ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


شیخ رشید:افغانستان سره په ګډه پوله دنړیوالو معیارونو په اساس عصري نوښتونه مخې ته راوړو

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر ښاغلي شیخ رشید احمد ویلي چې پاکستان افغانستان سره دګډې پولې دکنټرول کولو په نظام کې دنړیوالو معیارونو سره سم عصري نوښتونه مخې ته راوړي اؤ غواړي چې افغانستان سره تګ راتګ زیات اسان اؤ ګټور شي.

01.01.2021 ډیوه

دخېبر پښتونخوا ټولې ابادۍ ته د ویړیا طبي اسانیو ورکولو په غرض دصحت کارډ دویش دریم پړاؤ پیل شو

دخیبر پښتونخوا حکومت ولس ته د ویړیا طبي اسانیو ورکولو په غرض دصحت کارډ ویشلو دریم پړاؤ پیل کړی چې له مخې به یې دصوبې شپږو ضلعو کې ټول په ټوله ابادۍ ته دا صحت کارډونه ورکولی شي.

01.01.2021 ډیوه

پاکستان کې په کرونا وایرس نور 71 کسان مړه شوي

پاکستان کې په کرونا وایرس تیر یو شواروز کې نور 71 کسان مړه شوي چې دې سره په دغه هیواد کې په کرونا وایرس داخته ناروغانو د مړینې شمیره 10 اؤ 176 ته رسېدلې ده.

01.01.2021 ډیوه

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي په کرک کې د هندوانو سوځول شوی مقدس ځای به بيا جوړوي

د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي، په کرک کې د هندوانو سوځول شوی مقدس ځای به بيا جوړوي، حکومت دعوه کوي چې په پېښه کې ککړ 45 کسان يې نيولي دي.

01.01.2021 ډیوه

په نړۍ کې د نوي میلادي کال د مراسمو لمانځل پيکه و

د نړۍ په اکثرو ښارونو کې د نوي میلادي کال مراسم د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په محدوده پیمانه ولمانځل شول. نړیوالو نوي میلادي کال ته بې له دې، چې د تېرو کلونو په شان یې په شاندارو مراسمو ولمانځي، هرکلی ووایه او ورسره په یو وخت یې د کرونا پر ضد د واکسین د جوړېدو په خاطر هیلې وغوړولې. د شپې له دوولس بجو څخه، د معمول په شان د نوي کال مراسم په تېره بیا اورلوبې له استرالیا پیل شوې او په تدریج اسیا، منځني ختیځ، اروپا، افریقا او امریکا ته ورسېدې. په نیویارک کې روغتیايي چارواکو له خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس د نه خپرېدو په خاطر په کورونو کې پاتې شي او د دې لپاره چې په داسې مناسبتونو او غونډو کې د کرونا وبا ډېره خپرېږي، له رایوځای کېدو ډډه وکړي. نیویارک یو له هغو سترو ښارونو څخه دی، چې هر کال د نوي کال مراسم په کې خورا برمناک جوړېږي. د استرالیا سیډني هم چې د نوي کال مراسم یې په نړۍ کې ډېر شهرت لري، د دغه ښار د اوپرا د ودانۍ پر سر اورلوبې وشوې خو د معمول خلاف د خلکو لویې غونډې نه وې ځکه چې استرالیايي چارواکو پر راغونډېدو بندیزونه لګولي وو نو ډېرو خلکو دا مراسم په تلویزیونو کې ولیدل. نیوزیلنډ، چې تر سیډني دوه ساعته مخکې په کې د نوي کال مراسم پیلېږي، حاضردمه د کرونا هیڅ مثبته پېښه نه لري، نو د معمول په شان یې د نوي کال مراسم ترسره کړل. په جنوبي کوریا کې، چې د ټولنیز واټن د رعایتولو کلک مقررات په کې عملي کېږي، د نوي کال مراسم غلي ترسره شول. اکثریت جاپانیان هم په کورونو کې پاتې شول او د تېرو کلونو خلاف یې سفرونه ونه کړل ځکه چې حکومت بندیزونه لګولي دي. په چین کې، چې د کرونا ویروس لومړی پلا د دغه هېواد په ووهان ښار کې پیدا شوي وو، د نوي کال مراسم جوړ نه شول او هسې هم چینایان خپل نوی کال چې په فبرورۍ کې پیلېږي، ډېر لمانځي. په هند کې هم د نوي کال مراسم محدود وو خو د متحده عربي اماراتو په برج خلیفه کې، چې د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ ده، د نوي کال د اورلوبو نندارې وشوې چې زرګونه خلک یې د لیدو لپاره واټونو ته راووتل.

