د پاکستان سره د جوبایډن چلند به د افغان سولې خبرو د برخلیک او نتیجې پر اساس وي: څېړونکي
د امریکې د حکومت د معلوماتو پر اساس امریکا تېر کال د پاکستان سره د ۶۸۴ میلیونه ډالرو د مرستو ژمنه وکړه چې ۳۶۹ میلیونه به یې د نظامي مرستو لپاره وي.
په جرمني کې دولس کسان په جوماتونو د برید په تور نیول شوي
مقامات وایي چې په جوماتونو باندې د دې کسانو د بریدونو او د مسلمانانو ټپي کولو او وژلو څخه موخه په ټولنه کې د یو ډول کورنۍ جګړې شرایطو برابرول و.
دامریکایي ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ ولې پیاوړې شوه ؟
دماهرینو وینا ده چې د ایف ای ټي ایف د شرطونو پوره کولو دپاره پاکستان د ترسیل نظام هم سخت کړی چې له وجې یې د روپۍ ارزښت سیوا شوی دی.
په مصر کې د هیلوکوپتر د لویدو په پیښه کې ۵ امریکایي عسکر وژل شوي
یو هیلوکوپتر د مصر د سنای په ټاپو کې لویدلی، ۵ امریکایي، ۱ فرانسوي او یو د چک جمهوریت عسکر پکې وژل شوی.
افغانستان کې ۱۷۴ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۱۷۴مثبتې پېښې ثبت شوي او څلور کسان مړه شوي دي.
پاکستان کې دتېرو څلور میاشتو په پرتله دکرونا وایرس ریکارډ ۲۳۰۴ نوې پېښې مخې ته راغلي دي،۳۷کسان مړه
پاکستان کې د کرونا وایرس دخوریدو بهیر زیات ګړندی شوی اؤ سرکاري شمیرې ښایي چې په تیر یو شواروز کې ددغه هیواد دننه د کرونا وایرس نورې ۲۳۰۴ پېښې مخې ته راغلي اؤ ۳۷کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.
عبدالله: سولې ته رسېدو لپاره د مذاکره کوونکو ترمنځ باور نه دی رامنځته شوی
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د افغان سولې بهیر کې تر دا مهاله د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
چین تر شاوخوا یوې اوونۍ وروسته جوبایډن ته مبارکې وویله
د امریکا په متحدو ایالاتو کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه شاوخوا یوه اوونۍ وروسته د چین حکومت نن د جمعې په ورځ، نومبر ۱۳ ( لړم۲۳) جو بایډن ته په انتخاباتو کې د بري مبارکې ورکړې.
دپاکستان اؤ هند دځواکونو ترمنځ دکشمیر په ویشونکې پوله نښته شوې
دپاکستان پوځ وایي د کشمیر په ویشونکې پوله یا لائن اف کنټرول دهندي اؤ پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې چې پکې دهندي عسکرو په ډزو یو عام وګړی وژل شوی اؤ درې تنه ژوبل شوي دي.
ضياالله بنګش وايي د نرښځې چاهت د کوهاټ څخه ويستلو فېصله يې کړې، خو فعال وايي دا د ائين سرغړونه ده
د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی سلاکار ضیاالله بنګش وايي د کوهاټ ضلعې څخه يې د نرښځي چاهت او هغه سره ملګرو د ويستلو پرېکړه کړې ځکه چې د هغو له امله د ضلعي امنيت ته خطره وه، خو د بشري او نرښځيانو د حقونو فعال وايي دا کار د پاکستان د ائين څخه سرغړونه ده.
باجوړ: قبايلي مشر په ډزو وژل شوی
د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع باجوړ کې نامالومو کسانو ځايي قبايلي مشر عبدالرشيد په ډزو وژلی دی، پوليس وايي دا د يوې کورنۍ درېم تن دی چې په دغه ډول وژل کيږي.
د کابل ارغندۍ کې چاودنې دوه امنیتي سرتیري وژلي څلور ټپیان دي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د یوې چاودنې له امله دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
د ارزګان دهراود ولسوالي طالبانو نیولې ـ سرچینې
امنیتي سرچینې وايي چې د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالي له سختو جګړو وروسته نن سهار سقوط شوې.
