ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د کرونا بودجه کې فساد؛ ۲۲۳ شکمن کسان لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي

د افغانستان پلټونکې اداره وايي چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د کرونا ویروس ته په ځانګړې شوې بودجه کې د فساد په اړه په ۲۴ ولایتونو کې د دغې ادارې څېړنې بشپړې شوې دي.

07.02.2021 امریکا غږ

په افغانستان د "کوېډ١٩" ضد واکسین پروګرام نږدې ورځو کې پيلېږي

د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شول. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، چې دا د دوه نیم لکه وګړو لپاره پنځه سوه زره ډوزه واکسین دي چې د هندوستان له خوا نن افغانستان ته ورکړل شول. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د هند له خوا مرسته شوي کرونا ضد واکسینو تطبیق ښايي یوه اونۍ یا هم لس ورځې وروسته پیل شي. د دې وزارت سرپرست وحید مجروح د یکشنبې په ورځ د دې واکسينونو د ترلاسه کولو پر مهال وویل، چې د روغتیا نړیوال سازمان له لا تر دې دمه یاد واکسین نه دي تاييد کړي خو ټینګار يې وکړ چې د روغتیا نړیوال سازمان د یادو واکسینو په اړه د څېړنو ډاډ ورکړی او د دوی له تاييدۍ وروسته به يې د تطبیق چارې پیل شي. هغه وویل: "د روغتیا نړیوال سازمان سره چې موږ خبرې کړي راته يې ویلي چې د یوې اونۍ یا لسو ورځو په موده کې به د دې واکسينونو د کیفیت د تاييدۍ تصدیق وشي، کوم پلان چې اوس موږ لرو دا واکسین به زموږ مرکزي ګودام او وروسته به ولایتي ګودامونو ته انتقال شي، او کله چې واکسین د روغتیا نړیوالې ټولنې تاييد کړ په هېواد کې به يې د تطبیق چارې پیل شي." دی وايي، دا واکسین په لومړي پړاو کې یو نیم لک روغتیايي کارکونکو ته تطبیقېږي. د عامې روغتیا وزارت د مرستيال د معلوماتو پر بنسټ یاد واکسین به له روغتیايي کارکونکو وروسته، ښوونکو، امنیتي ځواکونو، بنديانو او دغه شان د لوړ عمر لرونکو کسانو ته ورکول شي. ښاغلي مجروح دا هم وویل، چې اوسمهال یاد واکسین د عامې روغتیا وزارت په سړو خونو کې ساتل کېږي او وروسته د یو میکانیزم پر بنسټ ټولو ولایتونو ته استول کېږي. دی وايي، د کابل په حامد کرزي هوايي ډګر کې د پنځه او په ټول هېواد کې د دېرش میلیونه ډوزه واکسینو د ساتلو ظرفیت موجود دی. افغانستان ته د هندوستان له لوري په داسې حال کې د واکسینو لومړۍ جوپه رسېږي، چې په دې هيواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي. د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وايي، چې د کرونا ویروس دوهمه څپه کنترول شوې خو صفر شوې نه ده. دی له خلکو غواړي چې لا هم له احتیاطي تدابیرو کار واخلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو لا مخنیوی وشي. د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جی ایس شنکر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د کرونا ضد مبارزه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي. په کابل کې د هند سفارت شازدا فیر راګورام اس. افغانستان ته د دغه واکسینو د سپارلو پر مهال وویل، هند نړۍ ته د درملو جوړولو لوی کاروباري هېواد دی، خو لومړیتوب د افغانستان په څېر خپلو ګاونډیو هېوادونو ته ورکوي. هغه وویل: "هندوستان خوښ دی چې له افغانستان سره په ښو او سختو وختونو کې اوږده تاریخي همکاري لري، موږ له افغانستان سره یو او دې ته (واکسین د دوستي په نوم) نوم ورکوو، هندوستان د نړۍ درملتون دی، زموږ د واکسینو ظرفیت لوړ او عملي شوی دی، موږ د دې واکسینو سوداګریز اړخ پرېږدو ځکه چې باید له ټولو سره مرسته وکړو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادنو سره لکه افغانستان." تر دې وړاندې د روغتیا نړیوالې سازمان يا ډبلیو اېچ او د نړۍ د یو شمېر هغه هېوادونو نومونه خپاره کړي چې د کرونا ضد واکسین ورکول کېږي. د دې لست پر بنسټ به د "کوواکس" پروګرام په لومړي پړاو کې افغانستان ته څه دپاسه درې میلیونه کرونا ضد واکسین ورکول کېږي. دغه شان به افغانستان د بریتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې جوړ شوي واکسین هم ترلاسه کړي. د افعانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په کابل کې د چین سفارت هم ژمنه کړې چې افغانستان ته به دوه سوه زره ډوزه کرونا ضد واکسین ورکوي خو په اړه يې نور معلومات ورنه کړل. د دې وزارت د شمېرو له مخې تر دې مهاله په افغانستان کې ۵۵ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له ۲۴۰۰ ډېر ترې مړه شوي دي.

