ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


"ایران کې د ۵ میلیارد ډالرو ورکېدل" او د ۲۵ بانکي کسانو قضايي تعقیب

د ایران د قضایه قوې مشر ابراهیم رییسي وايي، دې ادارې د محاسبو د دېوان د تېروتنې په هکله کوم رپوټ نه دی ترلاسه کړی. په ورته مهال رپوټ دی چې د ایران د مرکزي بانک ۲۵ کارمنان "پیسو کې د سرغړونو" له امله له قضايي تعقیب سره مخ دي.

28.04.2020 BBC

د کرونا وبا؛ د امریکا په ځېنو ایالتونو کې قیودات نرم شوي دي

د امریکا کې په یو شمېر ایالتونو کې چارواکو قیودات نرم کړي دي او پرچون پلورنکیو او سلمانیو ته یې د فعالیت اجازه ورکړې ده.

27.04.2020 امریکا غږ

کورونا وېروس: نړۍ کې ۳ میلیونه مثبتې پېښې؛ چین د ناسمو مالوماتو شریکولو تور رد کړ

په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۳ میلیونو ته نږدې شوی دی.‌ د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د مړینو شمېر له ۲۰۷ زرو اوښتی دی. د اروپا په ځینو هېوادونو کې حکومتونو د محدودیتونو نرمولو اعلان کړی او ژوند ګام په ګام بېرته عادي حالت ته ستنېږي.

27.04.2020 BBC

د آشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

27.04.2020 امریکا غږ

کرونا سره مبارزه؛ افغانستان سره چا او څومره مرسته کړې؟

په افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو له ثبتېدو وروسته یو شمېر نړیوالو ټولنو او هېوادونو له افغانستان سره مالي‌ او د نورو مرستو ژمنې وکړې. 

27.04.2020 امریکا غږ

ملګرو ملتونو غوښتلې لاک ډاون په عملي کوولو کې دې د انساني حقونو پام وساتل شي

مېشیل باچېلی وویل ګڼ شمېر داسې رپورټونه یې ترلاسه کړي دي چې په بېلا بېلو ملکونو کې پولیس او امنیتي ادارو د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره پرځای شوی لاک ډاون عملي کوولو دپاره بې دریغه طاقت استعمال کړی دی

27.04.2020 ډیوه

جنوبي وزیرستان ته تګ دپاره د اجازت نامې نظام غیرقانوني دی، د پېښور هايي کورټ فیصله

د وي او ای اردو څانګې رپورټ وايي د سجاد احمد محسود هايي کورټ ته د راهدارۍ خلاف خواست کې دریځ یې خپل کړی خو چې د انتظاميي دغه ګام غیرقانوني ځکه چې د پاکستان ایین شهریانو ته د ملک دننه د سفر ازادي ورکوي

27.04.2020 ډیوه

کرېکټ: د پاکستان پر عمر اکمل ۳ کلن بندیز ولګول شو

د پاکستان د کرېکټ لوبډلې توپ وهونکی عمر اکمل د مالي فساد اړوند یوه قضیه کې د اړونده څانګې نه خبرولو له امله درې کاله د کرېکټ له هر ډول لوبو منع کړل شو. پر ۲۹ عمر اکمل نن ( دوشنبه اپریل ۲۷) د ډېسېپلین کمیټې د يوې پريکړې له مخې درې کلن بندیز ولګول شو.‌

