ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


شاه محمود قریشي:افغانستان کې دسولې ښه فرصت باید دلاسه ورنکړل شي

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي په ټولو خواؤ غږ کړی چې افغانستان کې دسولې رامنځته شوی یو ښه فرصت باید دلاسه ورنکړي اؤ په پراخه سینه دسولې پروسه پرمخ یوسي.

31.01.2021 ډیوه

د آشنا تلویزیون د شنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

30.01.2021 امریکا غږ

افغانان د ملا عمر شریعت، د سعودي وهابیت او د ایران خمېنیت نه جمهوري اساسي قانون مني: پي جي ډي

د پښتنو پوهانو او کارمندانو د نړیوال سازمان پښتون ګوبل ډایسپوره (پي جي ډي) په یو انلاین وېبنار کې ګډون والو ويلي دي افغانان د ملا عمر شریعت، د سعودي وهابیت او د ایران خمېنیت نه جمهوري اساسي قانون مني. د پي جي ډي ګډون والو د امریکا صدرجو بايډن ته وړاندیز کړی دی چې د صدر ټرمپ په وخت کې د طالبانو سره شوې لوظنامې ته د بیا کتنې په وخت طالبان دې ته اماده کړي، چې افغان دولت، اساسي قانون او ملي پوځ په رسمیت سره اومني.  د وېبنار وینا وال او په ایران کې د افغانستان سفیر غفور لیوال په سکوټو ټکو کې وویل سولې ته هر کلی وايي خو افغانان د خپل وطن امنیت بیا تباه کولو ته تیار نه دي: “مونږ هر چاته هر کلی وایو، مونږ سولې ته هر کلی وایو، مګر د جمهوریت نه، د نظام د موجودیت نه، او د ملي پوځ د برخه لیک څخه یوه ملي میټر بیرته نه ګرځو”  پي جي ډي چې د بهر میشتو پښتنو د پیوستون یو نړیوال سازمان دی، دويي د افغانستان د نظام (ملي اداری او اساسي قانون) د ملاتړ لپاره دا غونډه په داسې حال کې کوله چې د صدر بایډن انتظامیه وايي د صدر ټرمپ په وخت کې د طالبانو سره د سولې لوظنامې ته بیا کتنه کوي. د جنورۍ په 28 مه نیټه د امریکې د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ویلي، امریکا د طالبانو سره د کال 2020م د فرورۍ تړون ته بيا کتنه کوي چې طالبانو د ياد تړون ترمخه خپلې ژمنې پوره کړي که نه دي؟. بلينکن ویلي، امريکا په افغانستان کې د سولې د پروسې سفارتي ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي د لارې دايمې اوربند وشي چې ګټه يې ټولو افغانانو ته وي. په فرورۍ 2020 کې د امریکا او طالبانو تر منځه شوې لوظنامې مهم ټکي: 2) دا ضمانتونه او په دې د عمل کولو طریقه کار کوم چې به یو ترهګرې ډلې او یا یو تن ته د افغانستان خاوره د امریکا او یا د ایتلافیانو د امنیت خلاف کارولو نه منع کوي. 2) دا ضمانتونه، په دې د عمل کولو طریقه کار او د افغانستان نه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو د مودې اعلان. 3) د نړیوالو شاهدانو په موجودګۍ کې د افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د پوره وتلو د نېټې اعلان، او د دې ضمانت ورکول چې د افغانستان خاوره به د امریکا، د اتحادیانو پرضد نه استعمالیږي. د افغانستان اسلامي امارت چې امریکا يې نه تسلیموي او ورته طالبان وايي، د کال 2020 په مارچ په لسمه نېټه به د افغان اړخونه سره بین الافغاني مذاکرات شورو کوي. 4) یو مستقله او مکمله ډزبندي به د بین الافغاني مذاکراتو د اېجنډې یو ټکی وي. بین الافغاني مذاکراتو کې برخه اخستونکي به د مستقل او جامع ډزبندۍ لپاره نېټې ټاکلو او دې په طریقه کار خبرې کوي. په دې کې به په ډزبندۍ په ګډه عمل کولو طریقه کار شامل وي کوم چې به د افغانستان راتلونکي سیاسي لارې (روډمیپ) په سر تړون تر څنګ اعلانولی شي. په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر او په هډسن انسټیټیوټ کې د جنوبي اېشبا د څانګې مشر حسېن حقاني په آند د ټرمپ د طالبانو سره په لوظنامه کې بنیادي نقصونه وو. د حقاني په خیال په دې معاهده کې دا نه وو چې طالبان دې افغان دولت او مني او د افغانانو وژنه دې ودروي،  هغه وړاندیز وکړو بایډن انتطامیه دې د طالبانو چالونو ته بیداره اوسي: “طالبانو ته دې وویل شي چې د افغانستان جمهوري حکومت اومني، ددې برخه دې جوړ شي” د حقاني تر مخه که داسې او نه شي، او د نورو حقونه، منل کېږي نه نو بیا دې معاهده نه کوي.  حقاني ویره ښکاره کړه که طالبانو ته د بریا موقعه په لاس ورکړی شوه نو یواځې افغانان به ناقلاره ژوند نه کوي په ټوله نړۍ کې به د “ګلوبل جهاد” چرچې سوا شي. که څه هم بابډن انتظامیې د ټرمپ د وخت د معاهدې د بیا کتنې اشارې ورکړي دي خو دا وخت د قطر په دوحه کې د افغان حکومت چارواکي د طالبانو سره هم ددغه معاهدې په اساس خبرو ته ناست دي. طالبانو تور پورې کړی چې د افغان ولسمشر اشرف غني حکومت په افغانستان کې د سولې د راتګ په مخ کې خنډ دی، وایي که هغه له خپلې څوکۍ استعفی ورکولو ته تیار شي نو دوی تیار دي چې په هېواد کې د نوي حکومت پر جوړېدو خبرې وکړي، خو افغان حکومت یې دا خبرې "جاهلانه" او "د بهرنیو استخباراتو" بللې دي. د طالبانو د قطر دفتر مرستیال مشر شېر محمد عباس ستانیکزي روس ته د خپل سفر په مهال د جنورې په 29 مه نیټه په یوه خبري غونډه کې ویلي، طالبان به تر هغه وخته جګړه و نه دروي چې تر څو بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي‌ نه وي. د پي جي ډي په وېبنار کې پښتون سیاست وال او پوهان افرسیاب خټک تر مخه په دوحې پرېکړه کې دا په ډاګه نه وه طالبان څه غواړي، او نه پکې د افغانستان د ګاونډیانو څخه د لاس وهنې نه قلارېدلو لوظ اخستل شوی ؤ: “د دوحې په تړون کې په پاکستان کې د ترهکرو د ځالو له منځه د وړلو لپاره هیڅ کوم ضمانت او لوظ نشته” د اسلام اباد واکدارانو دا تور وخت په وخت رد کړی چې په پاکستان کې د وسله والو پټې ځالې وس هم شته دی. د امریکايي مشرانو تر مخه د افغانستان د امن په پروسه کې د پاکستان کردار ډېر مهم دی. د افغانستان د اساسي قانون په پروسه کې شامل د افغان بشر دوست نورالله په خیال افغانان له جمهوري نظامه پرته بل کوم نظام منلو ته تیار نه دي. اتل وویل طالبان لا تر اوسه ښکاره خبره نه کوي چې دويي کوم نظام غواړي: “افغانان د ملا عمر شریعت، د سعودي وهابیت او د ایران خمېنیت نه جمهوري اساسي قانون مني” په افغانستان کې د بشري حقونو فعالې پلوشه حسن البته وویل دويي د طالبانو منلو ته په دې شرط تیار دي چې دويي وسله کېږدي: “مونږ طالبان یو حقیقت منو خو د یو فعاله سیاسي برخې په توګه، د وسل وال جګړه مارو په توګه نه” پي جي ډي وايي دويي غواړي د افغانستان په قضیه کې دخیلو ټولو خواوې چې د افغانستان د اینده په اړه د قطر په شمول په ټولو مذاکراتو کې رول او تاثیر لري اګاه کړي چې د هر افغان لپاره د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنې، ملي ادارې، او د هیواد اساسي قانون ساتنه او بقا حیاتي اهمیت لري او دا چې افغانان په خپلو ملي ادارو او اساسي قانون هیڅ قسمه جوړ جاړی نه شي زغملی. د غونډې کوربانه وتلې پښتنه بشر پاله ګلالۍ اسماعیل او د نړیوالې بشر پالې ټولنې غړی ډاکټر کاظم حزب الله وو.

