ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا حوثي شیعه یاغیان د ترهګرو په توګه پېژني 

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چار وزیر مایک پمپیو وايي ‌چې پلان لري د یمن حوثي شیعه یاغیان د ترهګرو په توګه وپېژني.

11.01.2021 امریکا غږ

د حزب وحدت اسلامي مشر د اسلام اباد سفر کړی

د افغانستان د حزب وحدت اسلامي مشر محمد کریم خلیلي د پاکستان درې ورځنی سفر کړی چې پکې به نوموړی د پاکستان د وزیراعظم عمران خان او نورو مهمو چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

11.01.2021 ډیوه

ایا د پاکستان په غوره لیګ کې افغان لوبغاړو ته د ګډون اجازه ورکول کېږي؟

د دې اونۍ د لوبو له میدانه په اونیزه خپرونه کې لاندې موضوعات رانغاړل شوي.  ایا افغان کرکټ بورډ افغان لوبغاړو ته د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې د ګډون اجازه ورکوي؟ دې سیالیو ته پنځه افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي. دغه راز د ازادو مبارزو د این ایف جي سازمان په نوې درجه بندۍ کې د ازادو مبارزو افغان لوبغاړي عبدلسمیع فیضي د دریم کال لپاره یو وار بیا لومړۍ ځای خپل کړی دی. په دې اړه به د ښاغلي فیضې څرګندونې واورئ. د دې پروګرام د اورېدو لپاره لاندې لينک کېکاږئ:  

11.01.2021 ازادي راډیو

دانش: طالبانو د سولې ټینګېدو لپاره یوه ژمنه هم نه ده عملي کړې

د افغانستان د جمهوري رئیس دوهم مرستیال سرور دانش وايي چې طالبانو په افغانستان کې د سولې د ټينګېدو لپاره په خپلې یوې ژمنې هم عمل نه دی کړی.

11.01.2021 امریکا غږ

په برتانیه کې د کورونا له نوي ډول څخه وروسته دوه نور ډولونه هم موندل شوي دي

واشنګټن - خبري راپورونه وايي، په برتانیه کې د کورونا نوی موندل شوی ډول چې د ساینس پوهانو لخوا زیات ساري بلل شوی په فرانسه او روسیه کې هم موندل شوی دی. روسیې چې د کورونا وایرس تر درې میلیونو زیاتې پېښې پکې موندل شوي لا له مخکې څخه د جنورۍ تر ۱۳ پورې له برتانیې څخه پروازونه ځنډولي دي او د ټولو هغو مسافرو د دوو اونیو قرنطین یې لازمي کړی څوک چې له برتانیې څخه ورځي.‌ په ورته وخت کې په برتانیه کې چې لاک ډاون هم پکې لږېدلی په کورونا د اخته شویو کسانو او مړینو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او ګڼ روغتونونه په ناروغانو ډک شوي دي.‌ د لندن ښاروال صادق خان ویلي، "بد حقیقت دا دی چې مونږ به په راتلونکو څو اونیو کې د ناروغانو لپاره کافي بسترونه و نه لرو مګر دا چې د وایرس په خپرېدو کې د پام وړ کموالی راشي." په برتانیه کې د کورونا نوی موندل شوی ډول تر اوسه پورې په ۴۵ هېوادونو او د امریکا په اتو ایالتونو کې موندل شوی دی.‌ همدارنګه په جنوبي افریقا کې د وایرس یو بل موندل شوی ډول د اتوار یا یکشنبې په ورځ په ایرلېنډ کې موندل شوی. د دې ترڅنګ په جاپان کې دریم ډول په هغو مسافرو کې موندل شوی چې له برازیل څخه ورغلي دي.‌ په جاپان کې د ساري ناروغیو د ملي‌ انسټیټیوټ مشر تکاجي وکېتا د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل،‌ د کورونا دغه دریم موندل شوی ډول له هغو ډولونو څخه چې په برتانیه او جنوبي افریقا کې موندل شوي دي توپیر لري خو د بدلون له پلوه یو ګډون مخ هم لري.‌ څېړونکي وايي، که څه هم د کورونا دغه نوي ډولونه د اندېښنې وړ دي خو د تمې خلاف نه دي ځکه د کورونا وایرس د راپېدا کېدو څخه تر اوسه پورې په دې وایرس کې په زرګونو واړه بدلونونه راغلي دي. همدارنګه پاپ فرانسس د اتوار په ورځ وویل،‌ چې د کورونا وایرس د واکسین اخېستل یوه اخلاقي کار دی. هغه په واټیکان کې له یو ایټالوي ټي وي، چېنل فایف سره په مرکه کې وویل،‌ "دا یو اخلاقي انتخاب دی ځکه تاسو له خپلې روغتیا سره قمار یا جواري کوئ، له خپل ژوند سره بلکه تاسو یې د نورو خلکو له ژوند سره هم کوئ." تمه ده په واټیکان ښار کې به په دې اونۍ کې واکسین پیل شي او فرانسس ویلي، هغه لا له مخکې څخه د واکسین اخېستلو وخت اخیستی دی. د جان هاپکنز پوهنتون د یکشنبې یا اتوار په ورځ راپور ورکړ چې په نړۍ کې په کورونا د اخته شویو کسانو شمېر له ۹۰ میلیونو څخه اوښتی دی. تر ټولو زیاتې پېښې یې په امریکا کې دي چې شمېر یې له ۲۲ میلیونو څخه زیات شوی او په ترتیب سره په هند کې تر لسو میلیونو او په برازیل کې له اتو میلیونو څخه اوښتې دي. د افریقا په لویې وچه کې د یکشنبې یا اتوار په ورځ د کورونا درې میلینه پېښې تایید شوي. په اکثرو هېوادونو کې اوس د کورونا دوهمه څپه تایید شوې او بندیزونه هم لګول شوي دي.‌ الجزایر کې هم د یکشنبې په ورځ د روس واکسین سپوتنېک راجستر شو او روسي چارواکو ویلي، دا لومړنی افریقايي هېواد شو چې له روسیې سره یې د واکسین اخېستلو پرېکړه وکړه. همدارنګه د الجزایر ولسمشر د یکشنبې په ورځ جرمني ته د کورونا د ستونزو د درملنې لپاره پرواز وکړ. پاکستاني چارواکو تر اوسه پورې د کورونا د څه باندې نیم میلیون پېښو او ۱۰۶۷۶ مړینو خبر ورکړی. حکومتي وزیر اسد عمر یو ځل بیا د ټویټر له لیارې له خلکو غوښتي دي، چې د کورونا د مخنیوي په برخه کې د روغتیا پوهانو سپارښتنې په سمه توګه عملی کړي.‌ په افغانستان کې روغتیايي چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورونا د ۴۶ نویو پېښو او ۱۳ مړینو خبر ورکړی. په افغانستان کې رسمي شمېرې ښيي چې تر اوسه پورې په دغه هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر څه باندې ۵۳۰۰۰ او د مړو شمېر څه باندې ۲۳۰۰ ته رسېدلی دی.

