شاته

کروناویروس؛ تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲تنه مړه شوي، ۲۳۵ پرې اخته شوي

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې ۲۳۵ تنه نور په کروناویروس اخته شوي دي.

په دې سره په دغه هیواد کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۰۴ تنو ته لوړ شو.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن یکشنبه مې درېیمه (غوايي ۱۴) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له یادو پېښو څخه ۶۳ په کابل، ۵۴ کندهار، ۱۹ هرات، ۱۴ پنجشیر، ۱۳ تخار، ۱۲ ننګرهار، ۱۰ سمنګان، ۱۰ غور، ۹ بغلان، ۷ میدان وردګ، ۵ بادغیس، ۵ بامیان، ۵ لغمان، ۳ سرپل، ۲ پروان، ۲ کونړ او یوه ـ یوه پېښه په هلمند او فراه کې رامنځته شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په وروستیو ورځو کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر نسبت تېرو پنځو ورځو ته ۱۲ سلنه زیات شوی ده.

د روغتیا وزارت ویاند همدارنګه زیاته کړه چې تر دا مهاله د روغتیا وزارت ۲۵۶ روغتیايي پرسونل چې ډاکټران، نرسان او روغتیايي کار کوونکي په کې شامل هم په کروناویروس اخته شوي دي.

نوموړي وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۴۵ تنو ته ورسېد او همدرانګه ۱۲ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۸۵ تنو ته لوړ شو.

روغتیا وزارت یو ځل بیا له خلکو څخه وغوښتل چې له کروناویروس څخه د خوندیتوب په هدف روغتیايي لارښوونې عملي او له بې ځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کروناویروس د یکشنبې د ورځې می درېیمې (غوايي ۱۴) تر سهاره پورې ۲۴۳۸۵۸ کسان مړه کړي او تر درې میلیون زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو کې خپور شوی دی.