ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د روسیې یوه کلي کې د اوبو له نلونو تېل راووتل

رپوټونو کې ویل شوي، چې چيرسکي نومي کلي د تودوخي مرکزي سیسټم کې د نیمګړتیا له کبله نژدې درې ټنه تېل د اوبو رسولو په شبکې کې وبهیدل.

01.09.2016 BBC

جنرال دوستم: زه څه کاره یم؟

د ارګ او اجرائیه ریاست ترمنځ له اخلافاتو وروسته، دا ځل د جمهوري ریاست لومړي مرستیال په حکومت کې دننه د بې عدالتیو پر سر نیوکې کړې دي.

01.09.2016 امریکا غږ

د حبیب الله کلکاني د مړي ښخولو پرمهال ډزې شوې

د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د یو پخواني پاچا د مړي بیا ښخولو د مراسمو پر مهال ډزې شوې چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

01.09.2016 BBC

۵۰ کاله وروسته کیوبا ته د امریکا لومړنۍ الوتنه

پنځوس کاله وروسته له امریکا څخه کیوبا ته سوداګریزه الوتکه لاړه چې د دغه هېواد د ټرانسپورټ د مشر سربېره،۱۵۰ مسافر پکې سپاره دي.

01.09.2016 BBC

د سیلګرۍ صنعت کې د افغان مېرمنو فرصتونه او ستونزې

د (بانو) په نامه د سیلګرۍ (سیاحت) شرکت ټولې چارې ښځې مخته وړي. د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۱۷ سلنه ښځې لوستې دي چې ډېری یې په لویو ښارونو کې استوګنې دي.

01.09.2016 BBC

د داعش انګلیسي ژباړه (سعودي عربستان) د مایکروسافټ بښنه

د مایکروسافټ د ژباړې وېبپاڼې (بینګ) د "اسلامي دولت" توندلارې ډلې عربي نوم (داعش) انګلیسي ژباړه کې "سعودي عرب" بللی، چې له امله یې دا شرکت په خواله رسنیو کې له سختو نیوکو سره مخامخ دی.

01.09.2016 BBC

غور کې پنځه مسافر تښتول شوي

د افغانستان مرکزي ولایت غور له مرکزه دولتیار ولسوالۍ ته پر لار ناپېژاندو وسله والو پنځه مسافر له موټروو ښکته کړي او نامالوم ځای ته یې ورسره وړي. د غور خلکو ویلي، تښتول شوي د بامیانو ولایت اوسېدونکي دي چې څلور یې محصلین دي.

01.09.2016 BBC

لوګر د څرخ په ولسوالۍ د وسله والو ډله ایز پای ته رسیدلی

د لوګر ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت د څرخ پر ولسوالۍ د وسله والو یو ډله ایز بریدونه د اوو بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی.

01.09.2016 امریکا غږ

غني اوعبدالله څلورمه غونډه کې په نورو مسلو موافقې کړي

اجرائیه ریاست وایي، جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله تیره شپه په ارګ کې په خپله څلورمه غونده کې په یو لړ مسلو د خبرو پروخت په ځینو مهمو ټکو موافقې ته رسیدلي.

01.09.2016 امریکا غږ

د چمن او بولدک ترمنځ دروازه پرانیستل شوه

کوټه کې پاکستاني ملېشو ویلي، د دغه هیواد د بلوچستان ایالت له سرحدي ښار چمن سره نښلېدلې د چمن او بولدک ترمنځ ‎ دروازه له څوارلسو ورځو وروسته پرانیستل شوه.

01.09.2016 BBC

ولسمشرغني د کډوالو د ستونزو حل ته بېلابېل کمېسیونونه ګمارلي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره څو بېلابېل کمېسیونونه ګمارلي دي. په پېښور کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالله وحید پویان نن ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشرغني تېر ماښام د افغان کډوالو له استازو سره کتلي او د هغوی د ستونزو له اورېدو وروسته یې دا دستور وکړی. دا پریکړه په داسې حال کې کیږي چې د یو شمېر راپورونو پر اساس په دې وروستیو کې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کېږي او په تېرو څو میاشتو کې زرګونه افغان کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

01.09.2016 ازادي راډیو

لوګر کې پر څرخ ولسوالۍ د طالبانو ډله ییز برید

د افغانستان پلازمېنې کابل څنګلوري ولایت لوګر د څرخ ولسوالۍ پر ودانۍ وسله والو طالبانو له موټربم چاودنې وروسته ډله ییز برید کړی. ځايي چارواکي وايي، شپږ برید کوونکي وژل شوي، خو طالبان مخالف لوري ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

01.09.2016 BBC

پاکستان د چمن – سپین بولدک لارنن بیرته پرانیستله

پاکستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن – سپین بولدک سرحدي لار د دیارلسو ورځو بندولو وروسته نن سهاربیرته په رسمي ډول د واریداتو او صادراتو پر مخ پرانیستله.

01.09.2016 امریکا غږ

د 'بویینګ۷۴۷ پلار' جو سټر ومړ

جو سټر د بویینګ ۷۴۷ جیمبو جېټ کې د پرمختګ لارښود د ۹۵ کلونو په عمر مړ شو. د بویینګ تجارتي الوتکو رییس رې کانر وايي، سټر یوازې د بویینګ لپاره نه بلکې د هوايي چلند ټول صنعت ته "الهام" و.

01.09.2016 BBC

'پاکستان له چین نه اته اوبتلونه پېري'

ټايمز آف انديا وايي پاکستان له چين نه اته اوبتلونه پېري چې د ٢٠٢٨ م کاله پورې به ورته وسپارل شي. دا تړون د پنځه ميليارد ډالرو په ارزښت شوى چې د کمونيست چين د صادراتو تر ټولو لوى تړون دى.

01.09.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more