ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکا د مخالفت سره سره ترکیه او روسیه نظامي اړیکي ټېنګوي

د روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي چې په ترکیې باندې د امریکا د متحدو ایالتونو بندیزونه د مسکو-انقره د نظامي اړیکو مخه نشي نیولی.

29.12.2020 امریکا غږ

د افغانستان راشد خان په شل اووریزو لوبو کې د لسیزې غوره لوبغاړی، د پاکستان پخوانیو لوبغاړو د کرکټ په نړیوال کونسل تنقید کړی دی

د کرکټ نړيوال کونسل يا ايي سي سي د يک شمبې په ورځ د تيرې لسيزي د ټيسټ ،يو ورځنۍ او شل اوريزه غوره لوبډلو اعلان کړی. د دې سره سم د هند کپتان ويرات کوهلي د يو ورځنۍ مقابلو د لسيزي غوره لوبغاړی ګرځولی او د افغانستان راشدخان ته په شل اوريزه لوبو کې د لسيزي غوره لوبغاړي جائزه ورکړل شوې. د هند د کرکټ ډلې کپتان ويرات کوهلي ته د سر ګيري سوبر جائزه هم ورکړل شوې. په ټولنيزو رسنيو د ياد کړل شوؤ لوبغاړو ستائنې او ورته مبارکۍ وئيل شوي خو د پاکستاني اولس او پخوانيو لوبغاړو لخوا سخت غبرګون مخې ته راغلی ځکه چې د ټيسټ،يو ورځنۍ او د شل اوريزه لوبو په يوه ډله کې هم د کوم پاکستاني لوبغاړي نوم نه دی اچول شوی. د لسيزې په غوره لوبغاړو شل اوريزه لوبډله کې د ايي سي سي لخوا د افغانستان راشدخان، د هند ويرات کوهلي،ايم ايس دهوني،جسپرټ بومرا، د ويسټ انډيز کريس ګيل او کيرون پولارډ،د اسټريليا ايرون فينچ او ګلن ميګسويل، د سويلي افريقه ايبي ډيويليرز او د سري لنکه لاسيت ملنګا شامل کړی شوي.  د يو ورځنۍ کرکټ د لسيزې غوره لوبډله کې د هند روهت شرما،ويرات کوهلي او ايم ايس دهوني، د اسټريليا ډيوډوارنر او ميچل سټارک،دسويلي افريقه ای بي ډيوليرز او عمران طاهر، بنګلاديش شکيب حسن،د نيوزي لينډ مرينټ بولټ، د برطانيۍ بن سټوکس او د سري لنکه لاست ملنګا له ائ سي سي لخوه شامل کړی شوي.  د ټيسټ کرکټ د لسيزي غوره لوبډله کې د برطانيي السټرکوک،بن سټوکس،جيمزانډرسن او اسټيورټ براډ، د اسټريليا ډيوډ وارنر او سټيوسميت ، د هند ويرات کوهلي او ايشوين،د سويلي افريقه ډيل سټين، د نيوزي لينډ ويليم سن او د سري لنکه کمارسنګاکاره نومونه شامل کړی شوي.  د پاکستان پخواني تيز بالر شعيب اختر په خپل ټويټر ليکلي چې دا د ايي سي سي نه بلکه د ايي پي ايل يا هندي پريمئر ليګ د لسيزي غوره لوبډلې دي او د پاکستاني لوبغاړي ددغو غړيتوب ته اړتيا نه لري.  د پاکستان بل پخواني کرکټر راشدلطيف ليکلي د ايي سي سي نه د لسيزي غوره لوبغاړو په نوم ليکنه کې تيروتنه شوې او ترې د ايي پي ايل ټکی په ليکلو کې هير شوی.  ياده دې وي د کرکټ د لسيزي غوره لوبغاړو ټاکنه د کرکټ نړيوال کونسل د کليزه جائزو پروګرام لاندې د لوبغاړو د تير لسو کالو د غوره لوبې پر اساس کۍ. د لوبغاړو د ټاکنې کميټۍ کې د نړۍ ستر د لوبو صحافيان،ليکوالان او د کونسل د انتظامي چارو ستر مشر شامل وي.

29.12.2020 ډیوه

د مخالفو ګوندونو ګواښ په عمران خان او پوځ څومره فشار جوړ کړی، ایا وزیراعظم به واک پرېږدي؟

په پاکستان کې په کال 2020 کې شورو شوې سیاسي بې کراري د څیړونکو په ګمان، ښکاري د راتلونکي کال په سر کې د لوی سیاسي کړکېچ شکل واخلي؛ د ایکسپرېس ټریبون اخبار ايډیټر نوید حسېن وايي ښکاري دا دېګ به جوش وهي

29.12.2020 ډیوه

کرکټ بورډ راشد خان ته عالي ‌دولتي‌ مډال غواړي 

د افغانستان کرکټ بورډ له ولسمشر محمد اشرف غني څخه غوښتي دي‌ چې د ملي‌لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان ته دې لوړ دولتي مډال ورکړي.

