تهران هم ایران ته د امریکایانو په ورتګ بندیز لګوي
په تهران کې چارواکي وايي ایران به هم دغه هېواد ته د امریکایانو په ننوتلو بندیز ولګوي.
امریکايي مسلمانان د ټرمپ پر ضد شکایت کوي
د امریکا د اسلامي اړیکو شورا د جمهو رئیس ټرمپ د مهاجرت فرمان په غبرګون کې محکمې کې شکایت ثبتوي.
د ایټالیا پولیس وايي ۱۰۰۰ کډوال یې ژغورلي
د ایټالیا ساحلي پولیس وايي ۱۰۰۰ کډوال ژغورلي دی
د ۴۸۰۰۰ افغان کورنیو لپاره د برېښنا نوې پروژې
د افغانستان برېښنا شرکت نن له دوو هندي شرکتونه سره د لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو لپاره د ۵۵ میلیون ډالرو په ارزښت د برېښنا تړونونه لاسلیک کړل، چې پروژې به یې په ۲۰۱۸ کې بشپړې شي او ۴۸۰۰۰ کورنیو ته به برېښنا ورکړي.
په کشمیر کې واورو هندي پوځیان لاندې کړل
پنځه هندي عسکر د کنترول د نظامې کرښې په غاړه کې چې کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ ویشي، تر واورو لاندی شول.
هلک او نجلۍ له کوژدې مخکې سره لېدلای شي؟
هر هلک او نجلۍ غواړي له داسې چا سره خپل ژوند شریک کړي چې د دوی په زړه برابر وي، خو له بده مرغه ...
لوګر، پکتیا او خوست ته د بریښنا رسونې تړونونه لاسلیک شول
نن په ارګ کې د افغانستان د بریښنا شرکت د جګوار او انجلیک په نوم له دوو هندي کمپینو سره لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته د بریښنا رسونې دوه تړونونه لاسلیک کړل.
ننګرهار کې د داعش ډلې قاضي وژل شوی
د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، تېر مازیګر د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر داعش جنګیالیو بې پیلوټه طیارې برید کړی، چې له امله یې د شاهد په نوم د دغې ډلې سیمه ییز قاضي له یو بل ملګري سره وژل شوی دی.
ډونلډ ټرمپ امریکا ته د کډوالو ور تګ وځنډاوه
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ له "ترهګریزو بریدونو د امریکا د خوندیتوب" لپاره یو فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې دغه هېواد ته د سوریې په ګډون د مختلفو هېوادونو پنا غوښتونکي د دریو میاشتو لپاره نشي تللی.
د روسي بېلتون غوښتونکو مشر «بولوتوف» مړ شو
د اوکراین په لوهانسک سیمه کې د روسیې پلوه بېلتون غوښتونکو یو مشر د شپږ څلویښت کلونو په عمر مړ شو. روسي رسنۍ خبر ورکوي چې د والري بولوتوف مړی پرون په روسیه کې په خپل اپارتمان کې وموندل شو. بولوتوف په لوهانسک کې پخوا سوداګر و او په ۲۰۱۴ کال کې په همدې سیمه کې د بېلتون غوښتونکو مشر شو. د بولوتوف د مړینې علت تر اوسه نه دی روښانه شوی، خو روسیي رسنۍ د ځینو سرچینو په وینا وایي چې د زړه حمله پرې راغلې وه.
د برتانیا صدراعظمه وايي ډېرو مسایلو کې ټرمپ سره موافقه ده
د برتانیا لومړۍ وزېرې تیریسا مۍ په سپینې ماڼۍ کې د امریکا له نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ سره ولیدل.
ټېریزا مې او ډونلډ ټرمپ په ګډه خبري غونډه کې د ناټو پر همکارۍ ټینګار کړی
د ولسمشر په توګه تېره جمعه د ډونلډ ټرمپ د لوړې له مراسمو راهیسې د بریتانیا لومړۍ وزیره تېريزا مې لومړنۍ بهرنۍ مشره ده، چې واشنګټن کې یې له نوموړي سره لیدلي دي. ښاغلي ټرمپ ویلي له مېرمن مې سره یې لیدنه کې د بریتانیا او امریکا تاوده اړیکي له سره نوي کړل.
افغانستان الف زمبابوې الف ته په کرکټ کې ماتې ورکړه
د افغانستان د الف لوبډلې زمبابوې ته د خپلو پنځو لوبو لړۍ په پري سره پیل کړه.
اروپایي ټولنه وایي د مهاجرت کړکیچ باید حل شي
د اروپایي ټولنې مشران غواړي د روان کال تر نیمایي پورې د مهاجرت د کړکیچ په اړه یوې موافقې ته سره ورسیږي.
پنځو امریکايي ډیپلوماتانو په یو وار استعفاوې وکړې
د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ له راتګ شاوخوا یوه اونۍ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پنځو لوړ پوړیو ډیپلوماتانو په یو وار استعفاوې وکړې.