عمران خان د صحافتي ازادۍ په مخه نيوونکو کې شامل، فواد چودري وايي دا سازش دی
د جرنلسټانو د حقونو د څار نړیوال تنظیم "بې پولې خبریالان/ رپورټر ود اوټ بارډ" د پاکستان د وزيراعظم عمران خان نوم د نړۍ د هغو 37 حکومتي مشرانو په فهرست کې شامل کړی چا چې د صحافت د ازادۍ پر ضد په لويه کچه اقدام کړی دی.
دفاع وزارت: د بادغیس مرکز له طالبانو څخه پاک شو، تصفیوي عملیات روان دي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بادغیس مرکز قلعه نو یې له وسله والو طالبانو څخه پاک کړ.
ایران د افغانستان سولې اړوند بین الافغاني غونډه رابللې
په افغانستان کې د امنیتي اندېښنو له زیاتېدو سره ایران د افغانستان حکومت او طالب استازو په ګډون د افغان سیاسي مشرانو غونډه رابللې ده.
د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل 90 فيصده بشپړ شوي
د امریکې مرکزي کمانډ (سنټرل کمانډ) د نهې/سه شنبې په ورځ (شپږمه جولايي) ويلي د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل 90 فيصده/سلنه بشپړ شوي دي.
ماشوم ته د ۶مې شپې محفل 'شب شش' له کله راهیسې نیول کېږي، څه ارزښت لري؟
د ازادي راډیو اوونیز ' ژوند په شېبو کې' پروګرام د ماشوم له پاره د شپږمې شپې محفل ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې: د ماشوم له پاره شب شش له څه وخت راپه دې خوا نیول کېږي ؟ او څه ارزښت لري؟ دا پروګرام د ازادي راډیوخبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
د هندي فلمونو ستوری دلیپ کمار په حق ورسېد
په پېښور کې زېږېدلی د هندي فلمونو ستوری هنرمند دلیپ کمار چې خپل نوم يې يوسف خان وو، د 98 کالو په عمر کې نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (اوومه جولايي) د ممبۍ په يو روغتون کې په حق ورسېد.
د افغانستان د قامي سلامتیا سلاکار د طالبانو د وروستیو پرمختګونه وجه څه ګڼي؟
حمد الله محب وایي د جنګ په میدان کې شاتګ، موقتي دی، او «دا جنګ دی او په کې فشارونه شته. کله حالات زمونږ په خوښه روان وي او کله نه وي روان.»
اشرف غني: خپل ژوند د عزت سره کوو، هېڅ معامله او تسلیمي نشته
ولسمشر اشرف غني وایي: "که طالبان فکر کوي چې مونږ به دوی ته تسلیم کیږو، نو دا ارمان به یې په سلو کالو کې پوره نشي. د وینې توئېدو او ویجاړیو پړه به د طالبانو او د هغوی د پلویانو په غاړه وي."
طالبانو د بلخ ولسوالۍ تر نیولو وروسته څه وکړل؟
طالبانو په بلخ کې «خپل شرعي نظام پلی» کړی
طالبان: ژر به د سولې په اړه خپل پلان د افغانستان حکومت ته وړاندې کړو
طالبان وایي چې بله میاشت به خپل د سولې پلان په لیکلې بڼه حکومت ته وړاندې کوي.
د امریکا او ترکیې دفاع وزیران د کابل هوایي ډګر په امنیت خبرې کوي
د ترکیې د دفاع وزیر ویلي چې د چهارشنبې په ورځ جولای ۷ (چنګاښ ۱۶) د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر سره د کابل د هوایي ډګر د امنیتي پلان په اړه خبرې کوي.
د افغان ښځو او کوچنیانو د هدفي وژنو پر وړاندې ملګرو ملتونو ته یوه لیک کې اندېښنه
تېره اوونۍ په ممبی ښار کې د هند مخکښو ښځو له افغان ښځو او کوچنیانو سره د یووالي او د هغوی د هدفي وژنو پر وړاندې ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې اندېښنه شریکه کړه. پر دې موضوع، سولې ته د افغان ښځو د هیلو او په هند کې د افغانانو د وضعیت په اړه ملالۍ بشير د هند په ممبی ښار کې د افغانستان له جنرال قونسلې ذکیه وردک سره خبرې کړي. بشپړه مرکه دلته واورئ:
راشد خان د افغانستان د شلو اورونو د لوبډلې کپتان شو
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې مشهور لوبغاړی راشد خان د افغانستان د کرکټ د شلو اورونو د لوبډلې کپتان شو.
مسکو: ځواکونه مو د افغانستان-تاجکستان د پولې امنیت ساتلو ته تیار دي
مسکو د سه شنبې په ورځ جولای شپږمه (چنګاښ ۱۵) ویلي چې په تاجکستان کې میشت ځواکونه یې د افغانستان-تاجکستان د پولې د امنیت په ساتلو کې د مرستې لپاره تیار دي.
غني: هېڅ ډول معامله او د تسلیمۍ اراده نشته، با عزته ژوند کوو
غني: که طالبان فکر کوي موږ به تسلیم شو، دا ارمان به یې سلو کلونو کې هم پوره نشي