په افغانستان کې د یوناما په دفتر د راکټ برید شوی دی
«حکومت ضد عناصرو» هرات کې د یوناما دفتر په راکټ وېشتی
افغانستان سره سرحد ته نږدې د ازبکستان او روسیې ګډ نظامي تمرینونه
د روسیې او ازبکستان پوځ نن جمعه جولای ۳۰ (چنګاښ۸) د افغانستان پولې سره نږدې نظامي تمرینات پیل کړل.
کابل کې مظاهره کوونکو په افغانستان کې د "پاکستان مداخله" وغندله
په کابل کې د پاکستان په خلاف مظاهره وشوه
د افغان ژباړونکو او نورو همکارانو لومړۍ جوپه امریکا ته ورسېده
امریکايي چارواکي وایي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د یو شمېر افغان ژباړونکو او نورو همکارانو پرواز نن سهار جمعه جولای ۳۰ (زمری۸) امریکا ته را ورسېد.
چک جمهوریت افغان ترجمانانو ته پنا ورکوي
د چک جمهوریت هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې د دې هیواد د پوځیانو سره کار کړی وي، د مالي مرستو او پنا ورکولو پلان منظور کړ.
پاکستان کې دخپل کور جوړؤلو دپاره بېنکونو نه پور باید څنګه ترلاسه کړئ؟
دپاکستان دننه وخت په وخت حکومت اؤ بانکونه بیلابیلو څانګو کې خلکو ته دپورونو ورکولو اعلانونه کوي خو زیاتره خلک دبینکونو نه دپور اخستو په جنجالي چارو نه پوهیږي چې دا پورونه څنګه ترلاسه کړي؟
خارجه ویاند:اسلام اباد کابل سره دخپلو سفارتي اړیکو خرابولو هیڅ اراده نلري
پاکستان ویلي افغانستان سره د ډيپلوماټیکي اړیکو دخرابولو هیڅ پلان نه لري،او دا چې په ګاونډي هیواد کې د ځینو عناصرو لخوا منفي څرګندونو ته اجازه نه شي ورکول کیدای چې مهمو اړیکو باندې اغېز وکړي.
دعمران خان څرګندونو ته پاکستان کې دمیشت افغان کډوالو چټک غبرګون
دپاکستان د وزیراعظم عمران خان هغه دعوې ته پاکستان کې میشت افغان کډوالو خپل سخت غبرګون ښودلی چې ویلي یې وؤ پاکستان کې میشت افغان کډوال دطالبانو خواخوږي دي.
افغان پوځ وايي له کندهار څخه یې د طالبانو د شړلو عملیات پیل کړي
په کندهار کې امنیتي ادارو چارواکي وايي، ګډو افغان ځواکونو د کندهار ښار په بیلا بیلو برخو کې د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات پيل کړي دي.
پاکستان وایي افغانستان کې ګډ حکومت ته زمینه برابروي
دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر چوهدري فواد وایي اسلام اباد کابل کې دهیڅ یوې ډلې ملاتړ نه کوي بلکې دداسې زمینې برابرؤلو هڅه کوي چې پکې دافغانستان ټولې ډلې یو ګډ حکومت جوړ کړی شي.
پاکستان: په 2 اګست په 68 ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل کيږي
د خېبرپښتونخوا د 18 ضلعو په ګډون د پاکستان په 68 ضلعو کې د 2 اګست څخه د پولیو ضد څاڅکو څلور ورځنی کمپاين پېل کيږي، چې پکې به 23.6 ملينه ماشومانو ته څاڅکي ورکول کيږي.
نورستان کې د سیلابونو له کبله لسګونه کسان ورک دي
په طبیعي پېښو کې د افغانستان دولت د چارو وزارت وايي چې په نورستان ولایت کې د شدیدو بارانونو د ورېدو له امله سیلابونه رامنځ ته شوي چې په پایله کې دغه ولایت کې ۱۴۰ تنه وګړي ورک شوي او اوس مهال د یادو کسانو لټون روان دی.