07.02.2021 ازادي راډیو

ملګري ملتونه وایي افغانستان کې پاکستاني طالبانو سره نورې تندروه ډلې هم ملګرې شوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د لاقانونه تحریک طالبان پاکستان په ليکو کې د بېلا بېلو وسله والو ډلو  راېوځائ کېدل اندېښمن بللي او خبرداری یې ورکړی چې په تحريک طالبان پاکستان کې دوسله والو ډلو راغونډېدو سره پاکستان او سيمې ته دترهګرۍ ګواښ هم زيات شوی دی.

07.02.2021 ډیوه

کابل کې دامریکا شازدافئیر اؤ دپاکستان سفیر سره دحنیف اتمر لېدنې،په افغان سوله یې ورسره خبرې کړي‌

دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي حنیف اتمر په کابل کې دامریکایي سفارت چارسمبالي اؤ دپاکستان دسفیر منصور احمد خان سره لیدنې کړي اؤ افغانستان کې دسولې دپروسې په ګډون یې ورسره په یو شمیر مهمو چارو خبرې اترې کړي دي.

07.02.2021 ډیوه

افغان حکومت د طالبانو-القاعده د اړیکو په اړه د ملګرو ملتونو راپور تائید کړ

افغان حکومت له القاعده ډلې سره د طالبانو د اړیکو د دوام په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ارزونې او بندیزونو د ډلې له راپور څخه هرکلی کړی دی.

07.02.2021 امریکا غږ

د هند لخوا د کرونا واکسین مرستې لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده

له هند څخه د کرونا واکسین لومړۍ محموله نن یکشنبه فبرورۍ اوومه (سلواغې ۱۹) کابل ته ورسېدله.

07.02.2021 امریکا غږ

دپي‌ ټي ایم جلسه،پېښور کې دموبائیل فون خدمات ځنډول شوي،محسن داوړ وایي فعالین نیول کیږي

په پېښور کې دپښتون ژغورنې غورځنګ دمرکزي کیمټې دغړي د ارمان لوڼي ددویم تلین دنمانځلو په مناسبت دپي‌ ټي ایم د راجوړې شوې جلسې په مهال په ټول پېښور ښار کې د موبائیل فون خدمات ځنډول شوي دي.

07.02.2021 ډیوه

"ای پښتنو هیر نکړئ دا ستاسو ملنګی خټک"

دپښتو ژبې د ستر انقلابي شاعر ،لویې سیاستمدار اؤ ځیرک صحافي ارواښاد اجمل خټک ۱۱م تلین نن دیکشنبې په ورځ نمانځل کیږي اؤ په دې مناسبت په ټولنیزو رسنیو ګڼو فعالانو دپښتنو دحقونو دپاره دهغه سیاسي،ادبي اؤ صحافتي مبارزې ته زرینې پیرزوئنې وړاندې کړي دي.

07.02.2021 ډیوه

تخار کې د یوه ځوان ابتکار؛ فارم‌یې د میاشتې ۲۰ زره مړزان او هګۍ بازار ته وړاندې کوي