01.01.2021 ازادي راډیو

کرونا په نړۍ، پاکستان او افغانستان کې د 18 لکه 18 زرو نه سېوا کسان مړه کړه

د کرونا وايرس وبا [کوېډ-19] تراوسه پورې د نړۍ په 191 هېوادونو کې 18لکه 18زره 116 کسان مړه کړي او اته کروړه 34لکه 24زره 446 کسانو ته دا وايرس لګېدلي دي.

01.01.2021 ډیوه

عمران خان به استعفا ور نه کړي، قرېشي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي، د مخالفه ګوندونو غورځنګ [پي ډي اېم] په غوښتنه به وزیراعظم عمران خان د 31م جنورۍ پورې استعفا ور نه کړي ځکه چې دا غوښتنه سياسي تقاضه نه لري.

01.01.2021 ډیوه

افغان او هندي دیني علماء: افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده

د افغانستان او هند دیني علماو په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع او د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې بللې ده.

01.01.2021 امریکا غږ

ولسمشر غني: روغتیا وزارت ته به سیاسي نه بلکي مسلکي کس وټاکل شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د عامې روغتیا وزارت لپاره به سیاسي نه بلکې یو مسلکي مسؤل وټاکل شي.

01.01.2021 امریکا غږ

د امریکا ملي امنیت شورا وايي د افغان خبریالانو ملاتړ کوي

د امریکا د متحده ایالتونو د ملي امنیت شورا ويلي چې د افغان خبریالانو ملاتړ کوي. دغې شورا پرون پنجشبنه ډسمبر ۳۱ (مرغومی ۱۱) د یوه ټویټ په خپرولو افغان خبریالان زړور بللي او زیاته کړې یې ده چې امریکا د دوی تر څنګ ولاړه ده.

01.01.2021 امریکا غږ

ټرمپ: له نوي کاله مخکې مو د کورونا واکسین اټکل کړی وو،‌ هماغسې وشو

واشنګټن - د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپلې ادارې د لاسته راوړنو د ستاینې پر لړ کې ویلي،‌ امریکا د کورونا واکسین د ریکارډ په توګه کم وخت کې تولید کړ او ده په سمه توګه اټکل کړی وو چې د کال له پای ته رسېدو څخه مخکې به داسې وشي.‌ ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په خپل یو ویډیوي پیغام کې ویلي، "مونږ باید په یاد اوسو د هغه څه له امله چې مو کړي دي." ټرمپ چې لا تر اوسه یې هم د نومبر په ټاکنو کې ډیموکراټ جوبایډن ته خپله ماته نه ده منلې په خپل ټویټر باندې دا پیغام وروسته له هاغې خپور کړ چې په فلورېډا کې له خپل تفریحي ځای څخه سپېنې ماڼۍ ته له ټاکلي وخت څخه مخکې راستون شو. ټرمپ د خپلې ادارې د لاسته راوړنو ستاینه وکړه په کومو کې چې د هغه په وینا د کورونا وبا سره چال چلند او د اقتصاد بیارغونه هم شامله ده.‌ ټرمپ چې په خپله هم په اکټوبر کې په کورونا باندې اخته شوی وو تل د کورونا وبا ته په کمه سترګه کتل چې د زیاتو روغتیايي کارپوهانو لخوا پرې له همدې امله نیوکې هم کېدې. امریکا د هغو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري چې په کورونا باندې سخته ځپل شوې ده. د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په امریکا کې تر ۳۴۴۰۰۰ زیات کسان له کورونا څخه مړه شوي دي.‌ تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې ټرمپ د خپل نوي کال جشن په خپلې مار لاګو تفریحي ځای کې ونیسي. واشنګټن په دې اړه هېڅ نه دي ویلي، چې ولې ټرمپ واشنګټن ته مخکې له وخته راوګرځېده خو دا هغه وخت دی چې ټرمپ له کانګرس سره د دفاعي لګښتونو او د کورونا ځپلو سره د هغه لخوا د مرستې د زیاتوالي پر وړاندیز باندې جګړه کوي او په ورته وخت کې له ایران سره فشارونه زیات شوي دي.‌ په ورته وخت کې ټرمپ د ایران په اړه پوښتنو څخه مخ واړوه او په د دې پوښتنې په ځواب کې یې هم څه و نه ویل چې ایا هغه به د جنورۍ په شلمه نېټه د بایډن د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي او که نه. دغه راز تمه ده چې ټاکلی ولسمشر جو بایډن به په ډیلېوېر ایالت کې د سمندر په غاړه خپل کور کې نوی کال ولمانځي.