30.01.2021 ډیوه

یوې جاپانۍ د خپلې مور مړی ۱۰کاله یخچال کې ساتلی و 

په جاپان کې یوې ښځې د خپلې مور مړی لس کاله په یخچال کې ساتلی و چې حکومت یې د مور له کوره ونه شړي. دغه ښځه یوشینو نومیږي. هغې د شنبې په ورځ جنوري ۳۰ ( سلواغه۱۱) پولیسو ته یې وویل چې د دغه دولتي کور قرارداد یې د مور په نوم و او که حکومت خبر شوی وای چې مور یې مړه ده، هغه به یې له کوره ویستلې وای.  وايي دې هم د مور مړی په یخچال کې پټ کړ او لس کاله پرې تېر شول. په اکثریت هېوادونو کې د شخصي کورونو په پرتله د حکومتي کورونو کرایې کمې وي.  سیمه ییزې رسنۍ وايي دغې ښځې نه غوښتل د ښاروالۍ له لورې د هغې مور ته ورکړل شوی کور یې له لاسه ووځي.  ددغې ښځې مور په ۶۰کلنۍ کې مړه شوې وه.  یوشینو له هغې وروسته د کور پرېښودو ته مجبوره کړل شوه چې کرایه یې نه وه ورکړې.  راپورونه وايي چې د هغې د مور په بدن کې د شکنجې نښې نښانې نه لیدل کیږي. یوشینو تېره ورځ په توکیو کې په یو هوټل کې ونیول شوه 

30.01.2021 امریکا غږ

کراچۍ:پولیسو دمسیحي نرسې په ضد دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړې

په کراچۍ کې پولیسو دیوې نرسې په شکایت دهغې د ملګري عیسایي مذهبې نرسې په ضد د مذهب دسپکاوي مقدمه درج کړې اؤ پلټنې یې پیل کړي دي.

30.01.2021 ډیوه

ولې تکساز کې ۱۱ امریکایي عسکر روغتون کې بستر شول؟

په امریکا کې چارواکي وايي د دغه هېواد ۱۱سرتیريله هغه وروسته روغتون ته انتقال شول چې د یخ ضد مواد (antifreeze) یې وڅښل. 

30.01.2021 امریکا غږ

افغان حکومت طالبان د سولې مذاکراتو په ځنډولو تورن کړل

افغان چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو مذاکره کوونکی پلاوی د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پیلېدو ته چمتووالی نه لري.

30.01.2021 امریکا غږ

دافغان سولې کړکیچن پړاؤ کې دپاکستان کردار ته امریکا په کوم نظر ګوري؟

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل امریکایي سیال انتوني بلینکن سره ټیلي فوني خبرو اترو کې هغه ته باور ورکړی چې پاکستان افغانستان کې د امن ټنګښت دپاره امریکا سره په ګډه کار کولو ته ژمن دی.

30.01.2021 ډیوه

حمدالله محب:موقت حکومت د پردیو مداخلو لپاره د دایمي فرصت معنا لري

دافغانستان دملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په افغانستان کې دموقت حکومت غوښتنه د پردیو مداخلې ته د دائمي فرصت برابرؤلو په معنا بللې اؤ ویلي یې دي “زموږ ملت د ولسواکي پر ارزښت او د نظام پر اهمیت پوهېدلی. نور دلته د هیڅ پردۍ اجنډا تطبیق ته موقعه نه شته”

30.01.2021 ډیوه

په سوات کې شپږ کلنه ماشومه په سوره کې ورکړی شوې

د خېبرپښتونخوا په سوات کې يوه شپږ کلنه ماشومه د روغې په سوره کې ورکړی شوې خو پوليس وايي د سورې د جرګې پرضد يې مقدمه درج کړې او 16 تنه يې پکې نيولي دي.