په تخار ولایت کې له پوهنتون څخه یو فارغ شوي ځوان په شخصي لګښت د مړزانو یو فارم جوړ کړی او په دې فارم کې ۱۰ تنو اوزګاره ځوانانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده. د دې فارم مسؤل وايي، دغه فارم له دوه کالو راهیسې په دې ولایت کې فعالیت کوي او هره میاشت ۱۰ زره مړزان او ۱۰ زره د مړزانو هګۍ بازار ته وړاندې کوي. د ذبیح‌الله اماني په نوم ځوان چې د تخار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی، په تخار کې یې د یو ملیون افغانیو په لګښت د مړزانو دغه فارم جوړ کړی دی. دغه فارم د دهکده په نوم یادېږې. په دې فارم کې په زرګونه مړزان روزل کېږي. ذبیح‌الله اماني وايي: "هر میاشت موږ ۱۰ زره مړزان او ۱۰ زره د مړزانو هګۍ بازار ته وړاندې کوو. خلک د مړزانو د غوښې او د هګیو په ګـټې پوه شوي دي او مینه‌وال یې هم زیات شوي دي. ځکه د مړزانو غوښه او هګۍ له لوړو ویټامینونو څخه برخمن دي." هغه زیاتوي، په خپل ابتکار یې یوه دستګاه هم جوړه کړې ده چې د مړزانو ترڅنګ د هر ډول مرغانو چوړګړي ایستلی شي. د ښاغلي اماني د خبرو له مخې، د ده په لاس له جوړې شوې دستګاه څخه اوس مهال د تخار ترڅنګ په کابل، مزار شریف، بغلان، سمنګان، کندز او بدخشان ولایتونو کې د مړزانو په فارمونو کې ګټه اخیستل کېږي. دی زیاتوي: "دا ماشینونه اوتوماتیک دي. دا ماشینونه د مړزانو، زرک، فیل مرغ، شتر مرغ، د سيسۍ او د کارغانو د چوړکړو د ایستلو وړتیا لري. د دې ماشینونو نرخ له ۴۰ زره افغانیو پیل تر یو لک افغانۍ پورې دي. د خارجي ماشینونو په مقایسه د دې ماشینونو د چوړګړو د ایستلو کچه لوړه ده." د تالقان ښار یو اوسېدونکی ۳۰ کلن رحمان‌الله د مړزانو د غوښې او هګیو مینه‌وال دی. هغه وايي، وخت ناوخت دې فارم ته د مړزانو غوښې او د هګیو رانیولو پسې راځي: "دلته د مړزانو یو فارم جوړ شوی دی. د مړزانو غوښه ډېره خوږه او خوندوره ده او زه دلته وخت ناوخت د مړزانو غوښې پسې راځم. دلته نور کسان هم د مړزانو غوښې او هګیو اخیستلو پسې راځي." د دې فارم مسؤل وايي، که څه هم په لومړیو کې له بې‌شمېره ستونزو سره مخامخ شوی وو، ځکه په تخار کې خلکو د مړزانو له غوښې او هګیو سره اشنايي نه‌درلوده، خو اوس په تخار کې د مړزانو غوښې او هګیو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې او د ده کار او بار هم ورسره وده کړې ده.

07.02.2021 ازادي راډیو

پاکستان کې په کرونا وایرس نور 53 کسان مړه شوي،د1000ؤ حالت اندېښمن

 دولتي شمیرې ښایي چې پاکستان کې د تیر یو شواروز په مهال په کرونا وایرس نور 53 کسان مړه شوي چې دې سره تر اوسه دې هیواد کې په کرونا وبا د مړو شوؤ کسانو شمیره 11 اؤ 967 ته رسېدلې ده.

07.02.2021 ډیوه

د ننګرهار خوګیاڼو کې موټر بم ځانمرګی برید شوی

چارواکي وایي، موټر بم چاودنه نن یکشنه فبرورۍ اوومه (سلواغې ۱۹) سهار پنځه نیمې بجې د خوګیاڼو ولسوالۍ چمتلې سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته شوې.

07.02.2021 امریکا غږ

د آشنا تلویزیون د شنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

06.02.2021 امریکا غږ

درې افغان سناتوران په ۱۰-۱۰ کلونو بند محکوم شول

د افغانستان ستره محکمه وايي‌ چې د دغه هېواد درې سناتوران د رشوت اخیستلو په تور په لسو-لسو کلونو بند محکوم کړل.

06.02.2021 امریکا غږ

تونس کې بیسارې مظاهره؛ پولیسو لارې بندې کړې 

په تونس کې پولیسو د شنبې په ورځ جنوري ۷ (سلواغه ۱۸) د دغه هېواد په مرکز کې مهمې لارې او سړکونه بند کړل چې د مظاهره کوونکو مخه ونیسي.

06.02.2021 امریکا غږ

د امریکا د پوځ الوتکې ته د یو نا معلوم کس ختل امنیتي‌اندېښنې پارولي 

د امریکا هوايي ځواکونو د هغه کس په اړه پلټنې پیل کړي دي چې واشنګټن ډي سي‌ ته نژدې د پوځ په یوې الوتکې کې ختلی و. 

06.02.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more