01.01.2021 ډیوه

په نړۍ کې د نوي کال ډېر جشنونه د کورونا له وېرې محدود یا کنسل شوي دي

واشنګټن – د نړۍ ۷.۸ بیلینه وګړي له ۲۰۲۰ کال سره په داسې حال کې په مخه ښه کوي چې د نوي کال ډېر جشنونه محدود او یا کنسل شوي دي.‌ په روسیه کې د ۲۰۲۱ کال له پیلېدو سره د خلکو ګڼ محفلونه کنسل شوي دي خو د روسیې په کلوګا ښار کې که څه هم اوسېدونکو یې د جشنونو کنسل کېدل غوښتي وو د سیلانیانو لپاره ځینې جشنونه نیولي وو. دغه ښار له ماسکو سره په ۱۵۰ کیلومتره واټن کې پروت دی او د نوي کال لپاره د جشنونو مرکز بلل کېږي. ترکیې نوي کال ته له څلور ورځني لاک ډاون سره هرکلی ووایه او ولسمشر رجب طیب اردوان ویلي، پولیس به په هوټلونو کې غیر قانوني محفلونو بند کړي. په دوبۍ کې نوی کال تر ټولو لوړ اسمان څکې ودانۍ برج خلیفه سره د اورلوبو له کلنيو مراسمو سره پيل شو خو ځینې وايي، د وایرس د کنترول لارو چارو ددې مراسمو خوند کم کړی وو.‌ ۵۰ کلن بشیر شیهو چې له نایجریا څخه له خپلې کورنۍ سره دغو مراسمو ته ورغلی وو اسوسېټېډ پریس ته وویل، "خلک دوبۍ ته ځکه راځي چې دا خلاصه ده خو دلته اوس ډېر زیات قوانین لګول شوي دي." هغه زیاته کړه،‌ "مونږ دوعا کوو چې راتلونکی کال به یې مونږ له ریښتونې ازادۍ سره ولمانځو." په هندوستان کې د ۲۰۲۱ کال د لمانځلو مراسم د ګرځ بندیزونو، د سمندر غاړو په محفلونو د بندیز او د نورو سفري بندیزونو له امله کم رنګه شوی وو. په سترو ښارونو کې هوټلونه او بارونه د شپې په یولسو بجو تړل شوي وو او اسو سېټېډ پریس وايي،‌ چې د ډرون په واسطه د خلکو تګ راتګ او راټولېدل څارل کېده. په جاپان کې هم د کورونا د پېښو د زیاتوالي‌ له امله د نوي کال زنګ ورو وهل شوی.‌ د ټوکیو ښاروالې یوریکو کویکې له خلکو غوښتي وو چې په محفلونو کې دې ګډون نه کوي.‌ هغې وویل، "کورونا وایرس د کال په پای ته رسېدو او د نوي کال په رخصتیو باندې نه پوهېږي." په جنوبي کوریا کې چې حکومت له پنځو څخه د زیاتو کسانو په راټولېدو باندې بندیز لګولی په دودیزه توګه د نوي کال د زنګ وهل له ۱۹۵۳ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره کنسل شوي وو. دغه ډول سمندر غاړې چېرې چې خلک د لمر پورته کېدو ننداره کوي تړل شوې وې. همدارنګه د واورې د لوبو او سیالانیانو لپاره ځایونه تړل شوي وو.‌ په تایوان کې چارواکو د ټایپي ۱۰۱ ټاور سره نېږدې د اورلوبې ننداره جوړه کړې وه. همدارنګه د ولسمشرۍ ماڼۍ سره مخې ته د نوي کال په مناسبت د سهار د بیرغ پورته کېدو مراسم وشول خو په لږ شمېر حکومتي چارواکو او مېلمنو ته پکې بلنه ورکړل شوې وه.‌ په هانک کانګ کې د دوهم پرلپسې کال لپاره د نوي کال مراسم کنسل شوي وو. تېر کال د امنیتي ستونزو له امله دغلته جشنونه کنسل شوي وو. رسټورانټونه په شپږو بجو وتړل شول او په ژوندۍ بڼه پروګرامونه کنسل شوي وو. د ټانګا، سېموا او کریباتي په نامه د مرکزي پاسفیک ټاپوګانو کې د خپل مخکې وخت له امله تر نورې نړۍ مخکې نوی ۲۰۲۱ کال پیل او بیا ورپسې د سیمې سترو هېوادونو لکه نیوزیېلنډ، اسټرالیا، جاپان او جنوبي کوریا کې پیل شو. د امریکا په نیویارک ښار کې د ټایمز په څلورلاري کې چې هر کال د نوي کال پیل د بال په پرېوتو پیلوي د خلکو په ورتګ باندې بندیز لګول شوی او همدارنګه د جنوبي امریکا په هېوادونو لکه برازیل کې هم د نوي کال مراسم او سمندر غاړې محفلونه کنسل شوي دي.‌