29.12.2020 امریکا غږ

کروناویروس؛ کالیفورنیا کې له خلکو غوښتل شوي له کورونو ونه وځي

د کالیفورنیا ایالت د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۹ (مرغومي ۹) ددې ایالت د دوو عمده سیمو له اوسیدونکو وغوښتل چې د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر له خپلو کورونو ونه وځي. 

29.12.2020 امریکا غږ

لویه څانوالۍ ۱۳۹۹کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۹۹۰ قضيې څېړلي

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د روان ۱۳۹۹ هجري لمریز کال له پیله تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲زره ۹۹۰ قضیو ته رسیده ګي شوې ده. په دغو قضیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلابېل ډولونه دي چې له دې ډلې ۱۳۷ یې د قتل، ۲۵۹ جنسي موارد، ۹۸ قضیې ځانوژنې ته د اړ کولو، ۲۳ یې فحشا ته د اړ ایستلو او ۲۹ موارد یې اجباري ودونه دي. همدا شان یو زرو او ۵۰۱ قضیې د ښځو د وهلو ډبولو او ۵۱۷ قضیې نور یې د ښځو د ځورولو او د تاوتریخوالي نورې بڼې دي. د لویې څارنوالۍ د ارزونې له مخې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د ډېروالي معنا د تاوتریخوالي زیاتوالی نه، بلکې د دې ادارې په باور، د تاوتریخوالي د پېښو د ثبتولو د دود پراخوالی دی. د دغې ادارې د راپور له مخې، سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې اجباري ودونه او اجباري اعتیاد پېښې کمې ثبت شوي دي. په راپور کې ویل شوي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو په تړاو ۳۲۷ تنه په بند او یا په نغدي جریمه محکوم شوي دي. د لویې څارنوالۍ راپور وایي، کابل، بلخ، تخار او هرات د هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسیده ګۍ په برخه کې د نورو ولایتونو په سر کې ځای لري. له دې ټولو سره-سره یو شمېر ښځينه فعالانې په دې باور دي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او باید عاملان یې پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي. د ښځو حقوقي فعالې سهیلا رضایي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زه په دې باوري یم چې تاو تریخوالی زیات شوی، په دې سربېره چې ناامنۍ، جګړې او د خلکو وژنې او نور تاوتریخوالي چې په افغانستان کې شته، موږ سږ کال له یوه بل مشکل سره هم چې کرونا ویروس و، مخ شوي وو چې له مخې یې ډېری ښځې په خپلو کورونو کې له تاوتریخوالي سره مخ کېدې چې موږ ښايي ترې هېڅ خبر هم نه یوو، نو تاوتریخوالی زیات شوی او ان دوه برابره شوی هم دی." که څه هم د ځينو په باور، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي موضوع څه نوې نه ده، خو هغه څه چې د ښځو اندېښنې یې ډېرې کړي دي، په هېواد کې د تاوتریخوالي ډېروالی دی. په افغانستان کې ډېری ښځې د مختلفو لاملونو له امله د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ شوي، خو د ښځینه حقوقي فعالانو په باور، افغان ښځې د ټولنې هغه زیانمنه شوې برخه ده چې تل یې په یو ډول حقوق تر پښو لاندې شوي دي.

29.12.2020 ازادي راډیو

امریکا او روسیې د مخدراتو د قاچاقو یوه نړیواله شبکه ړنګه کړې

د روسیې فدرالي امنیتي څانګه وايي چې له امریکايي چارواکو سره یې د ګډ کار کولو په پایله کې ډېر زیات «کوکاین» نیولي. 

29.12.2020 امریکا غږ

په مالي کې درې فرانسوي سرتېري وژل شوي 

په فرانسه کې چارواکي وايي د افریقا په مالي کې د سړک غاړې ماین په یوې چاودنې کې درې سرتېري وژل شوي دي. 

