د توکیو د المپیک لوبې له ننداره چیانو پرته ترسره کیږي
جاپاني مقاماتو په توکیو کې د بیړني حالت له اعلانولو څخه څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې د جاپان په پلازمینه توکیو د المپیک راتلونکې لوبې به د نندارچیانو له حضور پرته ترسره کیږي.
افغانستان کې د کرونا ویروس پراختیا؛ د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو رخصتیانې وغځول شوې
د افغانستان د لوړو زدهکړو او عامې روغتیا وزارتونه وايي، د ټولو تعلیمي او لوړو زدهکړو بنسټونو رخصتیانې د لوی اختر تر څلورمې نېټې پورې وغځول شوې. دوي وايي، د کرونا روان حالت ته په کتو سره ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه تر راتلونکو دوه اوونیو پورې بیاځلي رخصت شول. د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت ویاند مرستیال حنیف فرزان نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۷» ازادي راډيو ته وویل، د لوی اختر نه وروسته ټول پوهنتونونه او تعلیمي بنسټونه د ټولو روغتیايي سپارښتنو ته په پام سره د زدهکوونکو پر مخ پرانیستل کېږي. ښاغلی فرزان زیاتوي: "د لوړو زدهکړو، پوهنې، عامې روغتیا وزارتونو او د تحصیلي ټولنو د اتحادیې په یوې ګډه طرحه کې هغه ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه چې د کرونا واکسین پهکې پلی شوی وي او د کرونا ویروس خپرېدا پهکې پڅه وي، حضوري درسونهیې د ټولو روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره د اختر په څلورمه پیلېږي." نوموړی وايي، هغه ولایتونه چه د کرونا ویروس مزل پهکې پڅ وي او د کرونا واکسین پهکې تطبیق شوی، د ټولو روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره دې حضوري درسونه پیل کړي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت هم په یوې اعلامیه کې چې نن پنچشنبه خپره شوې ويلي چې ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه د لوی اختر تر څلورمې نېټې پورې بیاځلي رخصت شول. د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه له اختر وروسته په تدریجي ډول او د واکیسن په تطبیق سره پرانیستل کېږي. په اعلامیه کې راغلي چې د کرونا واکسین به سر له شنبې ورځې ټولو هغه زدهکوونکو ته چې عمرونهیې له ۱۸ پورته دي، پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو ته پیل شي. د دوی په خبره، دغه لړۍ به تر دوه اوونیو پورې د ځینو ولایتونو په ګډون دوام ولري. د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونو کې باید ټول هغه روغتیايي سپارښتنې لکه د ماسک کارول، د واټن ساتل، د لاسونو پرېمینځل او داسې نور په نظر کې ونیول شي. دا په داسې حال کې ده چې د تور فنګس ناروغي هم په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده. د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي په خبره، تر دا مهاله ۱۰ کسه د تور فنګس په ناروغۍ اخته شوي او یو یې هم مړ کړی دی. د تور فنګس له ناروغۍ سره د کرونا ویروس پېښې هم په افغانستان کې د زیاتېدو په حال کې دي. یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ۸۴ کسان د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله مړه شوي دي. د دې وزارت د معلوماتو په اساس په همدې موده کې ۱،۲۲۶ کسان په دې ویروس اخته شوي دي. له تازه ثبت شویو پېښو سره په ټول افغانستان کې په دې ویروس د اخته کسانو شمېری یو لک او ۳۱ زره او ۵۰۰ ته ورسېد.
بایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې کوي
ټاکل شوې چې څو ساعته وروسته د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه وینا وکړي.
د بریتانیا خبرداری: افغانستان ښایي کورنۍ جګړې کې ښکیل شي
د بریتانیا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز خبرداری ورکړ چې د افغانستان څخه د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته ددې امکان شته چې افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکیل شي.
