شاته

یوې جاپانۍ د خپلې مور مړی ۱۰کاله یخچال کې ساتلی و 

په جاپان کې یوې ښځې د خپلې مور مړی لس کاله په یخچال کې ساتلی و چې حکومت یې د مور له کوره ونه شړي.

دغه ښځه یوشینو نومیږي. هغې د شنبې په ورځ جنوري ۳۰ ( سلواغه۱۱) پولیسو ته یې وویل چې د دغه دولتي کور قرارداد یې د مور په نوم و او که حکومت خبر شوی وای چې مور یې مړه ده، هغه به یې له کوره ویستلې وای.

وايي دې هم د مور مړی په یخچال کې پټ کړ او لس کاله پرې تېر شول.

په اکثریت هېوادونو کې د شخصي کورونو په پرتله د حکومتي کورونو کرایې کمې وي.

سیمه ییزې رسنۍ وايي دغې ښځې نه غوښتل د ښاروالۍ له لورې د هغې مور ته ورکړل شوی کور یې له لاسه ووځي.

ددغې ښځې مور په ۶۰کلنۍ کې مړه شوې وه.

یوشینو له هغې وروسته د کور پرېښودو ته مجبوره کړل شوه چې کرایه یې نه وه ورکړې.

راپورونه وايي چې د هغې د مور په بدن کې د شکنجې نښې نښانې نه لیدل کیږي.

یوشینو تېره ورځ په توکیو کې په یو هوټل کې ونیول شوه