29.12.2020 امریکا غږ

خوست کې لسګونو ښځو او ځوانانو بېلابېل کسبونه زده کړل

د خوست لسګونه ښځې او ځوانان چې مخکې يې کاروبار نه لاره او اقتصادي ستونزو سره مخامخ ول، په ۸ بېلابېلو برخو کې يې کسبونه زده کړل. د چارواکو په وینا چې د حرفوي زده کړو په دې پروګرام کې د لېرې پرتو سیمو ۲۴۰ کسانو برخه واخېسته چې ۱۲۰ تنه په کې ښځې وې. بل لوري ته په دې پروګرام کې روزل شوي ښځې او ځوانان له دې پروګرامه خوښ دي او وايي چې  کولای شي، تر دې وروسته په ازاد بازار کې کار وکړي او خپلو کورنیو حلاله نفقه وګټي. د سې شنبې په ورځ د کار او ټولنیزو چارو ریاست په چوکاټ کې د موټر سایکل او موبایلو د ترمیم، په  ودانیو کې د برېښنا او اوبو د نلدودانۍ، خیاطۍ، ګلدوزۍ، پرده دوزۍ او چرمه دوزۍ په اتو برخو کې ۲۴۰ ښځو او نارینه وو نظري او عملي زده کړې وکړې. د کار او ټولنیزو چارو رئیس احسان الله ځدراڼ د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د دې پروګرام شاملین غریب او د ټولنې کم وسه کسان وو چې تر دې وروسته کولی شي، د خپلو کسبونو په برخو کې کار وکړي. ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه: "دا هغه مېرمنې وې چې ناچاره وې، کونډې وې، یتیمانې وې، معلولیت يې درلوده او یا داخلي بې ځایه شوي وو، ځوانان هم زیات اکثریت يې له همدې جملې خلکو وو، د کار مارکیټ د ارزونې وروسته موږ دوی ته د موټر سایکل جوړونې، موبایل جوړونه، د برېښنا لین دواني، د ودانیو نلدوداني، خیاطي، ګلدوزي، پرده دوزي او چرمه دوزي په برخو کې کسبونه وروښودل." د حرفوي زده کړو د دې ۴ میاشتنۍ پروګرام فارغان وايي، دوی به وکولی شي، د دې کسبونو د زده کړې له لارې خپلو کورنیو سره د حلالې نفقې د پیدا کولو په برخو کې مرسته وکړي. د نوریه او عالیه په نومونو د پرده دوزۍ له برخو  فارغو نجونو وویل، د کسبونو په زده کولو سره نجونې هم پر ځان بسیا کېږي او کولی شي، د نارینه وو تر څنګ د کورنیو او ټولنې په پرمختګونو کې ونډه واخلي. د مسکا په نوم د دې پروګرام یوې بلې فارغې غوښتنه وکړه چې دا پروګرامونه ولسوالیو ته هم وغځول شي او فارغینو ته د خپلو کسبونو سره سم مارکېټونه ورکړل شي. د کسبونو د زده کړې په دې پروګرام کې ۱۲۰ تنو نجونو په خوا کې ۱۲۰ نارینه وو هم ګډون کړی وو. د ګلاب په نوم د موسی خېلو اوسیدونکي چې د برېښنا کسب يې زده کړی وايي، دوی د برېښنا په برخه کې پوره پوهه شوي او په راتلونکې کې ورڅخه ګټه اخېستلی شي. بل لوري ته د حرفوي زده کړو د ۴ میاشتني پروګرام په پای غونډه کې خوست والي مهمند کټوازي وویل، ځايي اداره د حرفوي زده کړو او نورو وروته برنامو له لارې هڅه کوي چې په دې ځای کې د بې کارۍ کچه راټیټه او هغوی په اقتصادي برخه کې پر ځان بسیا شي. دده په وینا، غواړي، راتلونکې دا ډول برنامه د خوست په نسبتاً نا امنې ولسوالۍ یعقوبیو او صبریو کې ترسره کړي، څو د هغې سیمې خلک هم  د کار او کسب خاوندان شي.

29.12.2020 ازادي راډیو

'افغانستان کې د وریجو حاصلات ۱۵ سلنه ډېر شوي'

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې د روان هجري لمریز کال په اوږدو کې د افغانستان د وریجو حاصلات ۱۵ سلنه ډېر شوي دي.

29.12.2020 امریکا غږ

برتانیې څخه دنوي ډول کرونا وایرس پاکستان ته هم ورسیدل،درېوؤ کسانو ته ددې وایرس ورپورې کېدو تصدیق

برتانیه کې دکرونا وایرس د یو نوي رقم د سر راپورته کیدو وروسته چارواکو پخلی کړی چې دا وایرس پاکستان ته هم رارسیدلی اؤ دلته په کراچۍ کې ددې نوي رقم کرونا وایرس د درېوؤ پېښو پخلی شوی دی.

29.12.2020 ډیوه

افغانستان کې نور ۱۰کسان په کرونا وایرس مړه شوي دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي وي ای ای ډیوه سره په خبرو کې وویل چې په تیرو 24 ساعتونو کې په ټول هیواد کې 183 تنه په کرونا وایرس اخته شوي دي.

29.12.2020 ډیوه

شمالي وزیرستان:د زمکې په لانجه نښته کې څلور کسان وژل شوي

دسیمې نه ترلاسه شوی اطلاعات وایي دا نښته دمیرعلي په موسکي کلي کې دملک داؤد د کورنۍ سره تړاؤ لرونکو کسانو خپلو کې کړې ده چې یوبل سره مینځه دکاکا زامن وؤ.

29.12.2020 ډیوه

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۱۸۳ تنه کرونا نیولي،۱۰تنه مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۳ مثبتو پېښو د ثبتېدو او۱۰کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

29.12.2020 امریکا غږ

کراچۍ: د ترهګرۍ ضد عدالت د جماعت الدعوه او القاعده دپاره پېسو ټولونکو ته د بند سزاګانې اورولې

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د دوه ترهګرو ګرځول شوؤ ډلو القاعده او جماعت الدعوه دپاره پېسو ټولونکو دوه کسانو ته د بند سزا اورولې ده.

29.12.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more