شي

په ګرد هیواد کې په بیا دغه مرکزونو ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره ورغلي خلک يو بل ته دومره نژدې ولاړ وي چې د کرونا وایرس د خورېدو لامل جوړېدې شي.

20.04.2020 ډیوه

کورونا وېروس: لرغوني یونان کې له طاعون سره څه ډول مبارزه کېدله؟

د یونان لرغونې طاعون ناروغي له میلاد ۴۳۰ کاله وړاندې پېښه شوې وه او زرګونه کسان یې ووژل. د لرغوني یونان له تجربې د کورونا وېروس په وړاندې مبارزه کې څنګه کار اخستلی شو؟ ځواب یې دې رپوټ کې لوستلی شئ

20.04.2020 BBC

کورونا وېروس: پښتونخوا کې د مړینو کچه ولې ډېره ده؟

په پاکستان کې د کرونا وېروس مثبتو پېښو شمېر تر اته نیم زره اوښتی او له کويډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شویو شمېر بیا تر یو سل اتیا اوښتی دی. که څه هم تر نورو ایالتونو په پنجاب کې د کورونا وېروس زیاتې مثبتې پېښې دي،‌ خو تر ټولو زیاتې مړینې بیا په خیبرپښتونخوا ایالت کې شوې دي.

20.04.2020 BBC

م م: د کرونا پر وخت بې ځایه شوې ښځې د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي

واشنګټن: د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو اداره یا یو ان اچ سي ار وايي، په داسې حال کې چې کوېډ ۱۹ په نړۍ کې خلک وژني او ټولنې اغیزمنوي، بې ځایه شوې ښځې او جونې د جنسیت له پلوه د تاوتریخوالي له ستر ګواښ سره مخ دي. په یادې اداره کې د ژغورنې د څانګې مرستیال کمېشنر ګېلین ټرېګز وویل، "مونږ باید د کرونا د وبا پر مهال د کډوالو، بې ځایه شویو مېرمنو او جونو خوندیتوب ته بیړنۍ پاملرنه وکړو ځکه دی تر ټولو ستر ګواښ سره مخ دي. تیري کونکو ته باید دروازې خلاصې نه کړو او له تاوتریخوالي څخه د مېرمنو د ساتلو په برخه کې باید له هېڅ څېز څخه دریغ و نه کړو." هغه وویل، لاک ډاون او قرنطین چې د کوېډ ۱۹ د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوی له امله یې ټولنیز اقتصادي حالت زیانمن شوی. ټرېکز زیاته کړه، په داسې شرایطو کې مېرمنې او جونې ښايي په زوره جنسي اړیکو او په کم عمرۍ کې د هغوی ودولو ته مجبورې کړای شي. ملګروملتونو له حکومتونو غوښتي چې د کورونا د وبا د مخنیوي په هلو ځلو کې کډوالو مېرمنو ته د تاوتریخوالي د زیاتېدو ګواښونو ته هم پام وساتي. په ورته وخت کې یو ان اچ سي ار له تاوتریخوالي څخه راوتلو مېرمنو سره بیړنۍ مالي‌ مرسته هم کوي. دغه اداره له اړینو مېرمنو سره د روغتیايي خدماتو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

20.04.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more