د المپيک لوبو کوربه جاپان کې د کرونا تازه ریکارډ؛ تېره ورځ ۱۰ زره پېښې ثبت شوې
د المپیکي لوبو کوربه جاپان نن د کرونا وبا د زیات خپراوي د مخنیوي په هدف یو لړ تازه ګامونه اخلي. په دې کې د پلازمینې توکیو د بېړني حالت تمدید او په څلورو نورو ولایتونو کې د بېړني حالت اعلان شامل دي. جاپان تېره ورځ د جولای په ۲۹مه د 'کووېډ-۱۹' د ۱۰ زرو تازه پېښو راپور ورکړ چې یو نوی ریکارډ بلل کېږي. په ټول هېواد کې د کرونا دومره مثبتې پېښې په یوه ورځ نهوې ثبت شوې، نو ځکه هم حکومت اړ شوی چې د وبا د خپراوي د مخنیوي لپاره په یو لړ تازه اقداماتو لاس پورې کړي. جاپاني چارواکي په پلان کې لري چې په توکیو کې د کرونا ویروس بېړنی حالت وغځوي او سربېره په دې توکیو ته څېرمه په سیاتاما، کاناګاوا او چیبا او همدا شان اوساکا ولایتونو کې بېړنی حالت اعلان کړي. تمه کیږي چې صدراعظم یوشیهید سوګا د کارپوهانو د یوې ډلې له تصویب وروسته بېړنی حالت اعلان کړي. دا اضطراري حالت به د اګسټ تر ۳۱مې پورې نافذ وي. په پلازمېنه توکیو او سوېلي ټاپو اوکیناوا کې وار دمخه بېړنی حالت نافذ وو. جاپان په لویه کچه د 'کووېډ-۱۹' پراخ خپرېدو څخه مخنیوی کړی، مګر د نورې نړۍ په څېر، دا هېواد اوس د خورا لېږد وړ ډېلټا بڼې کرونا څپې سره مخ دی. د پلازمېنې روغتونونه هم په ستونزو کې دي. د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره په روغتونونو کې ۶،۰۰۰ ځانګړي شوي بسترونه ډک دي. جاپان دمګړۍ د المپیک د دوبنیو لوبو کوربه دی. د المپیک ترسره کوونکو او جاپاني چارواکو په دغه هېواد کې د کرونا وبا د پېښو زیاتوالی د لوبو لپاره هلته د ورغلو زرګونه لوبغاړو، روزونکو او کارکوونکو سره بېربطه بللی. جاپان ته سږ کال سره له دې چې د کرونا وبا په خاطر پهکې ګڼ محدودیتونه نافذ دي د څه باندې ۲۰۰ هېوادونو له ۱۱ زرو زیات لوبغاړي ورغلي. د لوبو د تنظیموونکو، ورزشي کاروانانو مشرانو، روزونکو او کارکوونکو شمېر بیا نږدې ۳۰ زرو کسانو ته رسېږي. د لوبغاړو او د المپيکي لوبو د ترسراوي پلاوي په منځ کې د کرونا د ۲۲۰ پېښو راپور ورکړل شوی دی چې ټول دا کسان قرنطین کې دي. د المپيک لوبو ته پنځه افغان لوبغاړي هم ورغلي چې تر دې دمه کومه ستونزه نهده ورته پیدا شوې او خپلو لوبو ته دوام ورکوي.
پېښور: په پوليس ګاډي د لاسي بم بريد کې يو سپاهي وژل شوی دوه ټپيان شوي
د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په کارخانو مارکيټ کې د پوليس په یو ګاډي (وېن) باندې د لاسي بم بريد شوی يو پوليس سپاهي پکې ژوبل شوي او او دوه نور ټپيان شوي دي.
د امریکې او پاکستان استازو په افغانستان کې د تشدد په کمولو او سياسي جوړ جاړي خبرې کړي
د امریکې او پاکستان امنيتي سلاکارانو ليدلي په افغانستان کې د تشدد د کمولو او د افغان شخړې د سياسي جوړ جاړي په موضوع يې خبرې کړي دي.