د تهران غونډه کې له سیاسي لارې د افغانستان د مسلې په حل ټینګار شوی
د تهران غونډه کې د افغانستان او د طالبانو پلاوي موافقه کړې چې په افغانستان کې له سیاسي لارې توافق ته د رسېدلو لپاره هڅې متمرکزې شي.
شمالي وزيرستان: په وسله والو بريدونو کې يو ځايي مشر وژل شوی
د خېبربښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د تيرې شپې راهسې په هدفي وژنو کې یو ځایی مشر وژل شوی او يو بل تن ټپي شوی دی.
دوو کلونو کې جګړې او وچکالي پنځه میلیونه افغانان بېځایه کړي
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي د جګړو او وچکالۍ له امله په تېرو دوو کلونو کې کابو پنځه میلیونه افغانان له خپلو اصلي سیمو څخه بېځایه شوي دي.
بشري حقونو کمېسیون: طالبانو بدخشان کې ښځې له کوره بهر له کاره منع کړي
طالبانو په بدخشان کې ښځې له کوره دباندې له کارونو څخه منع کړي. دا خبره د بدخشان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې عارفه نويد ازادي راډیو ته وکړه. اغلې نوید زیاته کړه: "دوی 'طالبانو' اعلامیه خپره کړې چې هېڅ ښځه له محرم پرته له کوره دباندې نه شي تللی. کومې ښځې چې په بهارک کې په موسسو کې کار کوي، هغوی ته یې ګواښ کړی چې په هېڅ وجه دفترونو ته نه شي تللی." تردې مخکې د افغان دولت د سولې مرکچي ټیم غړې فوزیه کوفي هم ویلي و چې طالبان د بدخشان په ځینو سیمو کې د ښځو ازادۍ سلبوي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا ادعاوې ردوي او وایي، د دوی ډلې په ښځو هېڅ محدودیت نه دی وضع کړی. د بدخشان ځينو سیمه ېیزو چارواکو او د ولایتي شورا غړیو ویلي چې په بدخشان کې له ۲۷ ولسوالیو ۲۶ د طالبانو په کنټرول کې دي او یوازې فیض اباد ښار او د کران او منجان ولسوالیانې د حکومت په لاس کې دي. والي په خپله او امنیه قوماندان تر دې دمه د یادې مسلې په تړاو څه نه دي ویلي.
پاکستانيان د افغانستان د لارې سعودي عرب ته ولې تلل؟ چې اوس ايسار شو
د پاکستان د کورنيو چارو وزیر وايي د څلورو نه تر پینځه زرو پورې پاکستانيان چې د افغانستان د لارې سعودي عرب او منځني ختيځ ته تلل هغوی اوس په تورخم ايسار دي د هغو دپاره طريقه جوړولی شي چې راوستل شي.
د بشري حقونو څار: طالبانو په کندز کې د ملکیانو کورونه سوزولي
د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې طالب جنګیالیو د روانې میاشتې په پیل کې په کندز ولایت کې د باغ شرکت د اوسیدونکو کورونه د افغانستان له حکومت سره د همکارۍ په تور لومړی لوټ کړي او وروسته یې سوزولي دي.
د کرونا څخه په نړۍ کې د مړينو شمېره د څلور ملينو نه سېوا شوه
د امريکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په نړۍ کې د کرونا وبا له امله د مړو شمېره د څلور ملينو نه سېوا شوې ده، تر ټولو زيات مړي په امریکا کې شوي چې شمېره يې د شپږو لکو نه سېوا ده.
د بادغېس د قلعه نو څخه طالبان ويستل شوي، غټه مرګ ژوبله ورته اړول شوې
افغان چارواکو ويلي افغان حکومتي ځواکونو د بادغېس د مرکز قلعه نو څخه طالب وسله وال په شا تمبولي دي او په غټه کچه مرګ ژوبله ورته اړول شوې ده.
