فلیپین کې د پوځي الوتکې لوېدو پېښه کې ۳۱ تنه وژل شوي
د فلیپین C- 130 پوځي الوتکه چې سرتیري یې لیږدول نن یکشنبه جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) ددې هیواد په جنوبي سولو ولایت کې د جولو هوایي ډګر ته نژدې لوېدلې ده.
بلخ کې د څو هیوادونو قونسلګریو خپل فعالیتونه درولي
په بلخ ولایت کې د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره ترکیې، پاکستان او ایران د خپلو قونسلګریو فعالیت درولی او د خپلو نمایندګیو دروازې یې تړلي دي.
دامریکې موډرنا ویکسین دپښتنو خواریکښو بهر ته دتګ مشکل اسان کړی
بهرنیو هېوادونو ته تلونکو او په ځانګړي ډول عربي هېوادونو کې مزدوري کوونکو پښتنو خواریکښو دامريکې لخوا پاکستان ته دویریا موډرنا ويکسين ورکولو هرکلی کړی دی.
د ملګرو ملتونو له 'بدنام لست' نه د افغانستان د پولیسو نوم وایستل شو
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ملګرو ملتونو د دغه هیواد د پولیسو نوم د یاد سازمان له «بدنام لېست» څخه ایستلی دی.
طالبان وایي ګاونډیان باید دهغوئ په پرمختګ اندېښمن نه شي
افغانستان کې په ګڼ شمیر ولسوالیو دقبضې ددعوې نه وروسته طالبانو دافغانستان ګاونډيو هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې دهغوئ پرمختګ دسولې اؤ امن پیغام لري اؤ هیڅوک پرې باید اندېښنه ونه لري.
طالبانو دګڼو نورو ولسوالیو دنیولو دعوې کړي،تازه نښتو کې۱۴۳طالبان وژل شوي
دافغانستان په یو شمیر سیمو کې دطالبانو اؤ افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي اؤ دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وایي په دې تازه نښتو کې ۱۴۳ طالب وسله وال وژل شوي دي.
امنیتي منابع: حکومتي امنیتي ځواکونه د پنجوايي ولسوالۍ له مرکزه وتلي
تر شدیدو جګړو وروسته نن سهار وختي افغان قواووي د پنجوايي ولسوالۍ له مرکز څخه پر شا شوي.
قریشي:په پاکستان دافغان چارواکو نېوکې دهغوئ دخپلو تګلارو ناکامي ده
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دافغان چارواکو لخوا په پاکستان دمداخلت سیوا شوؤ تورونو ته غبرګون کې ویلي دپاکستان په تګلارو دافغان چارواکو هیڅ بېڅه نېوکې دهغوئ دخپلو تګلارو ناکامي ښایي.
روحاني: وېره شته چې د ایران ټولې برخې د کرونا له ۵مې څپې سره لاس و ګرېوان وي
د ایران ولسمشر، حسن روحاني خبرداری ورکړ چې احتمالاً به دغه هېواد د کرونا وبا له بلې څپې سره مخامخ شي. ده ویلي، دا ځکه چې د ایران روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس ډېلټا بڼه چې په چټکۍ په خلکو کې خپرېږي، په ایران کې د خپرېدو په حال کې ښکاري. د ایران ولسمشر چې پرون شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه)د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې د ځانګړې ملي ډلې په یوه غونډه کې حاضر و وویل، وېره شته چې د ایران ټولې برخې د کرونا ویروس له پنځمې څپې سره لاس و ګرېوان وي. حسن روحاني له خلکو وغوښتل، د کرونا د هندۍ بڼې د مخنیوي لپاره د دوبي یا اوړي پر مهال له ډله ییزو مجلسونو ډډه وکړي. نوموړي وویل: "په تېرو اوونیو کې اعلان شوی و چې د ویروس ډېلټا بڼه له جنوبي او جنوب ختیځو سیمو هېواد ته داخله شوې او باید دقت وکړو چې دغه ویروس د هېواد منځ ته خپور نه شي. په ټول هېواد کې دا اندېښنه شته چې ښايي د کرونا ویروس له پنځمې څپې سره مخامخ شو، یعنې دا کار حتماً کېږي که دقت ونه کړو." ایران د منځني ختیځ په هغو هېوادونو کې راځي چې د کرونا ویروس له خطر سره زیات مخامخ دی او په ټوله سیمه کې د کرونا ویروس لومړۍ څپې هم سخت ځپلی و. د ایران پلازمېنه تهران او څه باندې ۹۰ ښارونه د سرو سیمو په توګه اعلان شوي، معنی د خطر اندازه په کې لوړه ده. لږ تر لږه ۷۰ فیصده دولتي کار کوونکو ته اجازه ورکړل شوې چې له خپلو کورونو کار وکړي. په دغو په نښه شوېو سیمو کې نور ځایونه لکه رستورانټونه، ورزشي سالونونه او سینماګانې تړل شوي دي. ایراني چارواکو پرون شنبه وویل، د مخکنیو ۲۴ ساعتونو په نسبت د مړو شمېر ۱۱۱ زیات شوی دی. د کرونا وبا له پیله په ایران کې په دې ویروس د ۸۴زره ۶۲۷ کسانو مړینه ثبت شوې ده، خو انتقاد کوونکي په دې باور دي چې واقعي شمېر ښايي تر دې خورا زیات وي.
پاکستان کې یو پولیس پیغمبر ته په سپکاوي تورن شخص وژلی
په پاکستان کې یو پولیس هغه شخص په «ساتول» وهلی او وژلی چې په ۲۰۱۶ کال کې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورن شوی و خو وروسته محکمې بخښلی و.
امریکا پاکستان ته د کرونا ضد ۲.۵ میلیون ډوزه واکسین ورکړل
د امریکا متحدو ایالتونو د ملګرو ملتونو د «کوواکس» پروګرام له لارې پاکستان ته د کرونا ویروس ضد ۲.۵ میلیون ډوزه واکسین ورکړل.
سعودي د اماراتو په ګډون دریو هیوادونو څخه د الوتکو پروازونه بند کړل
د سعودي عربستان چارواکو د کرونا د ویروس د نوې بڼې د خپریدو د مخنیوي لپاره نن شنبې جولای ۳ (چنګاښ ۱۲) د عربي متحده اماراتو، ایتوپیا او ویتنام نه د الوتکو پروازونه بند کړل.
د هند د سینما ستوری عامر خان او میرمن یې سره جلا کیږي
عامر خان او میرمن یې کیرن راو څه باندې ۱۵ کاله کیده چې واده یې کړی و خو ښاغلی خان نن شنبه جولای ۳ (چنګاښ۱۲) ویلی چې د خپلې میرمنې نه بیلیږي.
ولې یو شمېر سپین پوستي امریکایان د کرونا ضد واکسین نکوي؟
د امریکا په متحده ایالاتو د نظر د معلومولو په یوې تازه سروې کې څرګنده شوې چې اکثریت هغه کسان د کویډ ۱۹ ضد واکسین نه غواړي، سپین پوستي او د جمهوري غوښتونکي د ګوند پلویان دي.
د امریکا سفارت: طالبان په ټولنیزو رسنیو کې افغانان رټي او تهدیدوي
په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت مرستیال په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو ته د طالبانو د سپکوونکو خبرو په اړه اندېښنه ښودلې ده.