31.12.2020 ډیوه

چین په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د وژلو لپاره په انعام ورکولو تورن شو

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ پدې وروستیو کې نه تائید شوي استخباراتي معلومات ترلاسه کړي چې څرګندوي چین "غیر دولتي اعمالو" ته د پیسو وړاندیز کړي تر څو په افغانستان کې پر میشتو امریکایي سرتیرو بریدونه وکړي.

31.12.2020 امریکا غږ

امریکا: چین په افغانستان کې غیر دولتي ډلو ته د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره پیسې وړاندې کړي

واشنګټن – خبري راپورونه وايي، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې وروستیو کې داسې نه تایید شوي استخباراتي معلومات ترلاسه کړي دي، چې ښيي چین په افغانستان کې غیر دولتي کسانو ته د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره پیسې وړاندې کړې دي. د ټرمپ د ادارې یو لوړ پوړي چارواکي ددغو پټو استخباراتي معلوماتو په اړه خبره د زیارت یا پنجشنبې په ورځ امریکا غږ ته تایید کړې ده او تېره ورځ د اکسیوس خبري‌ ویب پاڼې باندې هم چاپ شوی دی. دغه چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط خبرې کړي. د اکسیوس د خبر له مخې، "دغه استخباراتي معلومات د ډیسمبر په ۱۷ نېټه ولسمشر ته ورکړل شوي وو او په دې اړه ټرمپ ته د ملي‌ امنیت د سلاکار رابړټ اوبراین لخوا په شفاهي توګه هم معلومات ورکړل شوي وو." امریکايي چارواکي ددغو استخباراتي معلوماتو په اړه کار کوي چې له امله به یې د واشنګټن او پېکنګ ترمنځ په تاوجنو اړیکو باندې نور تېل هم وپاشل شي. د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وین بېن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د یو خبري کانفرانس پر وخت د امریکا لخوا په چین باندې ددې لګول شویو تورونو ته په ځواب کې وویل، "دا له جعلي خبرونو یا فېک نیوز پرته نور هېڅ هم نه دي او هدف یې په چین باندې داغ لګول دي." هغه زیاته کړه،‌ دغه تورونه یواځې ددې لپاره دي چې د چین په انځور باندې داغ‌ پورې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي. هغه دا هم وویل، چې "مونږ هېڅکله له نورو سره جنګ نه دی پیل کړی، چې بیا دا خبره پټه کړو چې غیر دولتي کسانو ته په نورو هېوادونو باندې د برید لپاره پيسې ورکړو." چینايي وړاندې وویل، هېواد یې د افغانستان په داخلي لانجه کې نه دی ښکېل او یو‌ ځل بیا یې د امریکا لخوا د سولې او ملي پخلاینې د پیل شوي بهیر څخه خپل ملاتړ څرګند کړ تر څو د جنوبي اسیا په دغه هېواد کې