ارزګان کې د جګړو بل زیان؛ روغتیاپالان: ډېری مېرمنې په رواني ناروغیو اخته دي
افغان روغتیا پالان وايي، په ارزګان ولایت کې زیات شمېر ښځې جګړې، کورني تاوتریخوالي او فقر په روانې ناروغیو اخته کړي دي. جان بي بي خپلې ستونزې داسې بیانوي د دې ولایت یوه اوسیدونکې ۲۲ کلنه جان بي بي چې د واده یې یو کال کیږي، د کورني تاوتریخوالي سره مخ ده. نوموړې ازادي راډیو ته وویل، خواښې یې ورسره ظلم کوي چې له امله یې په رواني ناروغیو اخته شوې. جان بي بي وايي، د درملنې پیسې نه لري، خو په بدل کې یې د هغه ډاکټر د جامو غاړه په مزدوري جوړوي: "ټول عمر مې په درمل خوړلو تېره شوه، هر ډاکټر ته چې ورشم زر او یا هم دوه زره افغانۍ راڅخه واخلي، خو درمل یې ګټه نه راته کوي، له ژونده ډېره ستړې یم، خوب مې نشته، پر عصابو مې بوج راځي، سر مې داسې درد لري زه وام چې اوس به دوه ځایه شي، د درملو په پور کې اوس هغه ډاکټر ته د جامو غاړه جوړوم، له درې میاشتو راهیسې پرې بوخته یم، خو لا مې هم نیمايي ته نه ده رسولی." جان بي بي زیاتوي، د خپل راتلونکي په اړه ډېره اندېښمنه ده او بېره لري چې یوه ورځ به ځان ووژني. په دې ولایت کې یوازې جان بي بي نه ده چې له دې ناروغیه کړيږي، ۴۴ کلنه شافعه هم د فقر او بې وزلۍ له امله دې په دې رنځ اخته ده. د شافعې دردونکې کیسه نوموړې وايي، په ۲۴ ساعتونو کې دوه ساعته هم خوب نه لري چې په وینا یې ټوله ورځ په ژړا او خپګان تیروي: "روغه ورځ مې ولاکه لیدلي وي، سر مې درد کوي، ټوخی او د نس درد لرم، یوه ګوله ډوډۍ وخورم، هغه مې پر سر درد شي، نس او ځیګر مې خوږیږي، خوب مې نشته ټوله شپه په ویښه ناسته یم، نه پوهېږم چې ولې داسې یم؟ د کور ژوند دی ماشومان ډوډۍ راڅخه غواړي حیران پاتې یم چې څه وکړم؟ خو زه یې نه لرم او ناروغه یم." د شافعې او جان بي بي د ستړي ژوند کیسې په ارزګان ولایت کې د زرګونو ښځو له کیسو څخه یوازې دوې کیسې دي. د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون مسوولینو ازادي راډيو ته وویل چې دغه ولایت کې د پخوا پرتله په رواني ناروغیو د اخته ښځو شمېر څو چنده زیات شوی دی. د ترینکوټ د ولایتي روغتون ډاکټر امین الله توخي وايي، دوی ته هره ورځ تر ۳۰ پورې هغه ښځې د خپلې درملنې لپاره ورځي چې په رواني ناروغیو اخته وي. دی وايي: "دا چې په ارزګان ولایت کې جګړې زیاتې دي، خلک یې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، غذايي مواد هم نه لري، د افغان دولت تر ولکې لاندې سیمو څخه یوازې د ورځې ۳۰ په رواني ناروغیو اخته مېرمنې درملنې ته راځي چې لامل یې همدا جګړه، فقر او بې وزلي ده." توخي وړاندې وايي، په افغانستان کې به د رواني ناروغیو شمېر تر هغو پر خپل ځای پاتې وي چې بې وزلي او د جګړو اغېز نه وي کم شوی. نوموړی همدا راز زیاتوي، دغه ولایت کې په رواني ناروغیو د اخته مېرمنو شمېر خورا زیات دی ځکه ګڼ خلک د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي او هلته روغتون ته لاس رسی نه لري چې دا ډول ناروغۍ راپور شي. د 'پلوس میډیسن' روغتیايي ژورنال د یوه څېړنې له مخې، په نړۍ کې تر ټولو زیات په ژور خپګان اخته کسان افغانان دي. څیړونکو زیاته کړې چې په افغانستان کې لسیزو اوږدې جګړې او اقتصادي ستونزو د افغانانو پر رواني روغتیا منفي اغېز کړی دی.
مودي د کابینې ۱۲ وزیران له دندو لیرې کړي
د هند صدراعظم نریندرا مودي نن چارشنبه جولای ۷ (چنګاښ۱۶) د عامې روغتیا د وزیر په ګډون ۱۲ وزیران پداسې حال کې له دندو لیرې کړي چې پدې هیواد کې د کرونا ویروس په پراخه توګه خپور شوی.
روغتیایي مقامات: دلتا په امریکا کې د کرونا ویروس ډیره خپره شوې بڼه ده
د امریکا د متحده ایالاتو د امراضو او کنترول او مخنیوي مرکز وایي چې اوسمهال په امریکا کې د کویډ۱۹ زیات ناروغان ددې ویروس په دلتا بڼې اخته شوي دي.
د افغانستان دیني عالمانو د طالبانو جګړه فتنه وبلله
سلګونو دیني عالمانو په کابل کې په یوې غونډې کې د افغانستان د اوسني نظام او امنیتي ځواکونو سره د ملاتړ د څرګندولو تر څنګ د طالبانو جګړه "فتنه" وبلله.
د عامې روغتیا وزارت: په تور فنګس د اخته کسانو شمیر ډیر شوی
افغانستان کې د تورفنګس پر ناورغۍ د اخته ناروغانو شمیر لسو تنو ته لوړ شوی او د کابل سربیره په څو نورو ولایتونو کې هم د دغې ناروغۍ پيښې ثبت شوي دي.
د هایتي ولسمشر په خپل کور کې په ډزو ووژل شو
ناپیژاندو بریدګرو نن د چهارشنبې په ورځ جولای ۷ (چنګاښ ۱۶) د هایتي ولسمشر جوینل مویز، د هغه په شخصي کور کې ویشتلی او وژلی دی.
عراق کې د امریکایي ځواکونو په اډې ۱۴ توغندي لګیدلي، ۳ تنه یې ټپي کړي
په عراق کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه وایي برید په عین الاسد هوایي اډې شوی چې د امریکا تر څنګ پکې د نړیوال ائتلاف پوځیان هم دیره دي.