11.01.2021 ډیوه

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۱۳ ناروغان د کرونا له امله مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۴۶ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۳ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

11.01.2021 امریکا غږ

هزاره پوهنتون کې د جينکو، هلکانو د لباس په اړه اعلاميې د خلکو غبرګونونه راپارولي

د خېبرپښتونخوا هزاره پوهنتون د زده کوونکو جينکو، هلکانو او عملې دپاره د جامو/لباس کوډ [ډرېس کوډ] په نوم جاري کړې اعلاميې ته غبرګون ويل شوی چې پوهنتون په زده کړو د پاملرنې په ځای د جامو دپاره قاعدې جوړوي.

11.01.2021 ډیوه

دفاع وزارت: د نیمروز هوايي برید کې د پاکستانیانو په ګډون ۱۴وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دوې شپې مخکې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال د ۹ پاکستانیانو په ګډون ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.

11.01.2021 امریکا غږ

۱۴۰۰ کال کې به شاوخوا ۵ میلیونه الکترونیکي تذکرې ووېشل شي ـ رسولي

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس احمد جاوېد رسولي وايي، د راتلونکې۱۴۰۰ لمریز کال تر پایه به شاوخوا ۵ میلیونه الکترونیکي تذکرې ووېشل شي.

11.01.2021 امریکا غږ

شمالي وزيرستان: کابل خېل قوم د ډېورنډ په پوله په تګ راتګ کې اسانتيا غواړي

د شمالي وزيرستان کابل خېل قوم غوښتنه کړې چې په سیمه کې د بدامنۍ، د خلکو ځورولواو علاقه خلکو ته د خالي کولو سره دې دوی ته د ډېورنډ په پوله د تګ راتګ په اسانۍ سره اجازه ورکړی شي.

11.01.2021 ډیوه

په پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شو

په پاکستان کې نن د ګل/دوشنبې د ورځې [اا جنورۍ] نه د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شو. دا د 2021م کال په ملکي کچه لومړی کمپاين دی.

11.01.2021 ډیوه

آرنولډ شوارزېنیګر هم د امریکا په کانګرس اېوان کې تشدد وغندلو

د کلیفورنیا پخواني ګورنر او د هالیووډ اداکار آرنولډ شوارزېنیګر، رېپبلېکنان بې اراده بللي او په صدر ټرمپ یې د دروغ ویلو الزام لګولی دی.

11.01.2021 ډیوه

خیبرپښتونخوا کې دې د متاثره ښځو د پېلغتوب معلومولو دوه ګوتې ټېسټ بند کړی شي - قرارداد

په قرارداد کې ویلی شوي چې دغه د دوو ګوتو سره د یوې ښځې د پېغلتوب د معلومولو ټېسټ، د یو ظلم ښکار ښځې بې عزتي ده، او د جسماني او نفسیاتي اذیت وجه جوړیږي.

10.01.2021 ډیوه

په انډونیشیا کې د رالوېدلي جهاز بلېک باکسونه وموندل شول

یو مسافر وړونکی جهاز چې دوه شپېته (۶۲) تنه په کې سپاره و، د الوتنې په لومړیو څو منېټو کې لا درکه شوه، او وروسته معلومه شوه چې هغه رالویدلی دی.

10.01.2021 ډیوه

د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

10.01.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more