30.01.2021 ډیوه

د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو اندېښنې او د یو شمېر هېوادونو نوي محدودیتونه

د کرونا ویروس د درېیو نوېو موندل شوېو بڼو د خپرېدو له کبله په ټوله نړۍ کې اندېښنې په زیاتېدو دي. کاناډا، برېتانیا،فرانسه، جرمني، پرتګال او چک جمهوریت د هغو هېوادونو له ډلې دي چې د دې نوې څپې د مخنیوي لپاره یې پر نړیوالو سفرونو تازه محدودیتونه لګولي دي.  په اروپا کې چې هسې هم محدودیتونه لګېدلي، حکومتونه د لا سختو بندیزونو د لګولو په برخه کې اقدامات کوي ځکه د کرونا د نوېو بڼو موندل ښيي چې دا ویروس په چټکۍ سره د نړۍ ډېرو هېوادونو ته رسېدلی دی.  په برېتانیا، برازیل او جنوبي افریقا کې د کرونا د نوېو بڼو موندلو دا اندېښنې زیاتې کړي دي چې ښايي دا وبا تر دې هم خطرناکه شوي وي.  فرانسه فرانسه وايي، خپلې پولې سر له سبا د غیر اروپايي هېوادونو د وګړو پرمخ بندوي. د فرانسې صدراعظم ژان کاستیکس دا اقدامات پرون د جنوري په ۲۹مه د روغتیايي امنیت له بېړنۍ غونډې وروسته اعلان کړل. هغه د کرونا نویې بڼې ډېرې خطرناکې وبللې.  بریتانیا بریتانیا وویل چې متحده عربي امارات، بروندي او رواندا د هغو هېوادونو په فهرست کې شاملوي چې هغوی ته تګ راتګ ممنوع دی او جرمني به سر له نننه بریتانیا، ایرلېنډ، پرتګال، برازیل او جنوبي افریقا ته چې د کرونا نوې بڼې سخت ځپلي دي، پر تګ راتګ بندیز ولګوي.  چک جمهوریت چک جمهوریت هم د بهرنیو وګړو لپاره پر غیر ضروري سفرونو بندیز لګولي.  روغتیايي چارواکي د کرونا د نوې څپې په اړه خبرداری ورکوي او پوښتنه کوي چې ایا د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د کرونا ویروس پرضد جوړ شوی واکسین به خلکو ته په تېره په برازیل او جنوبي افریقا کې د دې ویروس د موندل شوېو بڼو پر وړاندې لازم معافیت ورکړي او که نه؟  په امریکا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي مسوول ډاکټر انتوني فاوچي پرون د جنوري په ۲۹مه په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د کرونا د نوېو بڼو د چټک سرایت معنا دا ده چې د واکسین جوړولو کمپنۍ د روغتیايي بحران له راتلو ته کېدو مخکې باید د نوي واکسین جوړولو ته چمتو وي.  فاوچي وویل، دا حالت ټولې نړۍ ته د خبردارۍ یو زنګ دی او زیاته یې کړه چې د کرونا په جوړښت کې د نورو بدلونونو له راتلو مخکې خلکو ته ژر تر ژره د دې ویروس پر ضد واکسین ورکول ډېر ضروري دي. 

30.01.2021 ازادي راډیو

محب: موقت حکومت د پردیو مداخلو ته د دایمي فرصت معنا لري

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، موقت حکومت د پردیو مداخلو ته د دایمې فرصت معنا لري.

30.01.2021 امریکا غږ

په عراق کې د داعش مهم کمانډر وژل شوی

د عراق وزيراعظم ویلي، امنيتي ځواکونو يې د داعش يو مهم کمانډر وژلی دی. په بغداد کې يوه اوونۍ وړاندې دوه  ځانمرګي بریدونه شوي وو.

30.01.2021 ډیوه

'د میدان وردګ بهسود کې ۹ غیر مسؤل وسله وال وژل شوي'

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د امنیتي سرتیرو او غیر مسؤله وسله والو ترمنځ نښته کې ۹ غیر مسؤل وسله وال وژل شوي دي.

30.01.2021 امریکا غږ

ننګرهار کې موټر بم چاؤدنه، اته سرتيري پکې وژل شوي

د افغانستان د ختيځې صوبې ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د عام نظم په مرکز موټري ځانمرګی بريد شوی چې پکې چارواکو لږ تر لږه د اته سرتيرو د وژنې تاييد کړی دی.

30.01.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more