روغتیا نړیوال سازمان: نړۍ کې تر څلور ملیونو زیات کسان د کرونا وبا وژلي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر دې مهاله په نړۍ کې تر څلور ملیونو زیات کسان د کرونا وبا وژلي دي. باور دا دی چې د نړۍ په هېوادونو کې د کرونا له کبله د مړو شویو غیر رسمي شمېر ښايي تر دې لوړ وي. د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسس دغهراز وايي "نړۍ د دې وبا په خطرناک پړاو کې ده." بلخوا، د کرونا ډېلټا بڼه په ځینو هېوادونو کې په چټکۍ خپرېږي او جاپانیې له کبله بېړنی وضعیت اعلان کړی دی. جاپان ویلي، د کرونا د پېښو زیاتېدو له کبله دا بېړنی وضعیت به د جولای له ۱۲مې تر ۲۲مې وي. دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې په دې هېواد کې د دوبني المپیک لوبو پیل ته دوه اوونۍ پاتې دي. خو اوس فکر کېږي چې د دې لوبو تنظیموونکي به نندارچیان په لوبو کې له ګډون منعه اعلان کړي. ځکه داسې اندېښنې شته چې دغلته به د لوبغاړو او نندارچیانو ګڼه ګوڼه د کرونا خپرېدل چټک کړي. مخکې له مخکې په توکیو کې په دې پلان شویو لوبو کې د بهرنیو نندارچیانو ګډون منعه شوی دی، خو اوس ښايي جاپاني نندارچیان هم لوبو کې له ګډون منعه شي. د توکیو د المپیک لوبې له ۲۰۲۰ م کال راهیسې تر دې مهاله د کرونا وبا له کبله ځنډول شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د کرونا بدله شوې، ډېلټا بڼه د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې په خپرېدو ده او یو شمېر هېوادونهیې اندېښمن کړي. ځینو هېوادونو له دې کبله نوي محدودیتونه لګولي او ځینو نورو پخواني هغه غځولي دي. د راپورونو له مخې د کرونا ویروس د ډېلټا بڼه زر خپرېږي او د 'کووېډ-۱۹' تر نورو بڼو ډېره مرګونې ده. دا بڼه لومړی په هندوستان کې ولیدل شوه. سره له دې چې په امریکا کې په نسبي توګه د کرونا ضد واکسینو کچه لوړه ده، دې هېواد ته د کرونا د ډېلټا بڼې په رسېدو د کرونا نوې پېښې زیاتېږي. په دې هېواد کې د دوه اوونۍ مخکې مودې په مقایسه د کرونا نوې پېښې په سلو کې ۲۱ زیاتې شوې دي. په بریتانیا کې هم له جنورۍ میاشتې راوروسته د لومړي ځل لپاره د 'کووېډ-۱۹' مثبتو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی. په جرمني کې هم د کرونا په پېښو کې د دوه میاشتې پرلهپسې کمي وروسته بېرته زیاتوالی راغلی او د هرو نویو درې پېښو دوهیې د ډېلټا بڼه دي. په فرانسه کې هم د کرونا پېښې ټیټې دي، خو د ډېلټا بڼې پهکې د تېرې اوونۍ په مقایسه په سلو کې ۲۰ زیاتوالی راوستی دی. مکسیکو له فبرورۍ میاشتې راوروسته د 'کووېډ-۱۹' تر ټولو زیاتې پېښې ثبت کړي. جنوبي کوریا د کرونا وبا د پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره د 'کووېډ-۱۹' مثبتو پېښو کې چټک زیاتوالی ثبت کړی. په نورو اسیايي هېوادونو کې هم د دې ویروس ډېلټا بڼې پر روغتونونو د ناروغانو ګڼه ګوڼه زیاته کړې. اندونیزیا په یوه ورځ د کرونا له کبله ۱،۰۴۰ مړینې ثبت کړي چې د دې وبا د پیل راهېسې په دې هېواد کې تر ټولو مرګونې ورځ بلل شوې ده.
په بغداد کې د امریکا په سفارت د توغندیو برید شوی
د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا د متحده ایالاتو په سفارت باندې د پنجشنبې په ورځ جولای ۸ (چنګاښ ۱۷) توغندي ورول شوي دي.