27.04.2020 BBC

سعودي ایتلاف د جنوبي یمن د خپلواکۍ مخالفت کړی

واشنګټن: د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې پوځي ایتلاف د ګل یا دوشنبې په ورځ په یمن کې د بېلتون غوښتونکو لخوا د جنوبي یمن د خپلواکۍ له اعلانولو سره مخالفت کړی. دغه ایتلاف له بېلتون غوښتونکو څخه غوښتي دي چې د دې کار لپاره دې خپل هر ډول فعالیتونه ودروي. بېلتون غوښتونکي ددغې موخې لپاره له ایتلافي ځواکونو او د یمن له حکومت سره چې د نړۍ لخوا په رسمیت پېژندل شوی جګړه کوي په داسې حال کې چې د یمن شمالي برخه له هوسي یاغیانو سره ده. د یمن بېلتون غوښتونکو په تېر نومبر کې په پلازمېنې ریاض کې د قدرت شریکولو تړون لاسلیک کړ چې له امله یې د یمن په کورنۍ جګړه کې یوه بله کورنۍ جګړه پیل شوه. بېلتون غوښتونکو په اګسټ کې دوهم ښار عدن هم تر خپلې ولکې لاندې راوست. د سعودي تر مشرۍ لاندې ایتلاف په ټویټر لیکلي دي، "د جنوبي انتقالي شورا لخوا په حیرانونکي توګه د بیړني حالات له اعلانولو سره مونږ یو ځل بیا د ریاض تړون پر پلي کېدو باندې ټینګار کوو." یاد ایتلاف همدارنګه د جنوبي بېلتون غوښتونکو لخوا د جګړو د نه زیاتولو غوښتنه کړې ده. جنوبي بیلتون غوښتونکو چې د عربي‌ متحده اماراتو لخوا یې ملاتړ کېږي د یکشنبې یا اتوار په ورځ د یمن په جنوب کې خپلواکي اعلان کړه او په حکومت یې تور پورې کړ چې په خپلو دندو کې پاتې راغلی او د جنوبي پرضد دسیسې جوړوي. حکومت دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي چې بیلتون غوښتونکي چې د اوږدې مودې راهیسې په جنوب کې جګړه کوي د خپلو اقداماتو د خطرناکو پایلو مسول وي. د جنوب بیلتون غوښتونکو لخوا دغه وروستی ګام په داسې حال کې پورته شوی چې په یو اړخیزه توګه د ایتلاف لخوا اوربند اعلان شوی وو خو هوسي یاغیانو رد کړی وو.‌ په یمن کې د وروستیو ناخوالو او جګړو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي دي او د عدن ښار ګڼ کورونه او ودانۍ پکې ویجاړې شوې دي. په ورته وخت کې ملګروملتونو ویلي، چې په یمن کې د یکشنبې د ورځې د بارانونو له امله تر یو لک زیات خلک اغیزمن شوي، سړکونه، پلونه او د اوبو رسولو سیستمونه پکې ویجاړ شوي دي. ملګروملتونو ويلي، په یمن کې د شته ستونزو د حل لپاره باید په جګړه کې ښکېلې غاړې د جګړې د درولو جرات پیدا کړي.‌

27.04.2020 ډیوه

امریکا د کروناویروس نوې علامې په نښه کړي

د امریکا د متحده ایالاتو روغتیایي مقاماتو د کووید۱۹ ناروغۍ د اعراضو او علایمو نوی لست ترتیب کړی دی.

27.04.2020 امریکا غږ

د امریکې او د طالبانو د امن معاهدې وروسته هم په افغانستان کې تشدد زیات شوی، یوناما وايي

د یوناما په رپورټ کې ویلي شوي دي چې د سږ کال فرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځه د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په ځواب کې د طالبانو لخوا د امن ضمانت ورکولو وروسته تشدد نور زیات شوی دی

27.04.2020 ډیوه

د شمالي کوریا د مشر کېم یانګ اون د صڅت په اړه ګنګوسې خپریږي خو حقیقت نه دی معلوم

د تېرې هفتې راهسې د دنیا په مختلفو ملکونو کې په مطبوعاتو کې د کېم یانګ اون په اړه بېلا بېلې ګنګوسې خپرې کړي دي خو یوه هم پکې حقیقت نلري. دغه ګنګوشي ورځ تر بله زیاتېږي خو دا هېچ چاته نه ده معلومه چې کېم چرته او په څه کې دی؟ 

27.04.2020 ډیوه

د نیو زیلنډ لومړۍ وزیره: کورونا وېروس مو له منځه وړی

نیوزیلانډ وايي په هېواد دننه یې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د خپرېدا (کمیونیټي ټرانزمېشن) مخه نیولې او په دې سره یې په اغیزناکه توګه وېروس له منځه وړی دی. په نیو زیلنډ کې له تېرو څو ورځو راهیسې د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر له لسو کم دی، او پرون یکشنبه یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې وه.

27.04.2020 BBC

کرونا؛ ځینې هېوادونه عادي ژوند او اقتصادي فعالیتونه بیا پیل کوي

یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې عادي ژوند او ځپل شوي اقتصادي فعالیتونه بیا پيل کړي.

27.04.2020 امریکا غږ

د قرنطین په ختمولو کې د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو اختلاف

پداسې حال کې چې تر دې دمه د کروناویروس په وجه په امریکا کې د مړو شمیر ورځ په ورځ زیاتېږي، ددې هیواد مشران غواړي د اقتصادي فعالیتونو د بیرته پیل کولو لپاره ځانګړې لارې تعقیب کړي.

27.04.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more