څېرې- له سونیا احمدي سره خبرې
سونیا احمدي افغان الاصله نارويژۍ ده. دا د ناروې د ساینس او ټکنالوژۍ په پوهنتون کې څېړنې په برخه کې د سلاکارې په توګه کار کوي. دا د پناه غوښتونکو د حقونو فعاله ده او د تشبث په برخه کې یوټيوب چینل هم پر مخ وړي. ملالۍ بشير له دې سره خبرې کړي.
د امریکې په صدارتي انتخاب کې یو امیدوار هم لا په کره توګه نه دی بریالی شوی
د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د دغه ریاستونو نه لومړۍ نتېجې ښايي چې د واکمن ریپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ پکې د ډېموکرېټک پارټۍ د خپل حریف نه مخکې دی خو د ډاک دلارې ورکړی شویو ووټونو شمېر لا دوام لري او د دې نتېجه دغه صورتحال بدلوولی شي
دسپریم کورټ ججان:حکومت په غیر قانوني توګه دقاضي فائز عیسی دلرې کولو هڅه کړې ده
دپاکستان دسترې محکمې د جج قاضي فائز عیسی په ضد د صدارتي ریفرنس پرېکړه کې دسپریم کورټ ججانو پخپله اختلافي یادګیرنه کې لیکلي چې حکومت په غیر قانوني توګه د قاضي فائز عیسی دلرې کولو هڅه کړې ده.
د اندراګاندي روغتون کې د زړه سوري لومړني بریالي عملیات
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل د اندراګاندي د روغتون د زړه د جراحۍ په مرکز کې د یو ماشوم د زړه عملیات شول.
پاکستان کې په کرونا وایرس نور ۱۸کسان مړه شوي
دڅلورو میاشتو راپدیخوا پاکستان کې دکرونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په تیر یو شوارزو کې مخې ته راغلي چې شمیره یې ۱۳۱۳ ده اؤ ا۸نور کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.
افغانستان د ۱۱۴میلیون ډالرو په ارزښت د 'هینګ'بوټي شیره صادره کړې
د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې دغه هېواد تېر کال د ۱۱۴ میلیونو ډالرو په ارزښت د هینګ یا انغوزې د بوټي شیره بهر ته صادره کړې ده.
امریکا کې انتخابات پای ته ورسېدل؛ د رایو شمېرل روان دي
د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست د ۲۰۲۰ انتخابات پای ته ورسېدل او د خلکو ګډون په کې بېساری بلل شوی دی.
تیر ۲۴ ساعتونه؛ کرونا ویروس افغانستان کې څلور تنه مړه کړي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۸۶ مثبتې پېښې ثبت شوي او څلور تنه مړه شوي دي.
د امریکې د صدارتي څوکۍ دپاره د ټرمپ او بايډن ترمنځ سخته مقابله روانه ده
د امریکې د راتلونکو څلورو کلونو دپاره د صدر جوړېدو دپاره د موجوده صدر ډانلډ ټرمپ او پخواني مرستیال صدر جوبايډن ترمخه سخته مقابله روانه ده او د مهمو يا بېټل ګراونډ رياستونو نتيجې را روانې دي.
کابل پوهنتون بیرته د محصلینو پر مخ پرانیستل شو
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، سر له نن چهارشنبې کابل پوهنتون بیرته په نور مال ډول د محصلینو پر پرمخ پرانیستل شو.
د امریکا په ټاکنو کې د خلکو د ګډون اندازه د پام وړ وه
د هغو رایو له مخې چې د امریکا وګړو تر ټاکنو مخکې کارولي، داسې ښکاري، چې سږکال په ټاکنو کې د خلکو د ګډون اندازه د ۲۰۱۶م کال په نسبت زیاته ده. تر سلو ملیونو ډېرو کسانو د پوست، په انلاین بڼه یا هم د رایې ورکولو په مرکزونو کې له مخکې خپلې رایې کارولي دي. نور په دې ویډیو کې
کندهار کې د جګړو اوونۍ پوره شوه، څومره تلفات رسېدلي؟
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې اوونۍ پوره شوه، خو لاهم جګړه روانه ده. د دغه جګړې سره هممهاله وسلهوالو طالبانو د تېرو درېیو ورځو راهیسي پر ژیړۍ، میوند او پنجوايي ولسوالیو هم بریدونه کړي. چارواکي وايي تر اوسه په دغه جګړو کې ۳۱۴ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان شوي دي. په عین وخت کې د کندهار میرویس روغتون ته د روانو جګړو له پیله تر اوسه ۲۵ مړي او ۲۲۲ ټپیان وروړل شوي چې ډېره برخهیې ملکیان دي. صادق رښتینی د کندهار ارغنداب ولسوالۍ ته تللی او په دې اړه راپور لري، د دې راپور اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې "بېټل ګراونډ" ریاستونه
د کال ۲۰۱۶ په صدارتي انتخاباتو کې صدر ډانلډ ټرمپ په پېنسلوېنیا، اوهایو، مېشېګن او وېسکانسن ریاستونو کې د بریا وروسته وایټ هاوس ته رسېدلی و او د ۲۰۲۰ په انتخاباتو کې هم دغه ریاستونه اهم ګڼل کیږي او په امریکايي مطبوعاتو کې "بېټل ګراونډ " یا د جنګ مېدان ریاستونه بلل کېږي
بلوچستان: د افغانستان سره په پوله برید کې د پاکستانۍ ملېشې سرتيری وژل شوی
د پاکستان پوځ ويلي د افغانستان سره په پوله د بلوچستان صوبې د ژوب په منزه کۍ سېکټر کې د افغانستان د لوري نه د ترهګرو په بريد کې د ملېشې [فرنټئير کروپس] يو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د امریکې د صدارتي انتخاب ابتدايي غېرحتمي نتېجې مخې ته راتلل شروع شوي
د وي او ای د نقشې ترمخه قریباً د نیمايي امریکايي ریاستونو څخه ابتدايي غېر رسمي نتېجې مخې ته راغلي دي چې پکې د ددواړو امیدوارانو ترمنځ مقابله نژدې ښکاري