ایا افغان پوځ کولی شي طالبانو سره جګړه کې حالات په خپله ګټه بدل کړي؟
د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر، جیمز ماټیس عکس په داسې حال کې اخیستل شوی چې د الوتکې د کارګو د پرانیستي ور ترڅنګ ناست و او د دوشنبې پر ورځ کابل ته الوته. دا یو جذاب عکس و، خو نادر دا کیدای شوای پر دغسې یوې بدمرغې ورځې دې هیواد ته والوزي.
اسرائیلي الوتکو سوریه کې د حزب الله زیرمتون وویشت
اسرائیل د پنجشنبې په ورځ د دمشق هوایي ډگر ته نژدې د حزب الله د ډلې د وسلو پر یوې زیرمې برید وکړ.
د مردان پولیسو مشر: پر مشال ډزې کوونکی مو نیولی
د مردان پولیسو مشر وايي هغه ځوان چې په مشال یې ډزې کړې وې نیول شوی دی. دغه ځوان عمران خان نومېږي او د مشال ټولګيوال و. تر اوسه د مشال د وژنې په تور ۴۱ کسان نیول شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو له مخکیني قومندان څېړنې کېږي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مخکینی قومندان مومند کټوازی پر قول اردو د تېرې جمعې له برید وروسته له دندې لیرې شوی او دا مهال پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.
آیا پلاستیکي سړک د چاپېریال د ککړتیا مخه نیولی شي؟
د دې اوونۍ اقتصادي رپوټ پر دې تم کېږي چې له پلاستيکي توکيو څنګه د سړکونو د پخولو لپاره قير جوړېدای شي.
مشهور فلمي ستوری ونود کهنه ومړ
د بالیووډ سینما مشهور لوبغاړی وینود کهنه د ۷۰ کلونو په عمر د هندوستان په یوه روغتون کې ساه ور کړه. نوموړی له یوې مودې راهیسې د چنګاښ 'سرطان' ناروغي لرله.
یونما: افغانستان کې د ولسي وګړو مرګژوبله 'ټیټه' شوې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یونما' پخپل درې میاشتني رپوټ کې افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلې د څلور سلنې ټیټېدو خبر ورکړی، چې وايي په ۲۲۰۰ وژل شویو او ټپیانو کې ۳۴ سلنه یې ماشومان دي.
باوري: د دولتي بنسټونو دنده داده چې له ملي ګټو دفاع وکړي
د حقیقت څه دی په دې خپرونه کې مو د نشراتي پالیسۍ، له دغې پالیسۍ څخه د څارنې او دغه شان د یو شمېر نورو نشراتي موضوعاتو په اړوند د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست پوهاند محمد رسول باوري سره مرکه کړې چې ستاسې پام ورته را اړوو.
په هرات کې د صحرايي مرغانو ځالې کمې شوي
د هرات د چاپېریال ساتنې اداره وایي، په دغه ولایت او شاوخوا سیمو کې د صحرایي مرغانو شمېر په بی ساري ډول کم شوی. دی.
روان کال د افغان ولسمشر پروړاندې ننګونې
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغو احتمالي ننګونو په اړه یو مطلب خپور کړی چې په روان کال کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ورسره مخامخ دی.
د ۲۰۱۷ لومړیو دریو میاشتو کې ۷۱۵ ملکيان وژل شوي او ۱۴۶۶ ټپیان شوي
یوناما په خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۷۱۵ ملکي افغانان په افغانستان کې وژل شوي او ۱۴۶۶ نور ټپیان شوي، چې دا شمیره د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې په پرتله څلور فیصده کموالی ښيي.
امریکا پر شمالي کوریا بندیزونه سختوي
امریکا هوډ لري، د لا نورو بندیزونو د وضع کولو او ډيپلوماسۍ له لارۍ شمالي کوریا دې ته اړه کړي چې له خپل اټومي او توغندیز پروګرامه لاس واخلي.
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په لغمان کې دی
د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب ته یوې نږدې منبع امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې ګلبدین حکمتیار اوس مهال د لغمان په ولایت کې دی او ممکن سبا ورځ په یوه لویه غونډه کې راڅرګند شي.
د عکسونو البوم: په غشو او غولکو له پولیسو سره نښته
د برازیل اصلي اوسېدونکي له پولیسو سره له دې کبله په نښته کې کېوتلي، چې د هغوی کښتونه له منځه وړي.
کشمير کې د هندي پوځیانو پر اډه ډله ییز برید شوی
د هند پوځي چارواکي وايي، په کشمير کې یې له پاکستان سره د (کنټرول کرښې) پر یوه پوځي اډه ډله ییز برید شوی چې له امله یې د یوه افسر په ګډون درې پولیس وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان شوي دي.