د خبریال الیاس داعي وژنې د یو شمېر بنسټونو او هېوادونو غبرګونونه پارولي
د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي د وژل کېدا په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا ټولنه په افغانستان کې د ژورنالېستانو لپاره د حالاتو پر خرابېدو ژوره اندېښنه ښيي. الیاس داعي چې څه باندې یوه لیسزه یې له ازادي راډیو سره د یوه ډېر فعال او تکړه خبریال په توګه کار وکړ، پرون په لښکرګاه کې د هغه مقناطیسي بم په چاودنه کې ووژل شوچې د ده په موټر پورې نښلول شوی و. د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون ویلي چې د افغانستان د ژورنالېستانو له خپلواکې ټولنې سره یوځای د دې پېښې په اړه معلومات راټولوي. دې ټولنې همدا راز ویلي چې پر الیاس داعي برید وروسته له دې کېږي چې پر کابل پوهنتون خونړۍ تروریستي حمله وشوه. له بلې خوا د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل د الیاس داعي وژنه جنګي جنایت بللی. دې ډلې همدا راز ویلي، د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي وژنه جنګي جنایت دی، ژورنالېستان، د رسنیو کارکوونکي او د بشري حقونو مدافعان باید په نښه نه شي او باید پرېښودل شي چې خپل کار بې ډاره او په ازاد ډول وکړي. دې سازمان د افغانستان پر حکومت غږ کړی چې د ژورنالیستانو او د بشري حقونو د ملاتړو د ساتنې لپاره هېڅ راز هڅه ونه سپموي، د دې ډول حملو په اړه تحقیقات وکړي او عاملان یې د عدالت منګولو ته وسپاري. په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن د الیاس داعي وژنه وحشیانه بللې او ویلي یې دي چې پر خبریالانو دا حملې باید ژر تر ژره ودریږي. ده دغه راز ویلي چې د الیاس داعي کورنۍ او په ازادي راډيو کې د هغه له همکارانو سره غمرازي کوي. په کابل کې د بریتانیا سفارت د الیاس داعي وژل کېدا بوږنوونکې او خواشینوونکې بللې ده. دغه سفارت پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "د الیاس داعي کورنۍ، ملګرو او هغو ټولو کسانو ته چې په دې پېښه کې اغېزمن شوي، تسلیت وړاندې کوي. افغان خبریالان باید په ازاده توګه او پرته بې بېرې کار وکړي." دغه سفارت همدا راز له افغان حکومته غوښتي چې د دې پېښې په اړه دې تحقیقات وکړي. په کابل کې د جرمني سفارت هم پر خپله ټویټر پاڼه د الیاس داعي پر وژنه د هغه له کورنۍ او ملګرو سره د خواخوږۍ پیغام خپور کړی. د جرمني سفارت په خپل پيغام کې دا هم ویلي چې تاوتریخوالی باید ودریږي او اوس د سولې وخت رارسېدلی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما هم په دې اړه پر ټويټر لیکلي چې ملګري ملتونه په هلمند کې پر خبریال الیاس داعي حمله په سختو ټکو غندي. په ټویټ کې زیاته شوې: "ټول ملکیان باید خوندي شي. ټول افغانستان ازادو رسنیو ته اړتیا لري چېرته چې ټول خبریالان خوندي وي او قانون پلی وي." همدا راز د کاناډا سفارت هم پر خپله ټويټر پاڼه د الیاس داعي پر وژل کېدا غمشریکي کړې او لیکلي يې دي:" د ازادي راډيو پر خبریال الیاس داعي وحشیانه حمله غندي او د زړه له کومي د هغه له کورنۍ او ملګرو سره خواخوږي څرګندوي." د کاناډا سفارت زیاته کړې، خبریالان د خلکو غږ پورته کوي. په افغانستان کې د رسنیو پر ازادي باید جوړجاړی ونه شي. په کابل کې د ډنمارک سفارت هم دا غمیزه د نه منلو وړ بللې ده. دغه سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا په افغانستان کې په یوه اوونۍ کې دوهم خبریال دی چې وژل کیږي. ډنمارک له افغان رسنیو او مطبوعاتو له ازادۍ سره خپل ملاتړ تکراروي.
پوځي امر ته د تېزندۍ سزا اورونکی چيف جسټس وقار سېټهـ هم د کرونا ښکار شو
د پېښور هايکورټ ویاند ويلي هغه د تېرو څو ورځو نه د اسلام اباد په يو شخصي روغتون کې داخل ؤ درملنه یې روانه وه.