امریکا اوس هم د پاکستان نه د افغانستان په اړه د رغنده رول تمه لري
د امريکې د بهرنيو چارو چارو وزارت ويلي پاکستان په ډيرو موقعو د امريکا سره همکاري کړې او د افغانستان په ګڼو ماملاتو کې يې هم د امريکا ملګرتيا کړې ده د خارجه چارو وزارت ويلي امريکا اوس هم د پاکستان نه د رغنده کردار تمه لري.
افغانستان کې د کرونا په تازه پېښو کې ۸۴ نور کسان مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۸۴ کسان په دغه هېواد کې د کروناویروس له امله مړه شوي چې ورسره د ټولو مړو شویو ناروغانو شمېر پنځه زره او ۵۶۱ ته پورته شوی دی.
د تهران غونډه کې له سیاسي لارې د افغانستان د مسلې په حل ټینګار شوی
د تهران غونډه کې د افغانستان او د طالبانو پلاوي موافقه کړې چې په افغانستان کې له سیاسي لارې توافق ته د رسېدلو لپاره هڅې متمرکزې شي.
شمالي وزيرستان: په وسله والو بريدونو کې يو ځايي مشر وژل شوی
د خېبربښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د تيرې شپې راهسې په هدفي وژنو کې یو ځایی مشر وژل شوی او يو بل تن ټپي شوی دی.
دوو کلونو کې جګړې او وچکالي پنځه میلیونه افغانان بېځایه کړي
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي د جګړو او وچکالۍ له امله په تېرو دوو کلونو کې کابو پنځه میلیونه افغانان له خپلو اصلي سیمو څخه بېځایه شوي دي.
بشري حقونو کمېسیون: طالبانو بدخشان کې ښځې له کوره بهر له کاره منع کړي
طالبانو په بدخشان کې ښځې له کوره دباندې له کارونو څخه منع کړي. دا خبره د بدخشان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې عارفه نويد ازادي راډیو ته وکړه. اغلې نوید زیاته کړه: "دوی 'طالبانو' اعلامیه خپره کړې چې هېڅ ښځه له محرم پرته له کوره دباندې نه شي تللی. کومې ښځې چې په بهارک کې په موسسو کې کار کوي، هغوی ته یې ګواښ کړی چې په هېڅ وجه دفترونو ته نه شي تللی." تردې مخکې د افغان دولت د سولې مرکچي ټیم غړې فوزیه کوفي هم ویلي و چې طالبان د بدخشان په ځینو سیمو کې د ښځو ازادۍ سلبوي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا ادعاوې ردوي او وایي، د دوی ډلې په ښځو هېڅ محدودیت نه دی وضع کړی. د بدخشان ځينو سیمه ېیزو چارواکو او د ولایتي شورا غړیو ویلي چې په بدخشان کې له ۲۷ ولسوالیو ۲۶ د طالبانو په کنټرول کې دي او یوازې فیض اباد ښار او د کران او منجان ولسوالیانې د حکومت په لاس کې دي. والي په خپله او امنیه قوماندان تر دې دمه د یادې مسلې په تړاو څه نه دي ویلي.
پاکستانيان د افغانستان د لارې سعودي عرب ته ولې تلل؟ چې اوس ايسار شو
د پاکستان د کورنيو چارو وزیر وايي د څلورو نه تر پینځه زرو پورې پاکستانيان چې د افغانستان د لارې سعودي عرب او منځني ختيځ ته تلل هغوی اوس په تورخم ايسار دي د هغو دپاره طريقه جوړولی شي چې راوستل شي.
د بشري حقونو څار: طالبانو په کندز کې د ملکیانو کورونه سوزولي
د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې طالب جنګیالیو د روانې میاشتې په پیل کې په کندز ولایت کې د باغ شرکت د اوسیدونکو کورونه د افغانستان له حکومت سره د همکارۍ په تور لومړی لوټ کړي او وروسته یې سوزولي دي.
د کرونا څخه په نړۍ کې د مړينو شمېره د څلور ملينو نه سېوا شوه
د امريکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په نړۍ کې د کرونا وبا له امله د مړو شمېره د څلور ملينو نه سېوا شوې ده، تر ټولو زيات مړي په امریکا کې شوي چې شمېره يې د شپږو لکو نه سېوا ده.