د دوو لسیزو جګړه پای ته ورسېږي. وانګ د خپلو خبرو په دوام دا هم وویل، چې "نړیواله ټولنه په سمه توګه پوهېږي چې څوک زور ازمايي کوي، جګړې پالي او د سیمې د سولې او ثبات د ختمولو لپاره ستونزې جوړوي." دا لا څرګنده نه ده چې ایا ټاکلي ولسمشر جو بایډن ته هم د ادعاوو له مخې د دغې چینايي توطیې په اړه معلومات ورکړل شوي‌ او که نه. د بایډن د انتقالي ادارې له چارواکو څخه یو تن د خپل نوم نه ښودلو په شرط سي ان ان ته ویلي، "زمونږ ټیم به هڅه وکړي څومره چې کولای شو ددغو ادعاو په اړه ځان پوه کړو، او دا یو بل دلیل دی چې مونږ ولې د دفاع له وزارت سره بشپړې همکارۍ ته اړتیا لرو. د امریکا او چین اړیکې په دې وروستیو کې د سوداګرۍ او انټېلېکچول پراپرټۍ په ګدون د یو شمېر مسلو له امله خرابې شوې دي. واشنګټن په چین کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله په چین باندې په ځانګړې توګه په سینکیانګ سیمه کې د ایغور مسلمانو لږکیو پرضد د تېریو له امله سختې نیوکې کوي. پیکنګ دغه تورونه ردوي چې د مسلمانو ټولنو حقونه ځپي او وايي، دا هم د چین د خرابولو لپاره د لویدیځ له پروپاګنډې څخه ده.‌ دا لا څرګنده نه ده چې ایا دا غیر دولتي ډلې چې د چین لخوا ورته د پیسو د ورکولو تورونه پورې شوي د طالبانو پورې اړه لري چاچې د افغان حکومت پرضد په دې ورستیو کې خونړۍ تاوتریخوالی پیل کړی دی. ددې کال په سر کې په رسنیو کې داسې راپورونه وو چې روسیې هڅه کړې په افغانستان کې طالبانو پورې تړلو ترهګرو ته پیسې ورکړي تر څو امرکايي سرتیري ووژني. که څه هم ټرمپ د روسیې په اړه په دې اړه په ښکاره څه نه وو ویلي او دا راپورونه یې جعلي بللي وو. امریکا له طالبانو سره په فیبرورۍ کې د شوي تړون له مخې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي تر څو د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي. د ټرمپ ادارې ویلي، د جنورۍ تر نیمايي پورې به په افغانستان کې شاخوا ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري پاتې وي.‌ د فیبرورۍ د تړون له مخې، باید ټول امریکايي سرتیري د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې له افغانستان څخه ووځي.‌ په قطر کې بین الافغاني مذاکرات د سپټمبر په ۱۲ نېټه پیل شوي وو او ټاکل شوې ده چې د اوسنې دریو اونیو له دمې وروسته به د جنورۍ په پنځمه نېټه بېرته پیل شي.‌    

31.12.2020 ډیوه

د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

31.12.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more